مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-01-25   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دنبوي غزاګانو لړۍ (۲) برخه ، د بدر غزا .

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .

دنبوي غزاګانو لړۍ (۲) برخه ، د بدر غزا .
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته  .

الحمدلله رب الغزاة والمجاهدین ، وبایدهم  وصولتهم  مبیدالمتجاوزین  والکفار والطاغین  مُتِمُّ نوره  و ناصر دینه  وان رغم به انوف  الابالسة  الباغین  المتظاهرین   ، والف تحیة وصلوة وسلام   علی واضع ضوابط الجهاد واصول  دفاع اهل الفتنة والفسادومؤسس قوانین  الارتقاءللبشریة الاصلیة  الی یوم التناد ، و علی آله واصحابه الذین جاهدوا فی الله حق الجهاد وبعد  :
زما اسلامي اود ېني وروڼو دنبوي غزاګانو په سرخط کي  داسلام دپیغمبر اودده دمبارکوجان نثارو اصحابو داول ستربرخورد اوداولي  حق اوباطل بېلوونکې غزاپه تفصیلاتواوعلمي تحلیلاتو پیل درته کوم  کومه  چي دبدر په غزا سره یادېږي ،  هرمسلمان چي دبدردغزاټول اړخونه  په پوره غورسره مطالعه کي  نوداغزا به ودته ډېره دعبرت او د ډاډا و اطمینان  درسونه ورکړي  چي یوغټ درس له هغودرسوڅخه به داوي  چي  یوخوبه  په دې وجه چي دظاهري اسبابو له مخي مسلمانان ددین ددښمنانوپه پرتله بيخي  کمزوري  ښکاره کېږي ،له دین اووطن  څخه د دفاع په لاره کي وارخطائي نکوي ، اوبل به ددښمن له ظاهري قوت اوزور څخه  وېره نکوي .  
 قدرمنو وروڼو  په دې برخه   په دې باره کي  خبردرته کوم چي  د  اسلام دهمدغه  اول او ړومبنئ فيصله کن جنګ  چي  د بدر غزا ده  ظاهري  منشأ او سبب کوم شی وګرځېده  ؟
اصلي عامل ددې غزاخوداؤچي  الله پاک وغوښتل  چي  یوه غټه نښانه  دحق وباطل پرستانوته ښکاره کړي  اودخپل رسول اودمسلمانانو له پټ قوت اوزورڅخه  کافران خبرداره کړي اوخپله کلمه  لوړه کړي  او د مسلمانانو په دې باندي  نورهم یقین پوخ سي چي الله ددوی ناصردئ  اوکامیابي اوناکامي تنها او یوازي دده په قبضه کي ده ، اوحربي وسائل اوکثرت دعدد اصلي  موجب دغالبیت ندئ ،  اودارنګه ئې ددې  اراده وکړه چي یوتعداد الهي باغیان دمجاهدینو د برچو په توسط  ددوۍ دبغاوت  په سزاورسوي خو ظاهري  سبب ئې په دې شرحه ؤ :
د بدر له غزا څخه مخکي د قريشو يوه غټه قافله د أبو سفيان په مشري کي له مکې څخه د شام و طرف ته روانه  وه ، رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) له يو نيم سل ۱۵۰ يا دووسوو ۲۰۰ مهاجرينو سره پر هغې قافلې باندي د حملې کولو لپاره ووتئ خو قافله تيره سوې وه او له حملې څخه خلاصه سوه ، نو کله چي دا قافله بيرته له شام څخه د مکې و طرفته را روانيدله  نو رسول (عليه الصلاة و السلام) يو څو صحابه چي يو طلحه بن عبيد الله  او بل سعيد بن زيد (رضي الله عنهما) ؤ د قافلې د حال معلومولو دپاره د شمال و طرف ته وليږل  ، دوۍ دواړه و « حورآء »  ته کوم چي د يو ځائ نوم دئ ورسيدل او هلته منتظر سول  .
کله چي ابو سفيان له قافلې سره پر مقام حورآء باندي تير سو نو دوۍ دواړو په ډيري چټکي او تيز رفتاري سره و مدينې ته  ځان ورسوئ او رسول الله   (صلی الله عليه وسلم ) ته يې اطلاع او خبرادرئ ورکړ    .
په دې قافله کښي د مکې د خلګو ډير مال او دولت ؤ  ، د اوښانو تعداد يې و زرو ۱۰۰۰ته رسيدئ ، چي پر هغو  باندي يې د پنځوستوزرو دينارو  ( چي دوه سوه او دوه شپيته ۲۶۲کيلو سره زر کيږي ) د ماليت ساز او  سامان بار کړئ ؤ    .
د صحابه ؤ دپاره دا يو ه ډيره ښه موقع او فرصت ؤ  ؛ ځکه چي د قافلې  محافظين صرف څلويښت ۴۰ نفره وو چي د هغوۍ له منځه وړل ډير اسانه ؤ  ، خو د مکې د خلګو دپاره له دې غټ دولت څخه محرومي د يو محکم قومي ، سياسي او اقتصادي شکست او ماتي حيثيت درلودئ  ، نو ځکه  د اسلام پيغمبر و مسلمانانو ته اعلان وکړ چي د قريشو هغه قافله چي له مکې څخه و شام ته تللې وه اوس له زبردست مال او دولت سره سره له شام څخه د مکې و طرفته راروانه سوېده او ممکنه ده چي الله (جل جلاله) به ددوۍ دغه ټول مالونه د غنيمت په ډول ستاسي نصيب وګرځوي  .
خو څرنګه چي له دې قافلې سره صرف څلويښت بې دفاع محافظين وو ، او و دې ته ضرورت نه ؤ چي ددې قافلې د غنيمت کولو دپاره په لوړه کچه جنګي مسلح تدبير ونيول سي ، او يا په زيات تعداد سره خلګ ورووځي ، نو د اسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم) سره له دې چي پخپله خو يې ددې قافلې د راګرځولو دپاره د خپل ځان وتل مناسب ګڼل  خو و  اصحاب کراموته  يې د وتلو دپاره اجباري حکم صادر نه کړ بلکي دوۍ يې و خپلي خوښي ته پريښودل او وې ويل چي څوک چي امادګي لري او خوښه يې وي نو هغه دي راسره روان سي ، او څوک چي و روانګي او وتلو ته اماده نه وي نو پر هغه باندي کوم اجبار ځما له طرفه نسته    .
د بدر د غزا د رامنځته کيدو ظاهري عامل او سبب همدغه د قريشو قافله وه کومه چي له شام څخه و مکې مکرمې ته د ابوسفيان په مشيرۍ راروانه وه   ، چي په آينده برخو کښي بې انشآءالله تعالی تفصيلات درته راسي    . او کوم بيان چي درته ذکر سو هغه د سِيَر په ټولو عمده کتابو کښي ، او د بخاري شريف و غيره په معتمدو شروحو کښي موجود دئ   .    
تنبيه    :
کوم بيانونه چي دنبوي غزاګانو په تفصيلاتو کښي زه درته ليکم نو د هغوۍ مأخذونه هغه کتابونه دي چي ټول أمت مسلمه پر هغو کتابو باندي اعتماد لري  لکه  «  البداية والنهاية » « سيرة حلبية » « سيرة ابن هشام» « شرح مواهب لدينيه » « قلب جزيرة العرب » « تاريخ طبري » « روض الأنف» « زادالمعاد» او صحاح ستة او داسي نور  ...
والسلام 
نور بيا .......

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery