مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-17   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

په اسلام کي دسلام اچولواهمیت(۲)برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
په اسلام کي  دسلام اچولواهمیت(۲)برخه
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
 
بسم الله الرحمن الرحيم
 (و َإِذَا حُيِّيتُمْ بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللَّهَ ،كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا (86)النساء ـ صدق الله العلي العظيم
قدرمنواسلامي  وروڼوپه دې برخه کي  وتاسي ته دسلام اچولواوپه صحيح ډول دسلام   دجواب ورکولوعظيم ا لشانه تاريخی پس منظر اودسلام دبې مثاله  اهميت اوشرعي ارزښت یوه ستره نمونه بيانه ومه،کله چي ابوالبشرحضرت آدم عليه السلام الله پاک پیداکړنوسمدستي ئې ورته وفرمايل  چي ورسه هغه نفرچي ناست دي  له ملائکوڅخه  نوپرهغوباندي سلام ووايه ،سلامورواچوه بيا غوږورته ونيسه وهغه ته چي دوي په هغه سره وتاته ستادسلام جواب درکوي نوداستااوستا داولادتحيه ده  نوحضرت آدم عليه السلام  وهغوملائکوته ورغَيْ اوداسي ئې ورته وويل(السلام عليکم )نوملائکوپه جواب کي ورته وويل(السَّلَامُ عَلَيْكَ وَرَحْمَةُ اللَّهِ)دد ې خبري دليل هغه مبارک حديث دئ چي بخاري  اومسلم ئې د واړوروایت کړَيْ دئ اودبخاري دروايت سنداوالفاظ په دې ډول دي
حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ جَعْفَرٍ حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّزَّاقِ عَنْ مَعْمَرٍ عَنْ هَمَّامٍ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ خَلَقَ اللَّهُ آدَمَ عَلَى صُورَتِهِ طُولُهُ سِتُّونَ ذِرَاعًا فَلَمَّا خَلَقَهُ قَالَ اذْهَبْ فَسَلِّمْ عَلَى أُولَئِكَ النَّفَرِ مِنْ الْمَلَائِكَةِ جُلُوسٌ فَاسْتَمِعْ مَا يُحَيُّونَكَ فَإِنَّهَا تَحِيَّتُكَ وَتَحِيَّةُ ذُرِّيَّتِكَ فَقَالَ السَّلَامُ عَلَيْكُمْ فَقَالُوا السَّلَامُ عَلَيْكَ وَرَحْمَةُ اللَّهِ فَزَادُوهُ وَرَحْمَةُ اللَّهِ فَكُلُّ مَنْ يَدْخُلُ الْجَنَّةَ عَلَى صُورَةِ آدَمَ فَلَمْ يَزَلْ الْخَلْقُ يَنْقُصُ بَعْدُ حَتَّى الْآنَ   . (  رواه البخاري ) .
،علمي څېړه :
په دې اقعه اوپه دې مبارک حديث  کي که په دقيق نظرسره وکتل سي  نودسلام اودسلام دجواب  اهمیت اوارزښت  دالله پاک په نزد دانساني ټولني  له پاره له ډېرو وجوڅخه معلومېږي :
 اول ،  له دې وجي څخه  چي سلام اودهغه جواب  اول  شي  دئ  چي   دالله پاک له طرفه  په زمکه کي  انسان  باندي مامورګرزېدلَيْ دۍ  ـ
دوهم،له دې وجي چي  سلام اودسلام جواب  اول هغه شي دۍ  چي دبشراودپرښتې ترمنځ  تکلم اوتلفظ په سوَيْ  دۍ  ـ
دريم،سلام  اول هغه شي دۍ چي  دهغه اودهغه دجواب  تعلم او زده کړه بشرکړئې دۍ  ـ
څلرم،سلام  اول  هغه شي دۍ چي  دانساني جامعې  داجتماعي ګټي  په ارتباط ئې   تعلیم وبشرته سوَیْ دۍ ـ
پنځم،دسلام په تعليم  سره دبشروهرفردته  داهدایت ورکړسوَيْ دۍ چي  په ټولنه  کي هرانسان بایدوبل انسان ته کوم چي دالهي مقرراتوتابع وي   له خپله طرفه څخه دامن ډاډورکوي ـ
شپږم، دسلام اودسلام دجواب په تعلیم کي وانسانانوته داهدایت سوَيدۍ  چي که يوانسان له بل انسان سره  احسان وکړي  نوهغه بایدپه بدل کي ترهغه زائد احسان  ورسره  وکړي والسلام ومن الله التوفیق .
نوربیا،
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery