مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-08   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک۳۲،برخه دمنظمودرسو۲۷ دلیلة القدرشپه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته


رمضان مبارک۳۲،برخه دمنظمو درسو۲۷ دلیلة القدر کومه شپه ده
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم

،دلیلة القدرشپه په اخیری لسوشپوکی کومه شپه ده،
محترموپه تېره برخه کی  می هم په دې اړه څه بیان  درته وکړپه دې برخه کی پاته بیان درته  کوم
پوسه چی په دې باره کی چی لیلةالقدرکومه شپه ده څلویښت  قولونه علماؤذکرکړی دی  اوغوث الاعظم رحمه الله  په غنیه  کی دپنځوستوقولوذکرکړیدۍ  خوراډېراختلاف پکښی  موجوددۍ، میافقیرالله رحمه الله دقطب  الارشادپه ،۴۶ص،کی ذکرکړی دی  چی مختار قول دادۍ چی دغه ښپه دټول کال په شپوکی پټه د ه یعنی دکال په هره شپه کی دااحتمال سته چی دادی دلیلة القدرشپه وی  هوزیات امیدیې بایددرمضان په شپوکی وسی   خاص بیاپه اخیری لسوشپوکی  په هغوکی بیاخاص په طاقوشپوکی اوغالبه وقوع یې ځموږداحنافوپه نزد اودجمهوروعلماووپه نزدسلفاًوخلفًا درمضان داوه ویشتم په شپه ده اودامام شافعی رحمه الله په نزدیې غالبه وقوع دیوویشتم اودرویشتم په شپوکی ده اوپه نزد امام مالک رحمه الله یې  غالبه وقوع درمضان دنهه ویشتم په شپه کی ده،خوحضرت غوث الاعظم شیخ عبدالقادرجیلانی   دخپل کتاب الغنیه  په  ،۱۱ص کی د،۲ج  بیاداسی تحقیق کړی دۍ   چی دلیلة القدر دشپې په اخیری لسیزه کی درمضان مبارک به طلب کېږی   اوډیره ټینګه احتمالی شپه یې داوه ویشتم شپه ده  اودامام مالک رحمه الله په  نزداخیری  لس ورځی  درمضان ټولی  په احتمال  کی دلیلة القدرسره برابری دی اودامام شافعی رحمه الله  په نزدیوویشتمه شپه درمضان ترنوروشپوزیات  احتمال دلیلة القدرلری
اومذهب دحضرت عائشې رضی الله عنها دادئ چی دنهه و یشتم شپه دلیلة القدرشپه ده اوحضرت ابوبرده اسلمی رضی الله عنه ویلی دی چی ددرویشتم شپه دلیلة القدرده اوحضرت ابوذراوحسن رضی الله عنهما فرمایلی دی  چی لیلة القدردرمضان پنځویشتمه شپه ده اوحضرت بلال رضی الله عنه له نبی علیه السلام څخه داسی روایت کړَی دئ چی دلیلة القدرشپه دڅلرویشتم شپه ده اوابن عباس اوابَی بن کعب رضی الله عنهما ویلی دی چی لیلة القدردرمضان مبارک داوه ویشتم شپه ده،اودلیل پردې باندی  چی ترنوشپوداوه ویشتم شپه دلیلة القدر دشپې ‌ډېراحتمال لری  هغه حدیث دئ چی امام احمدبن حنبل رحمه الله یې روایت کړیدئ په خپل اسنادسره له ابن عمررضی الله عنه څخه  چی ده ویلی دی چی اصجابودرمضان په اخیری لسوکی درګرده  خپل لیدلی خوبونه ورسول علیه السلام ته دشب قدرپه باره کی ویل  نورسول علیه السلام ورته وویل چی زه ګمان کوم چی ستاسی خوبونه پردې باندی سره موافق دی  چی دلیلة القدرشپه داوه ویشتم شپه ده  هرڅوک چی لیلة القدرغواړی نودې  داوه ویشتم په شپه  درمضان غواړی حضرت غوث الاعظم رحمه الله داهم ویلی دی چی له حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه داسی روایت هم کېږی  چی ده وحضرت عمررضی الله عنه ته وویل چی ما په اعدادوکی نظر وکړنوترعددداوه می بل ډېرلائق عددپیدانکړ بیای وویل چی اسمانونه اوه دی زمکی اوه دی  شپې اوه دی  افلاک اوه دی ستوری یعنی سیاره ستوری اوه دی  دصفااومروه په منځ کی سعی اوه کرته ده  طواف پرکعبه شریفه باندی اوه شوطه دئ ویشتل دجمرو.دشیطانانواوه دی اندامونه دانسان اوه دی  دفاتحې دسورت ایاتونه اوه دی  قرائت دقران  کریم پراوه حرفه باندی سویدی اوسجده پراووانداموباندي کيږی اودجهنم دروازې اوه دی اونومونه يې اوه دی اودرکات یې اوه دی اواصحاب کهف اوه نفره وواودعادقبېله الله پاکپه بادسره  په اووشپوکښي هلاکه کړه ا ويوسف عليه السلام په بندیخانه کی اوه کاله تېرکړه پرحضرت ايوب عليه السلام باندي چی کومه ابتلاراغله نواوه کاله يې دوام پیداکړحضرت عائشه داووکالووه چی رسول عليه السلام نکاح ورسره وکړه اودحضرت موسی علیه السلام اوږدوالی يې اووه ګزه ؤاودعصا،لکړی اوږدوالی يې هم اووه ګزه وو،الغنیه،ج۲،ص۱۱و۱۲،والسلام  ومن الله التوفیق،نوربیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery