مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-21   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

په اسلام کي دسلام اچولواهمیت(۳)برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
په اسلام کي  دسلام اچولواهمیت(۳)برخه
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
 
نحمده ونصلی  علي رسوله الکريم ،  امابعد :
فاعوذباالله من الشيطان الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم  : « و َإِذَا حُيِّيتُمْ بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا (86)النساء ـ صدق الله العلي العظيم 
ګرانواوقرمنواسلامي وروڼو په دوهمه برخه کي ماوتا سي ته داسلام ددغي مقدسي  تحيې  کوم چي سلام اچول دي  دتاريخي اوشرعي عظمت اوارزښت په باره کي  يوه اندازه په زړه پوري  معلومات درکړ،په دې برخه کي هم په همدې  اړه يولړنور معلومات درکوم  ،داسلام دريم خليفه حضرت اميرالمؤمنين عثمان بن عفان رضي الله تعالي عنه فرمايلي دي چي هغه مهال چي نبي عليه الصلوة والسلام له دنیاڅخه رحلت وکړ نويوشمېر اصحاب دده  مبارک په زیات غم اوپريشاني کي پرده مبارک باندي  واقع سول  ترداسي اندازې پوري چي ځيني له دغواصحابوڅخه ودېته نزدې  سوه چي  په يوقسم وسوسومبتلا سي  حضرت عثمان رضي الله عنه فرمايي چي يوله همدغواصحابوڅخه زه هم وم  نوپه دې  مابین کي چي زه له  غټواوغونډيوڅخه ديوې غټي وسايې ته ناست وم  حضرت عمرپرماباندي راغَيْ اوسلام يې راواچوَيْ خوزه نه دحضرت عمرپه تېرېدوخبرسوَيْ يم اونه ئې په سلام اچولو،يعني نودعمردسلام جواب مي ورنکړ،نوعمرودارالخلافت ته ولاړَيْ اووخليفه داسلام باندي  ته چي  حضرت ابوبکرووعارض سوچي ما وعثمان ته سلام ورواچوَيْ اوده زمادسلام جواب رانکَيْ نوحضرت ابوبکرله دارالخلافت څخه له حضرت عمرسره ملګرَيْ وماته راغَيْ اودواړوسلام  ووایه بیاابوبکرراته وويل چي ستاورورعمروماته راغَیْ اووې ويل چي ماوعثمان ته سلام ووایه مګرده زما دسلام جواب ونکړنوته کوم شي پردغه کارباندي  باعثه کړې چي دعمردسلام جواب دي ورنکړ ماورته وويل چي ماداکارندۍ کړَیْ عمروويل چي قسم په خدای دۍ چي داکاردي وکړداستاسي دبني امیه ووعادت دۍ ماورته وويل چي قسم په خدای دۍ چي نه ستا په تېرېدوخبرسوَيْ يم اونه  دي په سلام اچولونوحضرت ابوبکروويل چي عثمان په خپله خبره کی صادق دۍ ، ددغه روايت  دهغي برخي پخوړ مي راواخستۍ کوم چی دلته  ضرورت ورته وو ، روايت په مکمل ډول دادۍ :
حدثنا أبو اليمان قال أخبرنا شعيب عن الزهري قال أخبرني رجل من الأنصار من أهل الفقه أنه سمع عثمان بن عفان رضي الله عنه يحدث أن رجالا من اصحاب النبي صلى الله عليه وسلم حين توفي النبي صلى الله عليه وسلم حزنوا عليه حتى كاد بعضهم يوسوس قال عثمان وكنت منهم فبينا أنا جالس في ظل أطم من الآطام مر علي عمر رضي الله عنه فسلم علي فلم أشعر أنه مر ولا سلم فانطلق عمر حتى دخل على أبي بكر رضي الله عنه فقال له ما يعجبك أني مررت على عثمان فسلمت عليه فلم يرد علي السلام وأقبل هو وأبو بكر في ولاية أبي بكر رضي الله عنه حتى سلما علي جميعا ثم قال أبو بكر جاءني أخوك عمر فذكر أنه مر عليك فسلم فلم ترد عليه السلام فما الذي حملك على ذلك قال قلت ما فعلت فقال عمر بلى والله لقد فعلت ولكنها عبيتكم يا بني أمية قال قلت والله ما شعرت أنك مررت ولا سلمت قال أبو بكر صدق عثمان وقد شغلك عن ذلك أمر فقلت أجل قال ما هو فقال عثمان رضي الله عنه توفى الله عز وجل نبيه صلى الله عليه وسلم قبل أن نسأله عن نجاة هذا الأمر قال أبو بكر قد سألته عن ذلك قال فقمت إليه فقلت له بأبي أنت وأمي أنت أحق بها قال أبو بكر قلت يا رسول الله ما نجاة هذا الأمر فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم من قبل مني الكلمة التي عرضت على عمي فردها علي فهي له نجاة ـ 
رواه احمدکذافي البمشکوة ،ج۱ص۱۵و۱۶ـ .
 محترمووروڼو په دغه واقعه کښي  چي په غور سره  فکر وکړسي نودسلام داچولواودسلام دجواب عظمت اوارزښت  په ډېره لوړه کچه څرګنديږي،تاسي فکروکړۍ چي  په دې وجه چي حضرت عثمان وحضرت عمر رضي الله تعالی عنهما ته دده دسلام جواب ورنه کړ  نوحضرت عمر غوندي شخص دونه پریشانه اوپه غُصّه سو چي داسلام وخليفه حضرت ابوبکر رضي الله تعالی عنه ته يې عارضه پيش  کړه  اوبياحضرت ابوبکر   رضي الله تعالی عنه دغه موضوع دونه جِدِّي وبلله  چي  له دارالخلافت څخه ددغي پېښي دتحقيق په وجه له حضرت عمرسره يوځای وحضرت عثمان ته راغَيْ اووحضرت عمرته دهغه دسلام دجواب دنه ورکولوسبب ئې ورڅخه وغوښتَيْ ،په موجوده زمانه کي تاسي دمسلمانانوحالات وڅېړۍ چي ددغي مقدسي  ستري  اسلامي اواخلاقي تحيې څونه رعایت کېږي الله پاک دي په هرباب  وموږته هدايت وکړي،،والسلام ومن الله التوفیق
نوربيا
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery