مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-05-01   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دنبوي غزاګانو لړۍ(۱۲) برخه ، د بدر غزا.

عَلامَه ، مُحَقق مُحَمّدْمُعِیْنُ الدِّین أبُوالـْفَضَلْ ، أفغَانِيْ کَانَ اللهُ له وَدَامَتْ بَرَکَاتُه

دنبوي غزاګانو لړۍ(۱۲) برخه ، د بدر غزا.
ليکوال   : عَلامَه ، مُحَقق مُحَمّدْمُعِیْنُ الدِّین أبُوالـْفَضَلْ ، أفغَانِيْ کَانَ اللهُ له وَدَامَتْ بَرَکَاتُه
احمده حمدالمجاهدین المخلصین  ونصلی علی رسوله محمدقائدالغرالمحجلین وعلی آله واصحابه اجمعین محترمووروڼودیوه مقصددپاره مي دجملې معترضې په ډول دبدردغزا په جریان کي ددغودوومبارآیاتوتفسیراوتحقیق یوولسمه برخه وګرځاوه  په دغوآیاتوکي الله پاک یوه خبره وخپل رسول ته  کړئې اویوه خبره ئې وخلګوته ته اوکفاروته ورسول ته ئې داخبره کړئې ده چي وکافرانوته ووایه چي په خپل باطل قدرت مه نازېږۍ اوپرمسلمانانوباندي دکمزویوخیال مکوۍ مسلمانان په الهی نصرت سره بیخي ډېرزوره وردي ستاسي ای کافرانونتیجه به داوي چي زربه مغلوب سئ اودجهنم واورته به ورټول کړه سِئ اووخلګوته وکافرانوته ئې داخبره کړئې ده چي تاسي بایددبدرله غزاڅخه عبرت واخلي اودبدرغزادحق اوباطل دپېژندي یوه غټه نښانه ده نوتاسي بایدحق وپېژنئ اوایمان باندي راوړۍ چي اسلام دۍ اوباطل پرېژدۍ چي کفردي دروسانومغلوبیت اورسوائې وموجوده کفاروته دبدردغزامثال لري چي بایدپندورڅخه واخلي اوکه پندنه اخلي نوبیابه ددوي انجام دبني نضیراودبنی قریظه یهودوسي کوم چي دبدرغزادهدایت سبب ورته ونه ګرزیده نواخیرځیني جلاوطنه دربدره سول اوځیني داسلام په تیغ ذبحه سول،آیاتونه اوتفسیرئې دادۍ
 قُلْ لِلَّذِينَ كَفَرُوا سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَى جَهَنَّمَ وَبِئْسَ الْمِهَادُ (12) قَدْ كَانَ لَكُمْ آيَةٌ فِي فِئَتَيْنِ الْتَقَتَا فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَأُخْرَى كَافِرَةٌ يَرَوْنَهُمْ مِثْلَيْهِمْ رَأْيَ الْعَيْنِ وَاللَّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصْرِهِ مَنْ يَشَاءُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لِأُولِي الْأَبْصَارِ (13)
( قُلْ)ووایه ته یعنی ای رسوله (لِلَّذِينَ) وهغوخلګوته (كَفَرُوا) چی کافران سوی دی (سَ)زرده (تُغْلَبُونَ)چی مغلوب به کړه سۍ تاسی( و)او(َتُحْشَرُونَ)ورټول به کړه سۍ تاسی( إِلَى)و( جَهَنَّمَ) دوزخ ته (و)او(َبِئْسَ)بد( الْمِهَادُ (12)بستر،فراش دۍ ،یعنی دغه دوزخ ،،،تفصیل اوعلمی خبری،،،پوسه چی ابوداؤدپه سنن خپل کی اوابن جریراوبیهقی په دلائل کی له ابن عباس څخه روایت کړیدۍ چی رسول دخدای صلی الله علیه وسلم چی  دبدرپه غزاکی وکفاروته هغه جانی اومالی تاوانونه  ورسول کوم چی یې ورسول اوبیرته یی ومدینې ته رجوع وکړه نودمدینې یهودیې دبنی قینقاع په بازارکی سره راټول کړل اوورته وې فرمایل چی  ای دیهودوټولګئ  له مخه تردې لاایمان راوړئ اسلام قبول کۍ  چی دررسېږی وتاسی ته هغه نقصانونه کوم چی  د قریشو ومشرکانو ته ورسېدل  نودوی په جواب کی ورته وویل چی ای محمده داکاردی تانه خطاباسی چی دقریشویوڅونفردی قتل کړل  کوم چی  حربی تعلیم یې نه درلودَیْ بیشکه که تا  چیری له  موږ سره جنګ کړَی وای  نوبه په دې پوه سَوَی وای چی اصلی خلګ موږیو اوپه دې به هم پوه سَوَی وای  چی ته هیڅ کله ځموږپه  شان جنګیالانوسره نه یې مخامخ سوَی نوپه دې سبب دغه مبارک قول د خدای چی ،قل للذین کفروابیاتراولی الابصارپوری نازل سواوبیا الله پاک خپله دغه وعده رښتیا کړه  ځکه دبنی قریظه یهوددمسلمانانوپه توروسره په قتل ورسیدل اوبنی نضیریهودله مدینې څخه وشړل سول اوخیبرفتح کړسواودخیبرپراوسیدونکویهودوباندی جزیه مقرره سوه اومقاتل ویلی دی چی نزول ددغه آیت له مخه ترغزادبدرراغلی دۍ اومرادله دغوکافرانوڅخه دمکې شریفی مشرکان دی نوکله چی دغه مبارک آیت نازل سونورسول علیه الصلوة والسلام دبدرپه ورځ ومشرکانو ته وویل ،ان الله غالبکم وحاشرکم الی جهنم،اوکلبی بیاله ابی صالح هغه له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت کړَیدئ  چی وویل یهودودمدینی کله چی دمکی مشرکانودبدرپه ورځ شکست وخوړچی دامحمدقسم په خدای دئ چی هغه نبی دئ چی موسی علیه السلام دده دراتګ زیرئ پرموږکړَیْ دئ بیا ځینوددوی وویل چی تاسی یاری له تلوارڅخه کارمه اخلئ ترڅوچی یوبل جنګ هم ددوۍ له نوروخلګوسره ووینو نوبیاچی کله داحدغزا پیښه سوه اومسلمانانواصجابوته تکلیفونه ورسېدل نودوی بیرته په شک کی ولوېدل اوبدبختی باندی غالبه سواسلام یې قبول نکړاوددوی اودرسول علیه السلام ترمنځ تریوې ټاکلې مودې پوری یوتړون هم ؤچی دوی هغه مات  کړپه دې ډول چی کعب داشرف زوی  ومکی ته سره له شپېتونفروسپورولاړئ ددې دپاره چی دوی یې له پاره دجنګ کولوله رسول علیه الصلوة والسلام سره راپاره ول چی بیایې په ګډه سره پردې باندی اتفاق وکړ چی له رسول علیه الصلوة والسلام سره به په  ګډه جنګ کوی نوپه همدې سبب دغه مبارک آیت نازل سو

(قَدْ)په تحقیق سره( كَانَ)وو( لَكُمْ )تاسی لره ،یعنی ای مومنانویاای دقریشوکفارویاای یهودانو (آيَةٌ)لوی دلیل،یعنی داسلام اوقرآن اوحضرت محمدصلی الله علیه وسلم پرحق والی باندی (فِي)په( فِئَتَيْنِ)دووډلوکی،یعنی چی یوه ډله دمومنانووه اوبله ډله دکافرانووه( الْتَقَتَا)چی سره مخامخ سوې دواړی،یعنی چی سره مخامخ سوی  دغه دواړی ډلی په بدرکی  (فِئَةٌ )چی یوې ډلی (تُقَاتِلُ)جنګ کاوودې( فِي)په( سَبِيلِ)لارکی( اللَّهِ)دخدای پاک،یعنی چی هغه ډله دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم اوداصحابودده وه( و)او(َأُخْرَى )بله ډله (كَافِرَةٌ )کافره وه ،یعنی چی هغه دابوجهل اودمکې دمشرکانوډله وه (يَرَوْنَ)لیدل دوی ،یعنی  مسلمانانو (هُمْ )دوی ،یعنی کافران یې لیدل په غزادبدرکی (مِثْلَيْ)دوه مثله  یعنی دوچنده (هِمْ )ددوی (رَأْيَ )په لیدلوسره(الْعَيْنِ)دسترګو( وَ)او(اللَّهُ )خدای پاک (يُؤَيِّدُ)قوت ورکوی( بِنَصْرِ)په کومک ورکولوسره (هِ )دده یعنی دخدای(مَنْ)وهغه چاته( يَشَاءُ )چی اراده وکړی دَیْ یعنی خدای پاک وکومک دهغه ته( إِنَّ )په تحقیق سره (فِي)په( ذَلِكَ)هغه کی ،یعنی سته په هغه کی،یعنی په  هغه کی چی ذکرسوچی کافران په بدرکی الله پاک دمسلمانانوپه نظرکی دوچنده دمسلمانانووروستل حال داچی په حقیقت کی کافران درې چنده دمسلمانانووه اودارنګه یې بېخی لږخلګ چی مسلمانان ؤپربېخی ډېروخلګوباندی چی کافران ؤغالبه کړل (لَ)خامخا(عِبْرَةً)لوی پند) لِ)دپاره (أُولِي )دخاوندانو(الْأَبْصَارِ (13)دسترګویادبصیرتو،،،پوسه چی  دبدرپه غزا کی دکافرانوشمیرنزدې زرتنه ؤچی له دوی سره اوه سوه اوښان اوسل اسان ؤ اودمجاهدینوشمیرپه څه بالادرې سوه ؤاواویااوښان دوه اسان  شپږزغری  اته توری یا چړې  وې،دالهی قدرت یوه ستره ننداره داوه چی مطابق دقول دځینومفسرینو الله جل جلاله مسلمانان دکفاروپه سترګوکی دوچنده ددوی  وروستل اوکفارچی درې چنده دمسلمانانوؤدمسلمانوپه نظرکی دوچنده ددوی ښکاره کړل تفصیل په علمی خبروکی وګورۍ
تفصیل اوعلمی خبری ،(قدکان لکم)که چیری مخکی آیت دیهودوپه شان کی نازل وبلل سی نودغه خطاب هم ویهودوته دۍ  یعنی ای یهودانوتاسی لره زما پر دې خبره باندی چی ژردۍ چی تاسی به مغلوب سئ دبدر دغزا واقعه ښکاره دلیل دئ  اوکه مخکی آیت دمشرکانوپه باره کی نازل وبلل سی نوبیا داخطاب ومشرکانوته دئ اوپردغه تقدیربه حاصل دکلام داسی چی ای مشرکانودبدرپه واقعه کی کومه چی تاسی پکښی راښکېل سواست وتاسی ته داسلام پرحقوالی اودحضرت محمدصلی الله علیه وسلم پرنبوت باندی ښکاره نښانه اودلیل موجوددئ،،مظهری مع توضیح (فی فئتین)ای فرقتین پوسه چی وفرقې اووډلی ته ځکه   ،فئة،ویله کېږی چی دفئة لفظ  له فیء څخه جوړدئ کوم چی رجوع کولوته ویل کېږ ی اودجنګی ډلی اعضاء هم  دجنګ په وخت کی ځینی وځینونوروملګروته په حالاتودجنګ کی له  هرتفرق څخه وروسته رجوع کوی(فی سبیل الله)پوسه چی فی سبیل الله جنګ اوجهادودې ته ویل کېږی چی دالله ياک ددین دپاره اودکلمې داعلاءدپاره وی لکه چی په حدیث مبارک کی چی په مشکات وغیره کی مذکوردئ راغلی دی «من قاتل لتکون کلمة الله هی العلیافهوفی سبیل الله»په مظهری تفسیرکی ذکردی چی دمجاهدینوشمیردرې سوه اودیارلس ؤچی په دغوکی اوه اویاله مهاجرینواصحابوڅخه ول چی ددوی بیرغ دحضرت علی کرم الله وجهه په لاس کی وو اوداخبره صحیح ده اوچاویلی دې چی دمصعب بن عمیرپه لاس کی وو،اودوه سوه اوشپږدیرس نفره له انصارومجاهدینوڅخه وه اوددوی بیرغ  دسعدبن عباده په لاس کی وواوله دوی سره اویا اوښان وو اویوآس  دمقدادبن عمروواویوبیا دمرثدبن ابی مرثدوو اواکثرددوی بې سپرلئ وواوله دوی سره چی کومه وسله وه نوهغه صرف شپږزغری اواته دانې توری وې(واخری کافرة) ددغی کافری ډلی چی عبارت ده له مشرکانودمکې شریفی نهه نیم سوه جنګیالی  ووچی رئیس یې عتبه بن ربیعه بن عبدالشمس ووله دوی سره سل اسان وو،له هجرت څخه وروسته دااوله غزاوه چی داسلام پیغمبرپکښی حاضرووداغزاله هحرت  څخه اتلس میاستی وروسته په رمضان مبارک  کی واقع سوه،مظهری،(یرون هم)پوسه چی  دنافع اویعقوب په قرائت کی دغه فعل دمخاطب په صیغه سره راغلَیْ دئ ای ترونهم،نومخاطب په دغه قول سره یایهوددی ځکه چی دیهودویوه ډله دبدروواقعې ته حاضره سوئې وه ددې دپاره چی دا ورته معلومه سی چی څوک غالبه کېږی نوددوی په نظرکی کافران دوچنده دمسلمانانوراتلل سره لدې یې داولیدل چی مسلمانان باندی غالبه سول،سوال،پوسه چی دلته یوسوال کېږی په دې ډول چی کافران خودمجاهدینودرې چنده ؤنوالله پاک څنګه دلته دوچنده بللی دی یعنی نوپه څه وجه یی په یهودانودوچنده دمسلمانانولیدل ،جواب، صاحب دتفسیرمظهری ددې سوال جواب په دې ډول ورکړیدۍ چی ښایی چی دلته دی له تثنیې څخه مرادخپله معنی نه وی  بلکه مراددی ورڅخه کثرت اوتکراردامثالووی لکه په دې قول دخدای کی ،فارجع البصرکرتین،ای کرة بعداخری ،نوبه مطلب دا سی چی لیدل یهودوکافران یومثل دمسلمانانووروسته له بل مثل څخه یعنی ددوی په نظرکی کافران ډېرمثلونه دمسلمانانوورتلل اوکه خطاب ومشرکانوته سی نوبه معنی داسی سی چی ای مشرکانولیدل تاسی مسلمانان دوچنده دکافرانویعنی سره له دې چی کافران پرمسلمانانوباندی دوه چنده زیات ووستاسی په نظرکی مسلمانان دکافرانودوچنده ښکاره کېدل،سوال،پوسه چی دلته په دې ډول یوسوال کېږی چی په سورت انفال کی الله پاک فرمایلی دی چی ،ویقللکم فی اعینهم،یعنی اوکم وروستلاست الله پاک تاسی ای مومنانوپه سترګوکی دکافرانونودغه قول دخدای پاک خوټکرسوله دې قوله سره چی،یرونهم مثلیهم،جواب،ددې سوال جواب په تفسیرمظهری کی په دې ډول سوی دئ چی دجنګ ترپیل له مخه الله پاک مسلمانان دکفاروپه سترګوکی لږوروستل ددې دپاره چی دوی ښه پرمجاهدینوباندی زړه ورسی  خوکله چی جنګ پیل سونوبیا الله پاک ددوی په نظرکی مسلمانان ډېرکړل  ددې دپاره چی ښه بزدله سی،اوجمهورودغه فعل دغائب په صیغه سره په یاسره ویلَْ دئ ،ای یرونهم مثلیهم،پردغه تقدیردیرون مرفوع مستترضمیریاومشرکینوته راجع دئ اودهم ضمیرپه مثلیهم کی ومشرکانوته اویا وموموانوته راجع دئ ای یری المشرکون المسلمین مثلی المشرکین اومثلی المسلمین اوداهمروادئ چی دغه مرفوع ضمیردی ومسلمانانوته راجع سی  ای یری المسلمون المشرکین مثلی المسلمین ،حیث قللهم الله فی اعین المسلمین  مع انهم کانواثلاثة امثالهم لیثبتوالهم وتیقنوا بالنصرلان الله تعالی قال فی آیة ،فان یکن منکم مأة صابرة یغلبوا مأتین ) .
بیاخدای پاک تردې لاهم مشرکان دمسلمانانوپه نظرکی کم ښکاره کړل  په دې ډول چی دمسلمانانوپه نظرکی یی دونه وروستل لکه څونه چی مسلمانان وووروسته یی دمسلمانانوترشمیرلا هم دمسلمانانوپه نظرکی کم وروستل(رأی العین)پوسه  چی دایامنصوب دئ بناپردې چی مفعول مطلق دئ اویامنصوب دئ په نزع دخافض سره ای کرأی العین،مظهری،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery