مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-07   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک۳۰،برخه دمنظمو درسو2۴ دلیلة القدر فضائل

رمضان مبارک۳۰،برخه دمنظمو درسو2۴ دلیلة القدر فضائل

رمضان مبارک۳۰،برخه دمنظمو درسو2۴ دلیلة القدر فضائل

رمضان مبارک۳۰،برخه دمنظمو درسو2۴ دلیلة القدر فضائل

بسم الله الرحمن الرحیم

 

دلیلة القدر فضېلتونه،اوپکښی تاریخی  پېښی

محترموو روڼودلیلة القدر دشپې  شپږ فضېلتونه په تېره برخه کی ما درته بیان کړل  په برخه کی ۷،او۸،او۹او،۱۰او۱۱،فضیلت ددغی شپې درته بیانه وم چی په دې ډول دۍ

(۷)دلیلة القدرپه شپه کی ترراتلونکی رمضان پوری  چی څه وانسانانوته دالله جل جلاله له طرفه ورپېښېږی  لکه مرګ  ژوند فقرغنیتوب عزت اوبې عزتی  ناجوړی اوصحت  وغیره  داټول  یاپه دغه شپه کی له لوح محفوظ څخه  ملائکه رانقل کوی  اوترآینده رمضان پوری ددې مطابق اجراءات کېږی  لکه چی ابن کثیرویلی دی په خپل تفسیرکی  اوپه دغه آیت کریمه سره یې دلیل  نېولی دۍ چی {فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ }اوعبارت  دده دادی:" وقوله: {فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ } أي: في ليلة القدر يفصل من اللوح المحفوظ إلى الكتبة أمر السنة، وما يكون فيها من الآجال والأرزاق، وما يكون فيها إلى آخرها. وهكذا روي عن ابن عمر، وأبي مالك، ومجاهد، والضحاك، وغير واحد من السلف" [تفسير القرآن العظيم (7/246)] اویا نقل له لوح محفوظڅخه خودبرات د میاستی دپنځلسم په شپه کی کېږی  مګرددغه نقل  سپارل واړونده ملائکوته په دغه شپه کی دلیلة القدر کېږی

پوسه چی  دالله له طرفه کتابت اولیکنه  کومه چی ترکائناتوپوری مربوطه ده  مختلف ډولونه لری اول ډول یې  کتابت په لوح محفوظ کی  دۍ دغه کتابت  تغیراوبدلون  نه قبلوی  همداوجه ده چی  لوح محفوظ ورته ویل کېږی ځکه چی کوم څه چی په ده کی لیکلی دی هغه له تغیرڅخه محفوظ دی اوتغیرسی راځی  دلوح محفوظ له نوشتې څخه بغیرپه نوروډولودکتابت کی راځی  لکه  الله پاک چی فرمایلی دی {يمحو الله ما يشاء ويثبت وعنده أم الكتاب} [الرعد: 39].،دوهم ډول  یې هغه لیکنه ده چی پربنې آدم باندی په هغه  وخت کی کېږی چی  دوی دمیندوپه نسوکی  وی  ځکه کله چی دانسان  دمورپه نس کی  څلورمیاستی پوره سی نوالله پاک وده ته هغه ملک ورولېږی کوم چی  دمَنْدوپررحموباندی مقرراومؤظف دۍ  نودالله پاک په اذن سره په ده کی روح  پوکړی  اوالله پاک ودغه ملک ته حکم  اوامروکړی  چی  ددغه انسان  څلورشیان ولیکی ،۱،،،رزق دده،۲،اجل دده،۳،عمل دده،۴،داچی دَی شقی بدبخته دۍ اوکه سعید اونېک بخته دۍ، دریم قسم  حولی اوسنوی کتابت بلل کېږی کوم  چی دلیلة القدرپه شپه کی کېږی ،لکه الله ،پاک چی فرمایی{فيها يفرق كل أمر حكيم} [الدخان: 4].اوڅلرم قسم کتابت  دعملناموده  کومی  چی دکراموکاتبینوپه لاسوکی دی  خودغه اخېری کتابت له عمل څخه وروسته کېږی  اوړومبنی درې کتابتونه ترعمل له مخه دی(۸) ددغی مبارکی شپې  په مدحه اوصفت کی  دقرآن  پاک  یومکمل سورت نازل سویدۍ  چی دلیلة القدرسورت دۍ(۹) دقدرپه سورت کی دلیلةالقدرپه باره کی الله پاک فرمایلی دی{وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ}په قرآن کریم کی دالله پاک عادت پردې باندی جاری دۍ چی  دغه ډول کلام  دهغه شی په شان کی فرمایی چی  هغه بې انتها دعظمت خاوندوی  لکه(  وماادراک مایوم الدین((۱۰)په دغه شپه کی ملائکه اوجبرائیل علیهم السلام  ډلی ډلی  وځمکی ته رانازلېږی{ تَنَزَّلُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ }
قال ابن كثير رحمه الله : " أي يكثر تنزل الملائكة في هذه الليلة لكثرة بركتها ، والملائكة يتنزلون مع تنزل البركة والرحمة ، كما يتنزلون عند تلاوة القرآن ، ويحيطون بحلق الذكر ، ويضعون أجنحتهم لطالب العلم بصدق؛ تعظيما له ، وأما الروح فقيل المراد به ها هنا جبريل عليه السلام ، فيكون من باب عطف الخاص على العام " [تفسير ابن كثير (4/532)](۱۱) . په دغه  شپه کی  سراسر له شراوفساداوفتنوڅخه  سلامتیا موجوده ده لکه الله چی فرمایی{ سلام هي حتى مطلع الفجر }
أي سالمة من الشرور ، فلا يكون فيها شيء من ذلك كما قال قتادة وغيره من السلف .

والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery