مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-06   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک۲۹،برخه دمنظمو درسو۲۳ دلیلة القدر فضائل

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

 

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم

 

دلیلة القدر فضېلتونه،اوپکښی تاریخی  پېښی

محترموو روڼودلیلة القدر دشپې  فضېلتونه اوعظیم شان  اوپه دغه شپه کی  دعبادت اودعاارزښت دهرمسلمان  په ذهن کی بایدمستقروی   دامبارکه اومقدسه شپه  خوراد بې  مثاله فضائلودرلودونکې شپه ده  اوپه دې  شپه کی  خوراسترعظېم الشانه  تاریخی  واقعات منځ ته  راغلی دی چی هریویې  ددغی  پاکی  شپې  پرعظمت اوفضېلت باندی  کافی دلیل دۍ چی  دادۍ اوس   نمبرواره ددغی شپې   فضائل اوتاریخی  پېښی  درته ذکرکوم(۱)الله پاک دملائکوتخلیق په دغه مبارکه شپه دلیلة القدرکی کړَیْ دۍ(۲)دجنت ددرختونهال هم په دغه مبارکه شپه کی ایښوول سویدۍ(۳) دحضرت آدم  علیه السلام دخلقت اوپیدايښت ماده هم په همدغه مباکه شپه کی دالله په حکم سره راجمعه سوئې ده،تفسیرعزیزی (۴)  له  لوح محفوظ څخه  وبیت العزت ته چی په اول اسما کی دیو خونی نوم دۍ دفعةً،په یوه وارنازل  دلیلة القدرپه شپه نازل سوَی دۍ(۵)پرحضرت محمدصلی الله علیه وسلم باندی  چی قرآن کریم نازلېدَی  نواول شروع  یې په رمضان کی  دلیلة القدرپه شپه کی  وسوه  لکه چی الله پاک فرمایلی دی ،:{ إنا أنزلناه في ليلة القدر} .دغه مبارک قول دخدای پاک دالفاظودعموم په وجه ودواړه قسمه نزول ته شامل دۍ(۶)دغه مبارکه  شپه  ترزرومیاشتوبهتره ده اوعبادت په دغه شپه کی  دزرومیاشتوترعبادت  بهتردۍ  دلیل ددی داقول دخدای دۍ چی،(لیلة القدرخیرمن الف  شهر) اوشان نزول  ددغه سورت دۍ  پوسه  چی زرمیاستی  دره اتیاکاله اوڅلورمیاستی  کېږی ،والسلام ومن الله التوفیق نوربیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery