مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-05   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک۲۷،برخه دمنظم درسوا۲ دلیلة القدر ۶وظیفی

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

 

 

رمضان مبارک۲۷،برخه دمنظم درسوا۲ دلیلة القدر  ۶وظیفی

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم

قدرمنواسلامی وروڼوکه غواړۍ چی دلیلةالقدربرکتونه دېنی اودنیوی ګټی مونصیب سی ودلیلة القدرشپه ووینۍ  نودرمضان مبارک په اخېری لسوشپوکی بایددغه شپږوظیفې انجام کړۍ

 

،۱،قیام،یعنی اوله وظیفه داده چی په دغوشپوکی باید مسلمان  نفلونه دتهجدلمونځونه ،صلوة تسبیح وغیره په حضوردزړه سره اوپه کامله خشوع اوعاجزی سره اداکوی  اوداامیدله ځانه سره ساتی  چی ګوندی الله پاک می له لیلة القدرسره نصیب وکړی  داځکه چی دلیلة القدرپه شپه کی قیامه،درېدل په عبادت کی  په شریعت کی ډېرمهم کاراودډېرلوی پاداش  اومکافات سبب بللې سویې ده،لکه چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی،عن أبي هريرة رضي الله عنه، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال :«مَنْ قَامَ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ» [أخرجه البخاري] .،۲وظېفه،دوهمه وظیفه دلیلة القدردشپوداده چی هرمسلمان باید  په دغوشپوکی له الله پاک څخه دعفوی غوښتنه کوی اوخپلی ګناوی اوداخرت ورځ اوحساب اوکتاب اواخروی عذابونه په ذهن کی حاضرولری اوله دې سره سره دالله پاک دعفوی اومغفرت اودتوبې قبلونی کلک امیدولری ،ددې خبرې دلیل  دادۍ چی حضرت عائشې رضی الله عنهاورسول علیه الصلوة و السلام ته وویل چی کمادلیلة القدرشپه ولېدله نوزه به څه وایم نوده مبارک ورته وفرمایل چی دغه دعاکوه: اللَّهُمَّ إِنَّكَ عُفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي»،ای خدایه  بېشکه ته  عفوه کوونکَیْ  محوه کوونکَیْ دګناوویې خاوند دلوی کرم اومهربانی یې  نوعفوه  ،محوه کړه ګناوی  له ماڅخه ،دحدیث الفاظ اوماخذدادۍ
قالت عائشة رضي الله عنها : يَا رَسُولَ اللَّهِ أَرَأَيْتَ إِنْ عَلِمْتُ أَيُّ لَيْلَةٍ لَيْلَةُ الْقَدْرِ مَا أَقُولُ فِيهَا ؟ قَالَ : «قُولِي : اللَّهُمَّ إِنَّكَ عُفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي» [الترمذي] .
،۳،وظیفه،دریمه وظېفه له دغوشپږووظیفوڅخه داده چی هرمسلمان به په دغواخیری لسوورځودرمضان کی  دفرضولمنځوزیات خیال  ساتی  اګرچه دفرضی لمونځوخیال ساتل خوپه هروخت کی  فرض دۍ خوپه دغولسوورځوکی به دنورووختوپه پرتله  په فرضی لمونځوکی ترحدزیات احتیاط کوی  ځکه په دغوشپوکی انسان هرهغه څه بایدوکړی کوم چی وخدای ته په ورنزدېکېږی ترڅودلیلةالقدردلیدومستحق وګرزی  اوڅونه اوځرنګه چی په فرضی  اعمالوسره انسان والله پاک ته ورنزدېکېږی په بل هیڅ عمل سره نسی ورنزدېکېدلای،دلیل ددې خبری دغه مبارک قدسی  حدیث  دۍ، قال الله تعالى في الحديث القدسي : (وَمَا تَقَرَّبَ إِلَيَّ عَبْدِي بِشَيْءٍ أَحَبَّ إِلَيَّ مِمَّا افْتَرَضْتُ عَلَيْهِ) [البخاري] .
وأحب هنا يجوز فيها الرفع والنصب .
،۴وظیفه، .څلرمه وظیفه داده چی هرمسلمان بایدپه دغولسوشپوکی  په دې باره کی زیات کوښښ وکړی  چی دماخستن اودسهارلمونځ په جماعت سره اداکړی ځکه چی رسول علیه الصلوة السلام فرمایلی دی چی هرڅوک چی دماخستن اودسهارلمونځ  په جماعت سره اداکړی  نوګواکی  ټوله شپه یې په لمانځه تېره کړه،حدیث دادۍ
عن عثمان بن عفان رضي الله عنه عن رسول الله صلى الله عليه وسلم أنه قال: « مَنْ صَلَّى الْعِشَاءَ فِي جَمَاعَةٍ فَكَأَنَّمَا قَامَ نِصْفَ اللَّيْلِ ، وَمَنْ صَلَّى الصُّبْحَ فِي جَمَاعَةٍ فَكَأَنَّمَا صَلَّى اللَّيْلَ كُلَّهُ» .رواه مسلم
،۵وظیفه،پنځمه وظیفه داده چی هرمسلمان به په غوشپوکی هم پخپله  شپه په عبادت سره روڼَوی اوهم به خپله کورنئ  ودې کارته  چمتوکوی ،دلیل ددې خبری دامبارک حدیث دۍ،،عن عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا قَالَتْ : "كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا دَخَلَ الْعَشْرُ شَدَّ مِئْزَرَهُ ، وَأَحْيَا لَيْلَهُ ، وَأَيْقَظَ أَهْلَهُ" [البخاري ومسلم] ، وفي رواية لمسلم : "وجدَّ".
قولها : "شد مئزره" فيه تفسيران :
الأول : قيل : اعتزل نساءه .
قال الأول :
قوم إذا حاربوا شدوا مآزرهم عن النساء ولو باتت بأطهار
الثاني : اجتهد في عبادته فوق عادته .
وهو الصحيح ؛ لأن النبي صلى الله عليه وسلم كان يعتكف كل رمضان في العشر الأخيرة، ومعلوم أنّ المعتكف لا يقرب نساءه، قال تعالى :{وَلَا تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ} [البقرة: 187] ، فما فائدة الإخبار بذلك؟ فيكون المراد الثاني ، والعلم عند الله تعالى.
وأحيا ليله : استغرقه في السهر للعبادة .
وعنها رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أنها قالت : كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَجْتَهِدُ فِي الْعَشْرِ الْأَوَاخِرِ مَا لَا يَجْتَهِدُ فِي غَيْرِهِ [مسلم] .
قال العلماء : كان صلى الله عليه وسلم يفعل ذلك ؛ طلباً لليلة القدر .
،۶وظیفه اعتکاف دۍ، .هرمسلمان ته چی ممکن وی  بایدپه دغوشپوکی اعتکاف وکړی  په صحیح البخاری کی له عائشې رضی الله عنهاڅخه داسی روایت   راغلی دۍ چی رسول صلی الله علیه وسلم به په هررمضان کی  اعتکاف کاؤ،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery