مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-04   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

په اسلام کي دوالدینوحقوق،

 په اسلام کي دوالدینوحقوق،

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

الحمددلله وکفی والصلوة والسلام علی من الله اصطفی وعلی اله واصحابه انوارالهدی محترمووروڼوتاسي ته معلومه ده چي په موجوده زمانه کي دخالق اودمخلوق ددواړوحقوق پایماله سوي دي هرڅوک له بل څخه خپل حق په پوره پيمانه غواړي اوکوم حق سي دبل  چاپرده باندي وی نوپه هغه بياسترګي پُټوي  هرڅوک په اوسنئ جامعه کي شپه اوورځ داناري وهي چي زماحق ضائع سويدئ  خوکوم حقوق چي ده دخلګوضائع کړي دي نوپه هغه کي هيڅ فکراوسوچ هم نه بنده وي  چی له دي جملې څخه دموراوپلارحقوق هم دي هرپلاراومورچي په ټولنه کي نن زه وينم نوددوئ زندګي له خپلواولادوسره په د ې ډول ده چي ګواکي  دوئ  دخپلواولادومريونه وي اويائې ځامن وي چي دادآخرت له علاموڅخه يوه ستره علامه ده لکه چي د حديث  دجبریل کوم چي بخاري وغيره ئې روايت کړَي دئ دغه جمله چي ،اذاولدت الامة ربتها،دد ې خبري ګواه ده سره له د ې چي اطاعت دوالدينوپرځوئ اولورباندي په رواکاروکي فرض عین دئ قطب الارشاداونورمعتبرکتابونه په د ې باره کي وګورئ  په قرآن کريم کي په ډېروسختو الهي  تاکيداتوسره دوالدینودحقوقوپه باب کي  آیاتونه راغلي دي لکه  ،ووصينا الانسان بوالديه ،اولکه ،ولاتقل لهمااف ولاتنهرهماوقل لهماقولاًکريمًا،اودموراوپلارنافرماني ترشرک رالاندي ددوهمي غټي ګناه په توګه رسول عليه السلام ذکرکړيې ده،ان من اکبرالکبائرالاشراک بالله وعقوق الوالدين،بخاري وغیره په همد ې سبب دلته دوالدینوحقوق ومسلمانووروڼوته بيانه وم چي په د ې شرحه دي     

 اول حق:

 هغه وخت چي والدين احتياج ولري ستا وخوراکي شيانوته  نوته بايد هغه خوراکي شيان ودوۍ ته ورکي که ستاقدرت ؤـ

دوهم :

 هغه وخت چي والدين ولباس ته ضرورت ولري نوته ودوۍ ته بايد هغه لباس ورکړې که دي چيري وس ؤ ـ

دريم:

 هغه وخت چي والدين محتاج سي ستاوخدمت ته  نوته بايد ددوۍ خدمت وکړې ـ

څلورم:

هغه وخت چي والدين وتاته نعره وکړې  نوته بايد ودوۍ ته حاضر سې اوورته ووايې چي کوم خدمت دئ چي زه يې اجراءکړم ـ

پنځم:

 چي والدين  تاته په يوشي امر وکړي  نوته بايددهغوۍ اطاعت وکړې ددوۍ اطاعت پرتا لازم دۍ په رواکار کښي  ـ

شپږم :

 دتجارت لپاره تلل بې اجازې دموراوپلار وزوئ ته ندي روا کچيري دفرضي حج په وخت کښ موراوپلاروخدمت ته  محتاج وي نو بايد حج وځنډوي اودموراوپلاراطاعت بايدوکړي اوکچيري مور اوپلار وخدمت ته محتاج نه وه نوبيادي خپل فرضي حج وکړي اوکه لاره خطرناکه وه نوبيادي دموراوپلاربې اجازې نه وزي که دموراوپلارپکاروي که يې نه وي پکار اوهر سفر پرسفردحج  قياس دۍ (فتاوی قاضي خان ) اوبايد خبري له والدينوسره په نرمي سره وکوي ،اوبايد والدين په نامه ياد نکړي  اوپه وخت کښي دملګرتيادموراوپلار بايدپه لارکي تردوئ لمخه نسي ،هغه شي  چي په حق کښي دځان يې خوښه وي بايد دموراوپلارپه حق کي  يې هم خوښه وي                   

والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery