مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-11-19   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دعبرت درسونه ( ۱ ) برخه :

ستر علمي او روحاني شخصيت ، علامه محمدمعین الدین ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

دعبرت درسونه (  ۱  )  برخه  :
ليکوال   : 
ستر علمي او روحاني شخصيت ، علامه محمدمعین الدین ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته   .

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم وعلي آله واصابه اجمعين  .
زماګرانودیني اواسلامي وروڼواوخوندو ! هرچيري چي یاست اوهرڅوک چي ياست السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
 ستاسي دديني اودنيوي ګټو په خاطر مي د « عبرت درسونه » په نامه يوه ډيره ګټََوَره اودغټواوبنيادي معلوماتونولړئ پيل کړه ، خداي پاک دي دمسلمانانودعبرت اوپند سبب وګرځوي اووماته دې الله پاک په دارينوکي احسَنُ الجَزاء راکړي  آمین وَیَرحَم الله عَبدًاقال آمين  .
په دې برخه کي چي مقدماتي برخه ده له نوروڅخه دپنداخیستو په باره کي دمولانا رومي رحمه الله يوه قصه درته ذکرکوم ، مولانا جلال الدین رومي رحمه الله په مثنوي شريف کي فرمايلي دي چي عاقل اوهوښیار سړَيْ هغه دئ چي له بل څخه (چي دیوه ناښايسته عمل په سبب په یوه الهي عذاب مبتلاسي)  پنداوعبرت واخلي او ودې مرتبې ته ځان ونه رسوي چي بل له ده څخه پندپه دې وجه اخلي چي دَيْ د بدعملۍ په وجه په الهي عذاب اخته سي لکه چي فرمائي :
عاقل آن باشدکه ګیردپنداز          مرګ یاران وبلائي محترز   .
په دې اړه مولاناصاحب یوه نادره قصه هم ذکرکړې ده : چي یووخت یوزمرَيْ اویوه ګيدړه اویوشرموښ ( ليوه)  په ښکارووتل چي په نتیجه کي يي یووحشي خر ،  خرګوش  اویوه دانه آهو یاهوسۍ ونيول نوزمرِي وشرموښ ته وویل چي اوس نوددغه ښکارتقسیم اوویش راوکه !   
لیوه وویل چي ویش خومعلوم دئ ،داصحرايي خرستا دئ  اوهوسۍ زماده اوسيګئ ( خرګوش)  دګيدړي دئ  ، زمَرِي چي دشرموښ داخبره واورېدله  نو ډېر سخت په قهراوپه غصه سواوپرلیوه باندي راوغورځيدَئ اوپارچه پارچه ئې کړ ؛ ځکه چي دزمري اصلي مقصددا ؤ چي لیوه به ووايي چي زه اوګيدَړه یوشي نه غواړو خراوخرګوش اوهوسۍ درې سره ستادي  اولیوه تقسیم وکړ   .
بیازمرِي وګيدړي ته وويل چی دالیوه خبیث په تقسیم څه پوهيدَئ ته تقسيم  راوکه ، ګيدړي چي فکر وکړ چي تقسیم خو لیوه وکړ نوانجام ئې څنګه سو بایدله لیوه څخه پند واخلم ، نوئې وزمري ته وويل  چي محترمه زه څوک یم چي په ښکار کي  ونډه اخلم دا ټول ښکار ستادئ ، داخر به دڅاښت پرمهال وخورې اوسوئ به  دزوال په وخت کي وخورې اوهوسۍ به ماځیګر وخورې  .
 زمري ورته وويل چي داڅونه پوهي اوعلم درسره دئ ، داعلم دي له چاڅخه زده کړ ؟
 ګيدړي ورته وويل چي داعلم مي ددغه لیوه له پارچې پارچې کوني زده کړ  .
بیا مولانا فرمایلِي دي چي ګیدړي په زرهاؤ شکرونه دالله پاک اداکړل په دې باندي چي زمري له لیوه څخه وروسته له ماڅخه دتقسیم طلب وکړ ؛ ځکه که ئې اول واروماته ویلي وائ  چي ګیدړي !  ته ویش راوکه نوماخوهم ویش کوئ نوپائ به مي دلیوه سوَیْ وائ لکه چي  وايي  :
روبه آن دم بر زبان صد شکر راند       که مرا شير از پس آن ګرګ خواند 
ګــــــر مرا اول بــــــفرمودي کـــه نو       بخـش کن اين را که بردي جان ازو
تا شنيدم آن ســـياستـــهائ حــــق        بر قـــــــرون ماضـــــيه اندر ســـــبق
استخوان و چشم  ګـــرګـان عيان        بنـــګريـد و پــــند ګيريد اې مهان     .
و السلام و من الله التوفيق    . 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery