مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-11-19   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دعبرت درسونه ( ۲ ) برخه دعطارقصه

ستر علمي او روحاني شخصيت ، علامه محمدمعین الدین ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

    

 دعبرت درسونه (  ۲  )  برخه دعطارقصه :

ليکوال   : 

ستر علمي او روحاني شخصيت ، علامه محمدمعین الدین ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته   .

 

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم وعلي آله واصابه اجمعين  . ،مردبایدکه هراسان نشود،،مشکلی نیست که آسان نشود،،

محترموورڼود،الفرج بعدالشدة،کوم چي دقاضي ابوعلي حسن بن ابي القاسم تنوخي متوفي سنه۳۸۴،تصنیف دۍ په ص۱۷۵،کي راغلي دي چي دکرخ په علاقه کښي یوعطاروو چي ډیرامین اومشهورمتدین شخص وو ،دغه عطار یو وقت ډېرپوره وړی سو،دخلګودپوروپه سبب یې دکان وتړَۍ او په کورکښي پټ سواوودعاوو او لمونځوته یې مخ کړ،ډېري دعاوي بې کولې اودحاجت لمونځونهبې کول کله چې دجمعی مبارکی شپه باندی راغله نوبیخی ډیرلمَنځونه یې وکړل اودعاګانې یې وکړې اوروسته  بیده سو دَيْ  پخپله وایې چې رسول صلی الله علیه وسلم مې په همدغه شپه په خوب کښي ولیدَيْ او راته  وې ویل چې دعیسی وزوئ ته چې په دغه وخت کښي وزیرووماامرکړیدئ چې وتاته څلورسوه دیناره درکړي نوهغه دینارونه ورڅخه واخله اوخپل کارپه سم کړه ،عطاروایې چې په دغه وخت کښي پرماباندی شپږسوه دیناره باندی وو کله چې سهارسونوله ځان سره می وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی (من رآنی فی منامه فقدرآنی حقافان الشیطان لایتمثل بی) ژباړه : چاچې زه په خوب ولیدم نوبیشکه یې زه ولیدم ځکه په تحقیق سره شیطان زماپه شکل نسي کیدلای ........ نوولی وه وزیرته نه ورځم نوراروان سوم کله چې یې ودروازې  ته راغلم پیره دارانونه پریښوولم نوپه دروازه کښي منتظرسوم په داسی حال کښي چې له ډیره انتظاره نفس تنګَۍ سوم اوقصدمې دتللو وکړشافعی چې دهمدغه وزیرانډيوال وواوڅه کمزورَيْ معرفت یې له پخواله ماسره درلودَيْ له درباره دوزیرڅخه دباندی راووتَيْ  ماخپل حال ورته ووایوده راته وویل چې اې سړیه قسم دی وزیرپه تاپسی ګرزی له ماڅخه یې هم ستاپوښتنه وکړه خوزماهیرسواوتاڅوک پیژنی هم نه اواوس یې هم خلګ درپسی لیږلی دی ا وس ته دلته ودریږه فی الحاله دَيْ ورغی ووزیرته اوبیایې زه وروغوښتلم وزیر راته وویل چې ته څه نومیږی ماورته وویل چې زمانوم فلانکَيْ دی اودفلانکي زوی یم ده راته وویل چې دکرخ یې ماورته وویل چې هو وروسته  وزيرراته وویل  چي خداي دي دخیرجزادرکړي  زه تراوسه پوري په تاپسی ګرزیدم قسم دی له ماښامه تردغه وخته پوري مې ستاله وجهی ارامي نه ده کړیې ځکه ماماښام رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په خوب کښي ولیدَیْ اوراته یې ویل چې وفلانکی دفلانکی زوی ته چې عطاردی اودکرخ دی څلورسوه دیناره ورکړه ماهم ورته وویل چې مادالله جل جلاله رسول صلی الله علیه وسلم په خوب کښي ولیدَیْ اوراته وې ویل چې ابن عیسی وزیرته ورسه څلورسوه دیناره ماامرورته کړیدی دربې کړي ماچې دا ورته وویل علی ابن عیسی وژړل اووې ویل چې امیدکوم چې دابه درسول الله صلی الله علیه وسلم پرماباندی مهربانی وي بیایې وویل چې ماته زردیناره راوړۍ کله چې دینارونه راوړل سول نووزیرماته وویل چې څلورسوه دیناره درسول صلی الله علیه وسلم دامردامتثال په سبب واخله اوشپږسوه دیناره زماله خوادرته بخشش دي ماورته وویل کوم دینارونه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یادکړي دي  له هغه څخه اضافه نه اخلم ځکه زه په هغه کښي طمع دبرکت لرم بیامې څلورسوه دیناره واخستل بیامې ویوه اشنای ته وویل چې زماټول پورَوړي راخبرکړه قرضدارانوپوره وړو وویل چې ته په دغورُپوخپل دکان بیرته خلاص کړه درې کاله وروسته وموږته زموږپورونه راکړه بیامې دوه سوه دیناره و پوروړوته ورکړه اوپه دوه سوه دیناره مې خپل کاروبارشروع کړاوالله جل جلاله ترقی پسی راکړه .محترمودمشکلاتوپه وخت کي دخپل خالق  دروازه ټکوۍ  اوکه څوک په صداقت سره دخدای دروازه وټکوي نودکرخ ددغه  عطارپه ډول  بې الله پاک مشکل  ورحل کړي،،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery