مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-12-02   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

محرم او د کربلاناورین ( ۳ برخه )ـ

علامه معین الدین ابوالفضل

محرم او د کربلاناورین ( ۳ برخه )ـ     

ليکوال :
 علامه محمد معين الدين أبوالفضل کان الله تعالي له ودامت برکاته .

د عاشورآء د ورځي تاريخي پيښي :

بسمه تعالی !!
قدرمنو وروڼو ! په دې مبارکه ورځ کښي خورا غټي او عظيمي الـــهي پيښي د تاريخ په اوږدو کښي منځ ته راغلي دي ، چي تفصيل يې پ دې شرحه دئ :
اوله پيښه : الله (جل جلاله) د اسمانو او د مځکي تخليق په دغه مبارکه ورځ کښي کړئ دئ  .
دوهمه پيښه : په دغه مبارکه ورځ کښي په ځمکه کښي الله پاک د غرونو تخليق کړئ دئ  .
دريمه پيښه : د ستورو تخليق هم په همدغه ورځ کښي الله پاک کړئ دئ .
( ۴ ) پيښه : د عرش او کرسۍ تخليق هم په همدغه ورځ کښ سوئ دئ .
( ۵ ) پېښه : الله (جل جلاله ) په دغه ورځ کښي « لوح محفوظ » او « قلم » پيدا کړيدي .
( ۶ ) پيښه : د حضرت جبرئيل او د نورو ټولو ملائکه وو پيدايښت هم په دغه مبارکه ورځ کښي سوئ دئ .
( ۷ ) : د أبوالبشر حضرت سيدنا آدم ( عليه السلام ) تخليق هم الله پاک په دغه ورځ کښي کړئ دئ .
( ۸ ) : د خليل الرحمن حضرت إبراهيم ( عليه السلام ) تولد هم په دغه ورځ کښي سوئ دئ .
( ۹ ) : له نمرود ( ملعون ) څخه ، او دده له اور څخه په همدغه ورځ کښي د حضرت إبراهيم (ع) نجات په برخه سوئ دئ  .
( ۱۰ ) : د يوه روايت مطابق و حضرت إبراهيم (ع) ته د إسماعيل (عليه السلام) په قرباني کولو سره له الهي لوري څخه أمر په همدغه ورځ کښي صادر سوئ دئ ، او بيا د حضرت إسماعيل (ع) د قربانۍ په بدل کښي چي کوم پسه راغئ هغه هم له جنت څخه په همدغه ورځ کښي راوړل سوئ دئ  .
( ۱۱ ) : په رودنيل يا په « بحر قلزم » کښي فرعون او دده قوم په همدغه ورځ کښي الله تعالی غرق کړيدي  .
( ۱۲ ) : حضرت إدريس (ع) و مکان عالي او اسمان ته په همدغه ورځ کښي پورته سوئ دئ .
( ۱۳ ) : له حضرت أيوب (ع) څخه هغه ناأشنا او عقل حيرانونکئ تکليف او مرض چي دَی مبارک په مبتلا سوئ ؤ په همدغه ورځ کښي الله پاک ليري کړئ دئ .
( ۱۴ ) : حضرت عيسی (ع) هم په همدغه ورځ کښي زيږيدلئ او هم و اسمان ته پورته سوئ دئ .
( ۱۵ ) : حضرت آدم (ع) چي له جنت څخه راووتئ او و ځمکي ته راکښته سو ، نو الله پاک د عاشورآء په مبارکه ورځ کښي دده توبه قبوله کړه .

( ۱۶ ) : حضرت داؤد (ع) ته چي الله (جلجلاله ) کوم خپل خاص مغفرت کړئ ئ هغه هم په همدغه مبارکه ورځ کښي ؤ  .
( ۱۷ ) : و  حضرت سليمان (ع) ته سلطنت او باچاهي هم د عاشورآء په ورځ الله تعالی وروبخښله .
( ۱۸ ) : الله ( جل جلاله ) چي کومه بلا کيفه إستوآء پر عرش باندي کړېده ( لکه چي الله پاک فرمايلي دي : الرحمن علی العرش استوی ) هغه هم په همدغه ورځ کښي سوېده  .
( ۱۹ ) : قيامت به هم د عاشورآء په ورځ کښي برپايه کيږي .
( ۲۰ ) : اول باران چي له اسمان څخه و مځکي ته نازل سوئ دئ د عاشورآء په ورځ وو .
( ۲۱ ) : اول رحمت چي د الله (جل جلاله) له طرفه پر مځکه نازل سوئ دئ هغه د عاشورآء په ورځ ؤ .
( ۲۲ ) : حضرت قيس بن عباده فرمايلي دي چي د عاشورآء په ورځ ټول وحشي
حيوانان د الله پاک د رضا دپاره روژې نيسي  .
( ۲۳ ) پېښه : د حضرت نوح (ع) کښتۍ چي په طوفان کښي يې راروانه کړې وه د جودي پر بند باندي يې په همدغه ورځ کښي وقوف وکړ او ودريدله .
( ۲۴ ) پيښه : حضرت إبراهيم (ع) په همدغه ورځ کښي الله (جل جلاله) د خليليت په مقام سره مشرف کړئ دئ .
( ۲۵ ) پيښه : له حضرت سليمان څخه چي په ناڅاپي ډول څلويښت ورځي سلطنت او باچاهي واخستله سوه په همدغه مبارکه ورځ کښي بيرته ورکړه سوه .
( ۲۶ ) پيښه : حضرت يونس (ع) په همدغه ورځ کښي الله پاک د ماهي له نس څخه الله پاک راوايستئ  .
( هکذا روی الغوث الأعظم الشيخ عبدالقادر الجيلاني في کتابه غنية الطالبين ، والفقيه أبوالليث الثمرقندي (رح) في تنبيه الغافلين ) .

محترمو ! دا ټولي هغه تاريخي پيښي وې چي د بندګانو دپاره ، خصوصًا د مؤمنانو دپاره غټ غټ الهي إنعامونه او إحسانونه وو  .

نوټ :

محترمووروڼو

اصلي موثقه اودباورخبره داسماعيل عليه السلام دقربانئ دنېټې په باره کښي خوداده چي دلوئ اخترپه مياشت کي دلوئ اخترپه لسمه ورځ دده مبارک دقرباني کولوقصه منځ ته راغلې ده،مخکي چي کوم ذکرماکړئ دئ هغه يوروايت دئ کوم چي غوث الاعظم رحمه الله په خپل کتاب کي ذکرکړئ دئ ـ

 ( ۲۷ ) پيښه : د کــــــربــــــــلا پيښه ده چي د جناب سرور کآئنات ( صلی الله عليه وسلم ) د مبارک لمسي حضرت إمام حسيـــــن ، دده د کورنۍ او دده د طرفدارانو  د شهادت حادثه ده ، چي د تيرو ټولو تاريخي واقعاتو خوند او خوشحالي له مسلمان څخه هيره وي ، او هر مسلمان په ډير سخت حسرت او حيرت کښي واقع کوي ، چي په زړه پوري تفصيل بې ددې سلسلې په جريان کښي ( إن شآءالله العزيز) درته راسي  .
  

د عاشورآء و ورځي ته ولي عاشورآء ويله کيږي ؟

علماوو ددې بېلابيلي وجي ويلي دي :
اوله وجه داده چي ودغه ورځي ته ځکه عاشورآء ويله کيږي چي دغه ورځ د محرم الحرام د مياشي لسمه ورځ ده .
دوهمه وجه يې داده چي په دغه ورځ کښي و لسو أنبياوو ته لس کرامتونه الله پاک وربخښلي دي ، چي ددغي ورځي په تاريخي واقعاتو کښي يې ذکر وسو  .
او ځيني يې نوري وجي هم وايي   ( کذا في الغنية ) .
            
 والسلام ومن الله التوفيق ـ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery