مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-11-08   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

په اسلام کي دنظافت اهميت،۲برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

په اسلام کي دنظافت  اهميت،۲برخه
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم ،قدرمنووروڼوپه اوله برخه کي ماوتاسي ته دنظافت په اړه يوډيراهم مقدماتي مطلب  بيان کړ اوصرف يوحديث مي کوم  چي په د ې باره کي چي اسلام په څونه اندازه کي دنظافت  خيال ساتلَئ دی  په اخيره درجه کافي دی درته بيان کړچي هغه دادی
(تنظفوابکل مااستطعتم فان الله تعالي بني الاسلام علي النظافة ولن يدخل الجنة الاکل نظيف،)جامع کبیردامام سیوطي،ج۲،ص ۳۵ ـ

ژباړه،يعني کوشش کوۍ په نظافت کي ،په کامل ډول نظیف اوپاک اوسۍ ،نظافت کوۍ په هرهغه څه یا په هره هغه اندازه چي  طاقت لرۍ تاسي دهغه ځکه چي بنا داسلام پرنظافت باندي  سوئې ده اوهيڅ کله نسي داخلېدلای وجنت ته مګرهرهغه څوک چي نظیف اوپاک وي،اوس  په دې برخه کي يوه بله برخه   دشرعي معلوماتودنظافت په باره کي درته عرضه وم ،محترمووروڼوالهي دين بالخصوص  داسلام دين دنوروامتیازاتوترڅنګ دنظافت په باره کي هم خورالوړامتيازات لري چي شرحه ئې داده :

(۱)اسلام وخپلوپيروانوته تنها په ظاهري نظافت سره حکم نکوي بلکه له ظاهري نظافت سره سره په باطني اونفسي اوروحي نظافت سره خپل پيره وان امرکوي ـ

(۲)اسلام وخلګوته تنها مادي ګټي دنظافت نه په ګوته کوي بلکه له دې سره سره داسي تعليم ورکوي چي د نظافت په سبب چي داسلامي دستورمطابق وي انسان دهغه ذات محبوب ګرزي  چي دتماموکائناتوخالق اومالک دئ اوداسي درس ورکوي چي د نظافت په سبب انسان په دنيااوپه آخرت کي دبري اوکاميابي خاوندګرزي ـ

(۳)اسلام وانسانانوته دنظافت په نه کولوسره ددنيااودآخرت  له ناکامۍ څخه انذارتخویف اووېره ورکوي ،تاسی ودغوقرآني آياتوته ښه متوجه سۍ(ان الله یحب التوابين ويحب المتطهرين)يعني بيشکه الله پاک هغه خلګ خوښه محبت ورسره کوي چي دوئ له ګناؤڅخه ډيري ډيري  توبې کاږي اودارنګه خوښه وي الله پاک هغه کسان چي دوئ پاکي کوونکي دي، په توبه سره دانسان باطن اونفس اوروح نظافت پيداکوي ځکه چي له ګناؤڅخه پاکيږي اوپه طهارت سره ظاهري بدن دانسان صفاکيږي په دغه آيت کي الله پاک دغه دواړه کارونه والله ته دمحبوبوالي سببونه بللي دي، دمسجدقبا خلګوچي دنبي عليه الصلوة والسلام په زمانه کي داکارکاوه چي له قضاء حاجت څخه وروسته بې  اول په ډبرو وغيره سره استنجاووهله  اوبيا بې ددې د پاره چي کامل نظافت راسي نو دوهم واربې په اوبوسره استنجاووهله نوالله پاک ددوئ په مدحه اوصفت کي دغه کلام نازل کړ،(فیه رجال يحبون ان يتطهروا) يعني په مسجدقبا کي داسي  غټ اوعظيم شخصيتونه او سړي سته چي  خوښوي دوئ  داچي ښه پاکي حاصله کړي  همدارنګه الله پاک فرمايلي دي(قدافلح من زکاهاوقدخاب من دساها)يعني په تحقيق سره کامیاب اوبامرادسوهغه څوک چي پاک ئې کړنفس خپل يعني هرچاچي   خپل نفس له رزيلواوفاسدواخلاقوڅخه پاک کړنودهغه ددنيااوآخرت  کاميابي په برخه سوه اوپه تحقيق سره زيان مندسوتاواني سوپه دواړه جهانه کي هغه څوک چي پټ ئې کړنفس خپل  په ګناؤسره ـ والسلام ومن الله التوفیق
نوربیا

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery