مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-12   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دکاغذاوقلم ارزښت اوحقوق،

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
دکاغذاوقلم ارزښت اوحقوق،
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم،قدرمنود يني وروڼودپورتنئ موضوع دانتخاب باعث دادئ  چي نن صبادخلګوله فهمو څخه دقلم اوکاغذ ارزښت بېخي غورزېدلي دئ  اوزیات خلګ يې په ډېره بې احترامه توګه سره استعمال کوي اوپه دې  باره کي عالي قدرورورسراج الدين کليوال   هم له ما څخه په ډېرتاکیدسره  دیوه اسلامي اوشرعي تحقیق غوښتنه وکړه ،،نوځکه مي داموضوع وڅېرله،
ګرانووروڼوکاغذاوقلم له يوه پلوه له سترواسلامي مقدساتوڅخه دئ  اوله بله طرفه دانسانانواجتماعي اوانفرادي سياسي اواقتصادي ټول معاملات اوضوابط اواصول دکاغذاوقلم په برکت سره ساتل کېږي نولهذا وقلم اوکاغذته لکه څرنګه چي بي مثله تقدس اوعظيم منزلت حاصل دئ  عقلي اوانساني متفق عليه تقدس اوقدرهم ورته حاصل دئ نوپه د ې وجه ددوئ دواړو احترام دهرانسان دپاره ضروردئ اوبي  ځایه  اوعبث کارول يې شرعي اوعقلي اوانساني جرم دئ  راسئ چي اول دقلم اوکاغذتاريخي اوشرعي اهميت اوعظمت وپېژنوچي شرحه يي داده
،۱،دالهي تخليق شروع اوپیل دالهي قلم اودلوح مجفوظ په تخلیق سره سويدئ هغه لوح محفوظ چي دهغه پرځاي اودهغه په بدل کي زموږدپاره کاغذمقررسويدئ  ،۲،دکائناتوټوله فلسفه دقلم په واسطه په لوح محفوظ کي ليکله سوي  ده،۳،قلم اول هغه سترالهي مخلوق دئ  چي په الهي امراوخطاب اومکالمه سره مشرف سويْ دئ،۴،قلم  اول مخلوق دئ کوم چي الهي  حکم ئې پرځاي کړَيدۍ دد ې خبرودثبوت دپاره دغه نبوي مبارک حديث ولولۍ( عن عبادة بن صامت قال قال رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم
 ان اول ما خلق الله القلم فقال له اکتب قال مااکتب قال اکتب القدر  فکتب ماکان و ماهوکائن الی الابدـ)
 رواه الترمذی وقال هذاحدیث غریب اسنادا
،۵،قلم هغه عظیم الشانه  موجوددئ چي دقرآن کريم هغه پنځه آياتونه چي ترنوروټولوقرآني آیاتوله مخه نازل سوي دي کوم چي داقرأ دسورت ړومبني آياتونه دي دقلم اودتعلیم بالقلم  ستاینه کوي  اودالهي  انعاماتواوخدايي قدرت عظیمه نمونه يې ګڼي
العلق
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (5)
 ،۶،قلم هغه سترمخلوق دئ  چي  په ده سره اوله ليکنه  الهي قدرت کړيې  ده،عن عبدالله بن عمرو قال قال رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم (کتب  الله مقاديرالخلائق قبل ان يخلق الارض بخمسین الف سنة قال وکان عرشه علی الماء ـ رواه مسلم)،۷،قلم یوله هغوعظيمومخلوقاتودئ چي الله پاک په قرآن پاک کي په هغوئ سره قسم کړَيْ دئ لکه چي فرمايي (ن، والقلم ومایسطرون)
،دقلم اوکاغذپه واسطه کرام کاتبين دانسانانونيک اوبدعملونه ليکی دقلم اوکاغذپه واسطه قرآن اوحديث  نبوي ترقیامته پوري محفوظ دي ،نومحترمووروڼودقلم اوکاغذله دونه عظيم شان  سره سره چي يوڅوک ددوي دواړواحترام نساتي  يابې ځایه خطونه په ليکي  يايې په لارواوکوڅوکي بلکه په مرداروځايوکي  غورځوي،ډېرداسي ناپوه کشران سته چي په بازاروکي په بیت الخلاؤیاپه حماموکي پرديوال يا پرکاغذباندي  خطونه ليکي اوځيني ډېري دبېحيايي خبري هم ليکي  چي داشرعا ډيروګناوولره متضمن دئ  ،۱،تبذير،اوالله تبذیرکوونکي دشيطانانو وروڼه بللي دي ،ان المبذرین  کانوا اخوان الشیاطین،۲،اسراف،۳،دکاغذاوقلم اهانت،۴،عبث وخت ضائع کول،۵،دبي حیايي ارتکاب،۶،دخلګوازاروغیره نوهرمسلمان بچَيْ بایدله داسي سختوشرعی اوانسانی جرمونواوګناووڅخه منع وکړي اودقلماوکاغذ قدروپېژني اوعظيم احترام ئې وکوي،والسلام ومن الله التوفیق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery