مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-09   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان۳۳،دمنظمو درسو۲۸ رمضان بایدڅنګه رخصت کړو

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم
رمضان بایدڅنګه رخصت کړو؟
ګرانومومنووروڼورمضان مبارک پرموږاوپرتاسی با ندی هغه الهی رحمت ؤچی مثال اونظیریې نسته په دغه میاست کی زموږنفلی عبادت دفرضی عبادت ثواب درلودئ اوفرضی عبادت موداویافرضی عبادتوثواب درلودئ  په دغه میاست کی دجنت اورحمت اودطاعت  دروازې خلاصی وی اوددوزخ اودمعصیت دروازې بندی وی په دغه میاست کی سرکښه د شیطانانو په الهی ځنځیروتړلی ؤپه دغه میاست کی دترا ویحومقدس عبادت ترسره کېدئ  اوسنت تراویح اووترپه جماعت سره کېدل  چی په بل وخت کی داسی نسی کېدلای داهغه میاست وه چی اول یې رحمت ؤاومابین یې مغفرت ؤاواخیریې عتق من النارؤداهغه مقدسه میاست وه چی په دې کښی په ډېرشوق اوذوق سره مومنانوصدقې تلاوتونه تسبیحات تهلیلات تکبیرات استغفاراوداستعاذومقدسی وظیفې  ترسره کولې اوهریوه ځانګړی برکات اوتاثېرات درلودل هورمضان هغه میاست وه چی دهررووزه مات پرمهال الله پاک په زرهاؤددوزخ مستحقین  له دوزخ څخه ازاده ول  اوپه شباروزکی اوپه هروخت دافطارکی هرمومن مسلمان یوه مستجابه اومقبوله دعادرلوده په رمضان کی  دمسلمانانوروحی بدنی اودینی اودنیوی اواقتصادی ګټی موجودی وې  درمضان روزه دډیرولاعلاجه امراضودواوه رمضان دمسلمانانوپه زړوکی دتوددمرحمت  همدردئ اوایثاراووحدت اواسلامی اخوت دخاطرودپیداکېدومیاست وه په رمضان کی دروزې مقدسه فریضه ترسره کېدله په رمضان کی دلیلة القدرشپه وه چی ترزرومیاستوبهتره ده اوپه دغه شپه کی جبرئیل علیه السلام سره له اویازروپرښتووزمکی ته راکښته کېږی اوپرناستوخلګوجبرائیل سلام وایی اوپربیدوخلګونورملائکه سلام وایی اوپرولاړوخلګویعنی په عبادت کی الله پاک په خپله سلام وایی نوداسی عظیم نعمت چی له موږڅخه لری کېږی ،داسی مقدس مېلمه چی له موږڅخه رخصتېږی موږبایدڅه وکړو،محترمومسلمانانووروڼووموږته پکارده چی دغه یوڅوشیان په جدی ډول بایدعملی کړو(۱)درمضان مبارک اودروزې عظیم شان په خپلوذهنوکی بایدراحاضرکړو اوددغه سترنعمت دزوال په وجه با  یدپه زړوکی غم درداوارمان پیداکړو(۲)په دې خبره کی بایدزیات فکربندکړوچی الله پاک به زه له دغی میاستی څخه بختور مقبول اومقبول العبادته اوواجب الاجره راایستلی یم  اوکه څنګه (۳) هغه عادت چی په رمضان کی موږله طاعت اوعبادت سره نیولئ دی بایدپرې نږدواوټیګ یې کړو(۴)په ډېره عاجزی سره بایددادعاوی کووچی الله پاکه ته خوزمااودټولومسلمانانوروژې اوعبادتونه قبول کړې(۵)هرمسلمان بایددټولومسلمانانودوحدت اوهدایت اودکامیابئ اودکفارودمغلوبیت اورسوایی دپاره دعاوی وکړی(۶) داخترپه مبارکوشپواوورځوکی بایدهرمسلمان خپل مرده ګان اوټول مړه دمسلمانانوپه دعا خیرات اودذکرتلاوت وغیره دثواب په وربحښلوسره یادکړی(۷)هرمسلمان بایدداخترپه مبارکوورځوکی دفسادله کاروڅخه ډډه وکړی(۸)هرمسلمان بایدپه دې ډول وی چی درمضان له تېرېدو سره سم یې په ټولوبدوعاداتوکی تغیرراغلی وی اوکه بالفرض له رمضان څخه وروسته هم بیادپه خوا په شان لړلَیْ وی نوپه دې دی پوه سی چی رمضان عبث باندی تېرسوی دئ،،والسلام ومن الله التوفیق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery