مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-15   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دوخت په تقاضادمؤثرواومستندودعاګانو لړۍ (۱) برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

دوخت په تقاضادمؤثرواومستندودعاګانو لړۍ (۱) برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله حمداً موافياً لنعمه ومکافياً لمزيده  والصلاة والسلام علي سيدنا محمد وعلي اله وصحبه .
قدرمنومسلمانانو څرنګه چي دغه زموږ اوستاسي زمانه دفتنواودشر اوفساد اوپراهل خيراوپراهل دين باندي دتجاوزاودظلم  زمانه ده  اوهغه خلګ چي ددين خدمت کوي اوددين ددښمنانو مقابله کوي هرګړي له قسم  قسم خطراتوسره مخامخ کيږي لکه چي داسلام پيغمبرفرمايلي دي    (يأتِي علي الناسِ زمانٌ يستخفي مومن فيهم کما يَستخفي المنافق فيکم الْيوم ،   رواه الديلمي في مسند الفردوس ،وفي رواية ،سيظهرشرارامتي علي خيارهم حتي يستخفي فيهم المومن کمايستخفي فيکم المنافق اليوم ، راوه  ابوشعيب  الحراني في فوائده)
نوپه دي سبب ماداکار ډيرضرور وباله چي  دمسلمانانودپاره  دداسي مؤثرو اومستندواذکارواودعاګانو لړۍ په جريان کښي راولم، چي دوخت دجابرانواوظالمانو له ظلم څخه دنجات اودساتني  ذريعه ګرځي، اوپه ديني کارو کښي دبري اودکاميابي سبب جوړيږي ،اوددين ددښمنانوپه مقابله کښي دفتح اودنصرت موجب ګرځي ، په پاي کښي  والله جل جلاله ته داسوال کوم  چي نااهله خلګ دي الله پاک زما ددغي لړۍ له استفادي څخه ړانده اوکاڼه کړي ،او داهليت خاوندان دي الله پاک  ورڅخه  مستفيدوګرځوي.        امين
محترمو مسلمانانو! ددغي لړۍابتداء په يوه داسي عظيمه الشانه دعاسره درته کوم  چي اهميت اوعظمت به يې له لاندي تفصيل څخه درته څرګند سي ، تفصيل دادئ  .
له حضرت ابوتياح څخه روايت دي چي ماوحضرت عبدالرحمن بن حبَيش ته  کوم چي ډيرسپين ږيري او کلان سالئ ؤ وويل چي    ايا تا رسول عليه السلام ليدلئ ؤ ؟  نوده راته وويل چي هو نوبيا ما ورته وويل چي په هغه شپه کښي چي شيطانان درسول عليه السلام    دوژلولپاره  سره راغونډ سويوه ،نو رسول عليه السلام ددوۍ دشر ددفعي لپاره څه چل وکړ ،نوده راته وويل چي په هغه شپه کښي شيطانان له مختلفو کندواوشيلو څخه  ورسول الله صلي الله عليه وسلم  ته راغلل اودارنګه  له مختلفوغروڅخه  ورته راکښته سول اوپه دوۍ کښي يوشيطان ؤ چي په لاس کښي يې داور يوه  لمبه رااخستي وه او قصديې کړيوو چي په دغه لمبه سره  رسول الله عليه وسلم  وسوځي ،نو رسول الله صلي الله عليه وسلم وويريدي اوله دوۍ څخه يې  دشاوخواته  تلل شروع کړل،  اوجبريل عليه السلام ورته راغلئ  نويې ورته وويل چي اي محمده ! ووايه  ده مبارک ورته وفرمايل چي کوم شي ووايم ،جبرئيل ورته وويل چي دغه دعا ووايه ،يعني کومه چي لاندي  مادرته ذکرکړيده ، محترمو مسلمانانواومجاهدينوداسلام له پيغمبر څخه خوحضرت جبرئيل په طرفة العين کښي شيطانان دفعه کولائ سوائ خوجبرئيل هغه سي ونه کړل بلکي  دشيطانانوددفعي لپاره يې دغه مذکوره دعاوروښودله،  له دي څخه   دوه ډيرغټ  هدايتونه  له الهي لوري څخه  ومسلمانانوته خصوصاً ددين وخادمانوته  فهميږي .
اول :داچي مسلمانان بايد  اصلي اعتماد  پرمعنوي اوروحاني قوت باندي  ولري  ..
دوهم :  داچي  دشر اودفساد اودظالمانودظلم ددفعه کولو دپاره تر ظاهري اسبابو دمخه معنوي  اسباب  بايد په کار وچوي .
دعا داده :
 اَعُوْذُبِکَلِمَاْتِ اللهِ التََّامَّاتِ الَّتِيْ لَايُجَاوِزُهُنَّ برٌّوَلَافَاجِرٌمِنْ شَرِّمَاخَلَقَ ،وَذَرَأَوَبَرَأَ، وَمِنْ شَرِّمَايَنْزِلُ مِنَ السَّمَاءِ وَمِنْ شَرِّمِايَعْرُجُ  فِيْهَا وَمِنْ شَرِّمَاذَرَأَفِي لْاَرْضِ ، وَمِنْ شَرِّمَايَخْرُجُ مِنْهَا،وَمِنْ شَرِّفِتَنِ الَّيْلِ وَالنََّهَارِ، وَمِنْ شَرِّکُلِّ طَارِقٍ،اِلَّاطَارِقً يَطْرِقُ بِخَيْرٍ، يَارَحْمَنُ . 
  ش حم والبزاز واحسن بن سفيان وابوزرعه  في مسنده  وابن منده
وابونعيم  ق معاًفي الدلائل .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery