مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-11-03   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

له کفري لعنتوڅخه دنجات لار(1)برخه :

علامه معین الدین ابوالفضل

بسم الله الرحمن الرحيم

بسمه تعالی !

الحمدلله وکفی واالصلوة والسلام علی عباده الذین اصطفی

امابعدمحترمومسلمانانووروڼولکه څرنګه چی تاسی وینۍ چی پراسلام اومسلمانانوباندی له هره طرفه دانکاراواعتراض لاری په موجوده دورکښی  خلاصي سویدی اومسلمانان  ورځ په ورځ دکفري شکنجواوغارت اویادارتداداودکفري غلامي  ښکارګرځي اوپه شیطاني پليدیوسره ککړېږي داسلام پاک دین دداسي بدبختیوعوامل اوله هغوئ څخه دنجات  موجبات دواړه  په وضاحت سره بیان کړیدي  چي ددغوعواملوله جملې څخه ترټولوسترعامل دمسلمانانوعقېدوي یاعملي خرابي ده اوددغودواړوډولوخرابیوعمده ترین سبب دمسلمانانو دزړو اوددوئ دباطن خرابوالي  دۍ او له دغه آفت څخه دنجات لارتخلیه اوتحلیه ده یعنی دانسان وجوداوباطن له بدواخلاقوڅخه لکه حسد،بغض،بخل،ریا،کبر،عجب وغیره پاکول اودارنګه دانسان وجوداوباطن  په ښواخلاقوسره لکه اخلاص،تواضع،حسن نیت ،له خالق اومخلوق سره صحیح تعلق ،وغیره ښائسته کول دی نو دلته  په  کارده  چي  اول  په دې  ځانونه  خبر کړو چي  د انسان  د زړه  اصلاح  د شريعت  له  نظره  په  څونه  اندازه  کښي  مهم  او ضروري  کار دئ   . ،
محترمووروڼو داسلام  پيغمبر په  يوه  مبارک  حديث  کښي  چي  امام  بخاري  ئې  د صحيح  بخاري  په  کتاب الايمان  کښي  ، او امام  مسلم  ئې   په باب« أخذالحلال وترک الشبهات  » کښي روايت  کړيدئ  )  فر مايلي  دي    : اَلا اِن  في الجسدِ مُضغَة   اِذَا صلحتْ  صَلَح َالجسد کُله  و اِذا فسدت  فسدَالجسد کله  اَلَا و هي  القلبُ     .   يعني  خبردار اوسۍ  په  دې  چي  بې شکه  په  بدن  کښي  د انسان  يوه  ټوټه  غوښه  ده  کله  چي  دا غوښه  سمه  سي  نو ټول  بدن  سميږي  ، او که  دا غوښه  فاسده  او خرابه  سوه  نو ټول  بدن  فاسد او خراب  ګرځي  خبردار ! دا ټوټه  غوښه  د انسان  له  زړه  څخه  عبارت  ده  .   په  دې  مبارک  حديث  کښي  د اسلام  پيغمبر  د زړه  په  باب  و انسانانو ته  عموما ، او و مسلمانانو ته  خصوصا  دوه  قسمه  تعليم  ورکړئ دئ  : اول  دا تعليم چي  د انسان  زړه  هم  سميږي او هم  خرابيږي  . دوهم  دا تعليم  چي د انسان  نور ټول  بدن  او دارنګه  د بدن  ټول  أعضاء  په  سموالي  او په  خرابوالي  کي  د انسان  دزړه  تابع  دي  ، که  زړه  سم  وو نو ټول بدن  به  ئې  سم وي  ، او که  زړه  خراب  وو نو ټول  بدن  به  ئې  خراب  وي  . 
دارنګه   په  يوه  بل  مبارک  حديث  کښي  چي  په  مشکوة شريف  کښي  ئې  ذکر راغلئ دئ  داسلام پيغمبر فرمايلي  دي   :   بې  شکه  دغه  زړونه  د انسانانو په  دې  ډول  زنګ  نيسي  لکه څنګه  چي    اُوسپينه « حديد» زنګ  نيسي  ،  په  اصحاب کرامو کښي  يوه  سړي  له  ده  مبارک  څخه  پوښتنه  وکړه  چي  ائ  دخدائ  رسوله  !  دغه  زړونه  چي  زنګن  سي  يعني  د ګناهونو او رذيلو اخلاقو  په  وجه  نو بیا به  په  کوم  شي  سره  دغه  زنګن  زړونه  بيرته  صفا کيږی   ؟  د اسلام  پيغمبر په  جواب  کښي  ورته  وفرمايل  :  چي  د مرګ  په ډيره  يادونه  سره ، او په  تلاوت  دقران  کريم  سره .  

دارنګه  په  يوه بل مبارک  حديث  کښي  چي  په  مشکوة شريف  کښي  ئې  روايت  سوئ دئ  ، حضرت  محمد (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي  دي   :  خبردار  ! هرشي  لره يو صفاکونکئ سته  او د انسانانو د زړو صفاکوونکئ  د الله  «جل جلاله  »  ذکر  دئ  . همدا سبب  دئ چي  د طريقت  په  سلسلو کښي  د« نقشبنديې »  طريقې  استاذان  په  اول  نوبت  کښي  و مريد ته  د قلبي  ذکر  وظيفه  ورکوي  ، مولانا   «جلال الدين  رومي  رحمه الله »  په  مثنوي  شريف  کښي  په  دې  ارتباط  داسي فرمايلي  دي  : 
                  آئينه  کز زنګ و آلايش  جدا است                            پر شعاع ِ نورِ خورشيدِ خدا است   .

يعني  دکوم  انسان  چي  د زړه  هنداره  له  زنګو  څخه  د بدو اخلاقو او اعمالو جلا او پاکه وي  نو  هغه  به  د الله «جل جلاله»    له تجلياتو  او أنوارو څخه  ډکه  وي  داچي نن  اسلامي حکمرانان اواکثرمسلمانان. دکفرپه مقابل کي بزدله سوي داسلامي مقدساتوپه مقابل کي دکفري عنعناتوخوښوونکي  اوپه راحت اوپه مصیبت کي دخپل اسلامي مسيراوهدف  بدلوونکي ګرځېدلي دي یواساسي علت ئې دزړونواوباطن  فساداوخرابي ده چي علاج ئې په صحیح صورت دقرآن کریم تلاوت  اودمرګ فکراودالله پاک ذکردۍ،والسلام

ومن  الله  التوفيق     نوربیا۰۰۰۰۰

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery