مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-07   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک۳۱،برخه دمنظمودرسو۲۶ دلیلة القدرشپه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

 


رمضان مبارک۳۱،برخه دمنظمو درسو۲۶ دلیلة القدر کومه شپه ده

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم

 

،دلیلة القدرشپه په اخیری لسوشپوکی کومه شپه ده،

محترمو سنت اوحدیثونه دنبی علیه الصلوة و السلام  داسی هم راغلی دی چی  دیوویشتم شپه ده اوداسی هم راغلی دی  چی ددرویشتم شپه ده اوداسی هم راغلی دی چی  دپنځویشتم   شپه ده اوداسی   هم راغلی دی چی داوه ویشتم شپه ده  اوداسی  هم راغلی د ی چی دنهه ویشتم  شپه ده اوداسی هم راغلی دی چی درمضان اخیره شپه ده اوپه صحیح حدیث کی راغلی دی چی تاسی  فکرکوی  طلب کوۍ دلیلةالقدرپه اخیری لسوشپوکی درمضان :«تَحَرَّوْا لَيْلَةَ الْقَدْرِ فِي الْعَشْرِ الْأَوَاخِرِ مِنْ رَمَضَانَ» .داروایتونه پردې باندی دلالت کوی چی دلیلة القدرشپه په دغواخیری  لسوشپوکی له یوې شپې وبلې ته نقل کېږی مثلًایوکال ددرویشتم شپه وی بل کال بیا کېدای  سی  چی دپنځه ویشتم شپه وی  نومسلمان  بایدپه دغولسوشپوپه ټولوکی زېاروکاږی
دلیلة القدردشپې  دپټ والی  سبب 

محترمو ظاهره خودحدیث له  رویه داسی  معلومېږی چی  نبی علیه السلام راروان ووچی  اصحاب  په  دې خبرکړی  چی فلانئ شپه دلیلة القدرشپه ده که ګوری  چی د دوونفروسره جنګ دۍ نوددغی ګناه په سبب  دلیلة القدرعلم  پورته سونونبی  علیه الصلوة والسلام  واصحابوته وفرمایل چی زه له کورڅخه راووتلم چی تاسی  ته دلیلة القدرله شپې څخه خبردرکم خوددوونفرودجنجال په سبب یې علم پورته سواوښایی چی دابه درته خیروی،دحدیث الفاظ دادی 

: في صحيح البخاري قال عُبَادَةُ بْنُ الصَّامِتِ رضي الله عنه : إنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ يُخْبِرُ بِلَيْلَةِ الْقَدْرِ ، فَتَلَاحَى رَجُلَانِ مِنْ الْمُسْلِمِينَ ، فَقَالَ :«إِنِّي خَرَجْتُ لِأُخْبِرَكُمْ بِلَيْلَةِ الْقَدْرِ ، وَإِنَّهُ تَلَاحَى فُلَانٌ وَفُلَانٌ فَرُفِعَتْ ، وَعَسَى أَنْ يَكُونَ خَيْرًا لَكُمْ ، الْتَمِسُوهَا فِي السَّبْعِ وَالتِّسْعِ وَالْخَمْسِ» .والسلام ومن الله التوفیق،نوربیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery