مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-23   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

په اسلام کي دسلام اچولواهمیت(۴)برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

په اسلام کي  دسلام اچولواهمیت(۴)برخه
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
 
نحمده ونصلی  علي رسوله الکريم ،  امابعد :
فاعوذباالله من الشيطان الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم  : « و َإِذَا حُيِّيتُمْ بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا (86)النساء ـ صدق الله العلي العظيم 

 محترمو وروڼوپه  د ې  برخه  کي  هم  دسلام  اچولواودسلام  دجواب  داجتماعي اهميت  اوارزښت په باره کي  بيان درته  کوم  ،داسلام  پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايلي دي  
(عن ابي هريرة رضي الله تعالی عنه ان النبي صلی الله تعالی عليه وسلم قال   لاتدخلون الجنة حتي تؤمنوا ولاتؤمنوا حتي تحابوااَ  ولاادلکم علی شيء اذافعلتموه تحاببتم افشواالسلام  بينکم ـ)   رواه مسلم 
ژباړه، له حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه  روايت  د ۍ  چي نبي صلي الله عليه وسلم  وويل  چي نسِۍ داخليدلاي تاسي وجنت ته ترهغه پوري چي تاسي مومنان  کېږئ ،ايمان راوړۍ اومومنان نسۍ کېدلاي تاسي ترهغه پوري چي تاسي   يوله بله  محبت  سره کوئ  اوايا دلالت ونکوم وتاسي ته،يعني بلکه  بایددلالت درته وکوم،پرداسي شي باندي چي کله تاسي هغه وکړۍ  نوتا سي به يوله بله محبت سره وکړئ،يوله بله به سره ګران سِۍ،افشاکوئ دسلام په منځ خپل کي ،افشادسلام ودېته ويل کيژي چي سړَيْ وهرمسلمان ته سلام وراچوي  که بلدوي اوکه نابلده  ورسره جوړه يي وي اوکه ئې نه وي ورسره جوړه  مطلب چي شريعت  ویوچاته له سلاماچولومنع نه وي کړيې نودَيْ سلام نه ورڅخه بنده وي، په يوه حديث کي چي په اختراعات عصريه کي يي سره  له خپل قوي ماخذه ذکرکړَيْدۍ راغلي دي  چي په اخيره زمانه کي به خلګ صرف وهغه چاته سلام اچوي  چي پېژني يي،محترموکه  ددغه مبارک حديث په معني کي  تامل اوفکروکړونودسلام اچولواوبیا دهغه دجواب ورکولوبه په ډېره ښه توګه  اجتماعي اهميت  اوشرعي عظمت راته معلوم سي، دانساني جامعې  دسعادت اوسوکالي اوپرمختګ دپاره دوه شيان  په اوله درجه کي  مهم دي اول صحيح ایمان اوعقيده اوپه عقيده کي اتحاداويووالَیْ دوهم دانسانانوله يوه اوبل سره  محبت  اومينه، له دې خبري څخه هيڅ دعقل خاوندانکارنسي کولاي  اوددغودواړوشيانومدارداسلام پيغمبرسلام اچول او دسلام  جواب  ورکول بلَلَيْ دۍ،البته هغه سلام چي اچول يې هم په مینه محبت  اوپه ښه نیت اواخلاص سره وي  اووهرمسلمان ته وي اودشرعي اوانساني دستورمطابق وي  اوجواب يې هم په همدغه ډول وي  اوپرنفسي خواهشاتوباندي بنا نه وي
والسلام ومن الله التوفیق
نوربيا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery