مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-04   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک۲۶،برخه دمنظم درس ،۲۰دلیلة القدر علامی

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته



رمضان مبارک۲۶،برخه دمنظم درس ،۲۰دلیلة القدر  علامی
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم
محترمودینی وروڼودمنظمودرسوپه تېروبرخوکی  ماوتاسی ته درمضان مبارک اودروزې  شپږ دیرش  دینی ګټی  اوفائدې بیان کړې  اوس په دې برخه کی په اوه  دیرسمه عظیمه  دینی فائده اوګټه شروع کوم ،محترمووروڼودروژې اودرمضان مبارک اُوه دېرسمه دېنی فائده اوګټه چی ام الفوائداوبېحده ستره اوعظیم الشانه ګټه ده داده  چی په دغه میاست کی یوه شپه دشب قدرشپه ده کومه چی ترزرومیاشتوبهتره ده چی  تفصیل بې په مکمل ډول ان شاء الله درته راسی په دې برخه کی ددغی مبارکی شپې دیارلس علامې درته بیانه وم چی په دې شرحه دی
• (۱)اوله علامه ددغی مبارکی  شپې  داده  چی  دغه شپه دحرارت اوبرودت په اعتبارمعتدله ده نه ګرمه ده اونه یخه ده،()۲دوهمه علامه ئې داده چی په دغه  شپه کی   هیڅ  ستورَیْ  له هغوستوریوڅخه چی شیطانان  په ویستل کېږی داسمان  له خواڅخه لوېدونکی  اورڼا اچوونکی نه معلومېږی  داځکه چی په دغه شپه کی  شیطانان  له دباندی راوتلواوداسمان وطرفته له پورته کېدلوڅخه  ممنوع وی(۳)دریمه علامه یې داده چی  په سهارکی  دځینوشپودلیلة القدرچی لمرراخېزی نوسرخی  لری اوضعیف وی  (۴)څلرمه علامه یې  داده چی  په سهارکی  دځینوشپودلیلة القدر چی لمرراخېزی  نوتکسپین وی  اوشعاعی نلری (۵)علامه یې داده چی  دغه شپه دونه  روښانه وی  چی ته به وایې چی  دڅورلسم سپږمۍده(۶)شپږمه علامه یې داد ه چی  دملائکوپه دغه شپه کی  دونه هجوم اوکثرت  وی  چی دزمکی  ترډبروډېری وی(۷)اومه علامه یې  داده   چی  په دغه شپه کی  دمومنانوزړونه نسبت ونوروشپوته ډېرمطمئن وی  اوانشراح الصدرموجودوی(۸)اتمه علامه  یې داده چی هواوی اوبادونه په دغه شپه کی ارام وی اودجَوّحالات مناسب  وی (۹)نهمه  علامه يې داده چي کله کله الله پاک په  انسان په خوب کښي شبِ قدروويني لکه چي بعضوصحابه وورضي الله عنهم .
په خوب کی لېدلې ده (۱۰) لسمه علامه يې داده چي انسان  دشب قدرد شپې په ذکراوطاعت  کی زيات لذت اوخوندمحسوسه وی   نسبت  دنوروشپووعبادت ته
(۱۱)یوولسمه علامه یې داده چی ځینوعلماؤویلی د ی چی دلیلة القدرپه شپه کی  سپی  نه غاپی سپیان له غفا څخه ډډه کوی(۱۲)دوولسمه علامه یې داده چی ځینوعلماؤویلی دی چی  دباران اورېدل هم  دشب قدرعلامه ده(۱۳)دیارلسمه علامه یې چی ډېره مهمه اوقوی  علامه علماؤبللې د ه داده چی  په کومه شپه کی  له طاقوشپوڅخه داخیری لسیزی درمضان  دیوه مومن دبدن  ویښتان ښخ سول  وېره باندی راغله نوودی  پوهېږی چی داشپه دشب  قدرده، دیوې برخی له ذکرسویوعلاموڅخه  دلیلونه دغه مبارک حدیثونه دی(۱)
قال عليه الصلاة والسلام (: ليلة القدر ليلة طلقة لا حارة ولا باردة ، تصبح الشمس يومها حمراء ضعيفة ). رواه ابن خزيمة وصُحح.(۲)

وقال عليه الصلاة والسلام ( إني كنت أُريت ليلة القدر ثم نسيتها ، وهي في العشر الأواخر ، وهي طلقة بلجة لا حارة ولا باردة ، كأن فيها قمرا يفضح كواكبها ، لا يخرج شيطانها حتى يخرج فجرها) . رواه ابن حبان .(۳)

وقال رسول الله صلى الله عليه وسلم (: إن الملائكة تلك الليلة أكثر في الأرض من عدد الحصى) . رواه ابن خزيمة وحُسِّن إسناده
(۴)
وقال صلى الله عليه وسلم (: وأمارتها أن تطلع الشمس في صبيحة يومها بيضاء لا شعاع لها . )رواه مسلم .

يعني تطلع في اليوم الذي يليها
وتلك العلامة بشارة لمن قام تلك الليلة
لأنها تكون بعد انقضاء ليلة القدر لا قبلها،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery