مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-10   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

صدقة الفطراوله روزې سره ددې تړون

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

                     

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم

محترمواسلامی وروڼوصدقة الفطریاپه  پښتوتعبیرسرسایه دمختلفوحکمتوله وجی داسلام په پاک دین کی  مشروع سویې ده چی یوه برخه دهغوپه دې شرحه ده،۱،مسلمان انسان بایدلکه څرنګه چی دمال زکوة باسی باندی فرض دۍ دارنګه بایددخپل ځان اودهغه چی دده ځان په حکم کښی وی لکه کوچنئ نابالغ اولادزکوة هم وباسی  نوروزه دبدنی عبادت  له جملې څخه زکوة دۍاوسرسایه دمالی عبادت له جملې څخه ،۲،څرنګه چی روزه اوتررمضان پوری دزونددرازیدل اوبیادرمضان میاست په عبادت کی تېره ول  دالله پاک عظیم نعمتونه دی اوشکرغواړی نوداخترلمونځ یې هغه شکردۍ چی له بدنی اواجتماعی عبادت سره تعلق لری اوسرسایه یې هغه شکردۍ چی له مالی عبادت سره تعلق لری ،۳،څرنګه چی داخترپه ورځ بنده ګان دالله پاک دعطایاؤاوجائزوطمع اوامیدکوی  نووس داره خلګ په سرسایه سره امرکړه سویدی  چی هغه ناداره خلګ چی ودوی ته طمع کوی  خوشحاله کړی  ترڅوچی دوی بیادالله پاک له لوری  خوشحاله کړه سی،۴،څرنګه چی داخترپه ورځوکی  الله پاک پربندګانوباندی  بېحسابه بخششونه کوی نوپرغنیانوخلګوهم سرسایه واجبه سویې ده چی متخلقین بِاخلاق  الله وګرزی ،۵،او،۶،په یوه مبارک  حدیث کی رسول  علیه الصلوة والسلام فرمایلی دی چی سرسایه دروزه دارپاکوونکې ده له چټی اوعبثوخبرواوکاروڅخه کوم چی په روزه کی یی کړی وی اودارنګه روزه دارله هغوفحشوخبروڅخه هم پاکوی کومی چی په رمضان کی ورڅخه سویې وی اودارنګه سرسایه دمسکینانو  خورکه ده یعنی یوحکمت دسرسایې دواجب والی داده چی  پرمسکینانورحم او مهربانی وکړه سی،حدیث دادۍ،

عن ابن عباس رضي الله تعالی عنهما قال فرض رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم  صدقة الفطرطهرة للصائم من اللغووالرفث وطعمةللمساکين فمن اداها قبل الصلاة فهي زکاة مقبولة، ومن اداها  بعدالصلاة فهي صدقة من الصدقة ـ  رواه ابواداودوابن ماجه والحاکم وقال صحيح علی شرط البخاري ـ  دارنګه په یوه بل حدیث کی راغلی دی چی روزه ترهغه پوری داسمان اودزمکی په منځ کی راځړېږی اودقبول ومقام ته نه پورته کېږی  چی روزه دارسرسایه ونه باسی،حدیث  دادی،عن جريررضي الله تعالی عنه قال رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم  صوم شهر رمضان معلق بين السماء والارض  ولايرفع الابزکاة الفطر ـ رواه ابوحفص ابن شاهين في فضائل رمضان ،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery