مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-05   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک۲۸،برخه دمنظمو درسو۲۲ دلیلة القدر دنزول اوتسمیی سبب

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

رمضان مبارک۲۸،برخه دمنظمو درسو۲۲ دلیلة القدر دنزول اوتسمیی  سبب
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم
دلیلة القدردسورت اودلیلة القدردشپې دنزول سبب
محترمووروڼودرې شیان ددې سبب وګرزېدل چی دلیلة  القدردسورت اودلیلة القدردنازیلېدوسبب سول،اول شی داؤچی نبی کریم صلی الله علیه وسلم یوه ورځ دبنی اسرائیلواحوال وصحابه ؤته بیانه ول  په دې منځ کی دبنی اسرائیلودیوه زاهدذکروسو کوم چی شمعون یاسمنون نومېدی چی زرمیاستی یې دالله پاک په عبادت کی تېری کړې وې چی دورځی بې روزه نیوله اوجهادبې  له کافرانوسره کاوه اوپه شپه کی بې لمونځ کاوه نواصحابوعرض وکړچی ای دخدای رسوله موږبه په څه ډول ددغه سړی  وثواب ته ورسېږوچی زموږټول عمرله شپېتوتراویاکلوپوری دۍ  چی دریمه برخه یی په خوب کی صرفېږی اویوه حصه یې دمعاش په برابرېدوکی تېرېږی  اویوه برخه یی په مرضووغیره کی تېرېږی  نوبه دعبادت دپاره څه پاته سی رسول صلی الله علیه وسلم هم ددې خبری په اورېدوسره پرې شانه سو نوالله پاک دلیلة القدرسورت نازل کړنوپه دغه سره ودوی ته داتسله ورکړه سوه چی تاسی دخپلوکموعمروپه وجه ددې اندېښنه مکوۍ چی ستاسی ثوابونه به دقیامت په ورځ دبنی اسر ائیلودعابدانوترثوابوکم وی ځکه چی تاسی ته موږپه کال کی یوه داسی شپه درکړیې ده چی هغه شپه ترزرومیاستوبهتره ده اوعبادت په هغه شپه کی دزرومیاستوترعبادت بهتردۍ چی دلیلة القدرشپه ده ،دوهم شی چی سبب دنزول دمذکورسورت ؤداؤچی یوه ورځ ورسول علیه السلام ته له الهی لوری څخه دده دامت عمرونه وروښودل سول چی اکثردشپېتو اواویاؤکلو ترمنځ ؤنوپه دې وجه دَیْ مبارک ډېرخفه سوځکه چی له ده سره دافکرپیدا سوچی دنوروامتوعمرونه بېخی ډېرؤ اوزمادامتیانوعمرونه دونه کم دی  نودقیامت په ورځ به دنوروامتوثوابونه ځماپرامت باندی ډېروی  نودده مبارک دتسلې دپاره مذکوسورت نازل سو اودریم شی چی دمذکوره سورت دنزول سبب ؤداؤچی ورسول علیه الصلوة والسلام ته په خوب کی وویل سول چی له تاڅخه وروسته به دبنی امیه  ظالمان دبیزوګیانوپه شان یوله ابل څخه وروسته ستاپرممبرباندی کښېنی اوپرخلګوبه ظلمونه کوی  نودې  خوب دَََََیْ مبارک ډېرپرېښانه کړنوالله پاک پرده باندی داسورت نازل کړچی په دې کښی وده ته داتسله ورکړه سوه چی ته مه پرېښانه کېږه ځکه ددوی ټوله موده دحکومت به زرمیاستی وی بیابه خلګ ددوی له مظالموڅخه خلاص سی،،انظرتفسیرعزیزی ،ص۲۵۷پاره عم
،دلیلة القدردتسمیې وجه ،
محترمووروڼود،لیلةٌ،لفظ وشپې ته ویل کېږی اود،قدر،لفظ په عربی اوشرعی استعمال کی په ډېرومعناؤکی مستعمل سوی دۍ چی په دې ډول دی ،۱،مقداراورتبه،۲،بزرګی اوشرف،۳،تقدیراواندازه کول،وشب قدرته چی لیلة القدرویله کېږی  داځکه چی په دې کی دغه درې سره ماناوی  موجودی دی ځکه چی داشپه لیلة المقداروالرتبه هم ده په دې وجه چی  په دغه شپه کی دصالحانو،عابدانومقدارونه اومرتبې چی ددوی دتېرسوی کال دعباداتومحصول اوثمره ده  ټاکلې کېږی اووملائکه ؤته اطلاع باندی حاصلېږی ،اودارنګه دامقدسه شپه لیلة الشرف هم ده ځکه چی دغه شپه پرنوروشپوباندی په متعددووجوسره شرف لری  اول په دې وجه سره چی دالله پاک تجلی په دغه شپه کی له ماښام څخه بیاترسهاره پوری  وحال دبندګانوته متوجه کېږی او له الله جل جلاله سره وبندګانوته معنوی قرب اونزدېکت حاصلېږی دوهم په دې وجه سره چی ملائکه اوعالم ارواح دصالحانواوعابدانودملاقات دپاره له اسمانوڅخه و ځمکی ته راکښته کېږی چی له دې امله په دغه شپه کی دعبادت او طاعت لذت اوخوند دنوروشپودعباداتودحلاوت په نسبت ډېر زیات وی ،همدارنګه په دغه شپه کی دتقدیرمعنی هم سته داشپه لیلة التقدیرهم ده داځکه چی دبرات دمیاستی په پنځلسمه شپه کی دالهی دستورموافق هغه معلوماتونه ټول  له لوح محفوظ څخه دلیکنی په ذریعه رااخیستل کېږی کوم چی په راتلونکی کال کی تربل رمضان مبارک پوری خلګ ورسره مخامخ کېږی  اودلیلة القدرپه  شپه کی بیادغه لیکنی ومؤظفوملائکوته سپارلې کېږی .تفسیرعزیزی وغیره،والسلام ومن الله التوفیق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery