مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-31   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

په اسلام کي دنظافت اهميت،۱برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

په اسلام کي دنظافت  اهميت،۱برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم ،قدرمنووروڼوترهرڅه له مخه ددې لړۍ  دپيلولوباعث درته ذکرکوم،په موجوده دورکي چي مسلمانان په کوموبدبختيو اخته دي دهغوله جملې څخه يوه لويه بدبختي داده چي ځيني دشرف  اوکرامت خويونه اوکارونه چي کفاروله اسلام څخه اخِستي دي اوعملي کړي يي دي  هغه کارونه مسلمانان له کفاروڅخه زده کوي  اوپه دې وجه چي کفاريې کوي  نودوئ يې عملي کوي،  چي په دې کي ډېرځايونه دډېرافسوس  اود سختي پرېشانۍ وړدي  ،اول داچي داددې ښکارندويي کوي  چي دغه راز په نامه  مسلمانان له اسلام څخه بېخي ناخبره اوغافله دي چي له خپل دين  څخه يي ددغوکارواخِسته نه وکړه اوله کفاروڅخه يي کوي ،دوهم داچي دغه کارونه چي دوي کوي  نواصلي ماخذددغوښايسته کاروکفارګڼي ،دريم داچي  دغه کارونه که دوئ په دې وجه کولائ چي اسلامي کارونه دي نودنيوي اواخروي دواړه قسمه  ګټي بې ترلاسه کړيې وائ،څلرم داچي ددوئ دغه رويه داسلام دښمنانوته ددې خبري موقع پیداکوي چي ووايي چي اسلام دداسي کاروله تعليم اودستور ورکولوڅخه غافل اوپټه خوله ده،چي يوه بېلګه دداسي کارونظافت دئ ،نن صبا چي  مسلمانان وکفري هيوادوته ولاړسي اوهلته کافران وويني چي دځانواوکورواودبازارواودسړکانواو ماحولودنظافت خيال ساتي اوسره له دې چي په اسلامي هيوادوکي مسلمانان غالباً چټل وي نوددوئ په فکرکي منبع اوماخذدنظافت  کافران ورسي اوله کفاروڅخه څه  ناڅه دنظافت الهام واخلي نو چي خپلوکوروته اوخپلوهيوادوته راستانه سي نونظافت شروع کړي اوحال دادۍ چي کفارودنظافت زده کړه له اسلام څخه کړيې ده اوپه کومه اندازه چي اسلام وخلګوته دنظافت درس ورکوي  کفاروهغه ته هک پک پاته دي  که تاسي تاريخ وګورۍ تراسلام له مخه چي دزمکي مخ کفراوشرک اوجهالت نيولَيْ ؤنوټول انسانان له نظافت څخه دونه ناخبره ؤچي تقريباً ددوي اودحيوانانوقرق نکېدَيْ  دااسلام ؤچي له نورومبارکولارښوونوسره سم ئې وبشرته دنظافت درس ورکړ دايوه مقدماتي برخه ده تفصيلات به په نوروبرخوکي انشاءالله درته راسي خواوس صرف يوحديث دنظافت په باب کي درته بيانوم داسلام پيغمبرصلي الله عليه وسلم  فرمايلي دي :

(تنظفوابکل مااستطعتم فان الله تعالي بني الاسلام علي النظافة ولن يدخل الجنة الاکل نظيف،)جامع کبیردامام سیوطي،ج۲،ص۳۵ژباړه،يعني کوشش کوۍ په نظافت کي ،په کامل ډول نظیف اوپاک اوسۍ ،نظافت کوۍ په هرهغه څه یا په هره هغه اندازه چي  طاقت لرۍ تاسي دهغه ځکه چي بنا داسلام پرنظافت باندي  سوئې ده اوهيڅ کله نسي داخلېدلای وجنت ته مګرهرهغه څوک چي نظیف اوپاک وي،والسلام ومن الله التوفیق

نوربيا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery