دا يو ملي واسلامي رسالت دی چې وياړ يې د بېنوا په برخه دی
والکاظمين الغيظ والعافين عن الناس والله يحب المحسنين
ډېر دروند او محترم مولوي صاحب،تر هر څه له مخه بښنه غواړم چې البته تاسو غلط پوه شوي ياست.
ټوکه :
له نجم المدارسه زموږ يو طالب لاندې ښار ته راغلی وو، نو د بانک ملي لوحه يې کتلې وه، نو سملاسي يې پخپل ملايي ليک لوست او اعراب ته اړولې وه چې ((بِانّک مليٌّ افغان)). برداشت مشکل دی. تاسو چې د سولې شوری د مرستيال په حيث دومره برداشت نه شئ کولائ، نو له نورو به څه ګيله وکړو؟
زه به هېڅکله پر هېچا افتری او بهتان ونه لګوم، خو د خلکو ګواښنه هم نه شم زغملای. الله تعالی زموږ سمبوليک جهاد ته اړتيا نه لري.
ستا خبره :
موږ د افغانستان په شرايطو د برابر نظام له مخې او د افغانستان د اساسي قانون له مخې مبارزه کوو، خو ګلبدين حکمتيار پخپلو شرايطو مبارزه کوي.
زما خبره :
[[حکمتيار د افغانستان معمر قذافي دی. هغه هم د ځان لپاره يو شين کتاب لره چې واک يې ټول پکې د ځان، کورنۍ او د خپلوانو کړی وو، خو حزب بيا يو وخت د غړيتوب شنه کارتونه لرل. چا به چې نه لره، نو مسلمان به يې نه باله. هغه که ليبيا ځانته کړې وه، خو اباده او ساتلې يې وه. مګر زموږ خپل وطن وران او ونه شو ساتلی. هم يې د بابر او حميدګل پر لاسونو او هم يې پر پخپلمنځي جنګونو کې وران کړ. يو ته خپل ايمان عزيز مراد، بل ته عبدالله او بل ته خپل ايمان زما وطندار خوار کړ. ده هم حزب خپل ځان، زامنو، لوڼو او زومانو ته کړی. ځکه خو نوموړی خپلې ځانغوښتنې او سرتمبه ګۍ د تجريد حالت ته رسولی دی.]]
زما محترم مولوي صاحب،
ما پر تاسو هېڅ بهتان نه دی لګولی او نه به يې ولګوم او نه به يې هېڅکله پر ښاغلي حکمتيار باندې ولګوم، خو په دوو خويونو کې ما نوموړی له هغه سره تشبيه کړی چې يو يې ((ځانغوښتنه)) او بل يې ((سرتمبه ګي)) ده نه په نورو کې. تاسو محترم هغه پخپله تر نيوکې لاندې نيولی دی چې هغه پخپلو شرايطو مبارزه کوي او تاسو يې په هغه شرايطو نه کوئ.
دا چې تاسو محترم د جهاد خبره کوئ، درست ده چې هغه به د جهاد افتخار لري، خو دا د جهاد افتخار يوازې د ده کارنامه نه ده، بلکې ټول ملت په دې اړه قرباني ورکړې ده نه يوازې حزب. که بيا هم تاسو يې راسره نه منئ، نو د زرداد، قلم، چمن، سپي، تڼي، دوستم او داسې نورو کې لکه واخلې د حزب و د جمعيت ترمينځ خپلمنځي جګړې او داسې نور. خو له دې هم سترګې پټول په کار نه دي که د دې غرب پرېمانه مالي او نظامي مرستې او ملاتړ له موږ سره نه وای، نو تاسو خو بيا د شهيد داود خان په مقابل کې يوځل ناکامه هڅه وکړه، خو کومه ګټه يې درته ونه کړه.
ښاغلی حکمتيار صاحب خو د تفسير خاوند هم دی، خو که د جهاد مقصد د کلام الهي سره په تصادف کې وي، نو بيا به د دې څه حکم وي؟ چې :
وتعاونوا بالبر والتقوی ولاتعاونوا بالاثم والعدوان
څښتن تعالی موږ ته د انسان خطاب کوي او په ټولو مخلوقاتو کې اشرف المخلوقات دی، خو ډګر جنرال زرداد فريادي بيا يو انساني سپی ساتلی وو. لکه څنګه چې ويل کيږي، د حزب دننه ډېرو مؤمنو او متدينو خلکو نوموړي ته د پورته اشخاصو په اړه به ځينې مشورې هم ورکړي وي، خو فکر کوم چې يوه يې هم نه ده منلې، نو ځکه محترم استاد محمد زمان مزمل د مرحوم مولوي خالص د هغه شعر ((د خوب حقيقت)) په ځواب کې يې ورته خپل يو له محتوی ډک شعر ويلی وو چې وروستی بيت يې :
بزرګان پکې لغړ شول له ايمانه
څومره ښه چې بې نياز د ګېلمجم شوې
زما محترم مولوي صاحب،
موږ خو جهاد ډېر پر خلکو زبادوو، خو دېته مو بيا خيال نشته چې ايا په رښتينې مو دا سرښندنه د الله تعالی د غوښتنو او تقاضا سره سمه کړې او کنه؟ فکر کوم چې ځواب به يې مشکل وي. که الله تعالی له موږ سره چېرته غيبي مرسته وکړه، خو هغه دی، کنه، نو والله اعلم چې زما په شمول به موږ په ورځ د محشر کې روښانه ځوابګويه شو.
زما محترم مولوي صاحب،
موږ او تاسو ټول د يو وطن خلک يو. په هغه وخت کې خو د جهاد مدارک او منابع روښانه وې، خو اوس روښانه نه دي، نو هڅې که تاسو محترم مولوي صاحب نه وپوښتم چې ايا موږ به پر سرور کائنات او خلفای راشدينو او صحابه کرامو نه ډېر بهتره يو. رسول مقبول مبرور صلی الله عليه وسلم ته له اسمانه وسله او پيسې نه دي راغورځېدلي او که د ملايکو کومه مرسته او حمايت يې شوی، نو هغه نصوصي ثابت دی چې هېڅوک ترې انکار نه شي کولای.
لکه څنګه چې ما اشاره وکړه چې په تېر پير کې زموږ د جهاد مدارک او منابع روښانه ول، ولې اوس نه او که روښانه هم دي، نو بيا هم پرې موږ او هم هغه څوک يې چې راکوي دواړه منکر يو. ايا د اسلام مبارک دين دې ډول کړنو ته څه ضرورت لري؟ يو حقيقت چې د لمر غوندې روښانه وي، نو ولې پرې سړی منکر شي؟ له يوې لورې موږ وايو چې مذهب، دين واسلام يوه روښانه پديده ده، نو بيا يې ولې پر درواغو باندې وکړو؟ ايا د اسلام مبارک دين او څښتن تعالی زموږ درواغو ته لېواله دی؟ نه، بلکې دا يو ممنوع عمل دی په اسلام کې.
زما محترم مولوي صاحب،
دا چې ما بابر او حميدګل ته اشاره کړې، دا به تاريخ ته پرېږدو او وروستی نسل به پرې قضاوت وکړي.
يو شی بايد درته په زغرده ووايم چې زه د ټولو هېوادوالو د پښو خاورې يم. دوی زما مشران او زه يې کشر يم، خو هر چا مې له خاورې، خپلواکی، مقدساتو او مذهب ته سپک کتلي ورسره نه جوړېږم، ولو که هر څوک وي.
ما ته خپله خاوره او مقدسات تر هر چا محترم دي. ورته وفادار يم او ورته به وفادار واوسم. زما شعار دا دی چې زه دې نه يم، خو وطن مې دې وي.
دا چې تاسو ما ته ګواښنه کړې او محکمې ته مې راکاږئ، نو تا ته خو مخامخ ډاکټر عبدالله عبدالله له خپلې مېرمنې سره يوځای ناست دی چې د هغو مخکنيو تړونونو ګوته ورته نيول کيږي چې د پښتنو وينه يې ورته بښلې او له هر ډول عدلي تعقيب او مجازاتو يې مستثنی کړي دي په بله مانا مصؤونيت يې ورته ورکړی. د کابل په جنګونو کې چې پنځوس زره بېګناه انسانان پکې شهيدان شول. ښار وران او کنډواله شو. د اخچې او د ليلی دښتو نه چېغې راپورته کيږي چې له موږ سره ظلم شوی. موږ په کانتينرونو کې واچول شو او ولوږې، تندې او تازه هوا د نه رسېدو له امله يو پر بل باندې لکه امبر مړه شو. ولې څوک مالک، دوستم او خليلي محکمې ته نه راغواړي؟ زما افتری به لويه ګناه وي او که له ارګ سره نژدې په خوا کې به د يو بل مسلمان پر کور او حريم تېری لويه ګناه وي؟
زه دېته حيران يم چې له يوې لورې حکمتيار صاحب نه ننګه کوئ او له بل لورې يې مخالفت کوئ. که د هغه شرايط د منلو وړ وي، نو بيا تاسو ولې دا خبره کړې چې هغه پخپلو شرايطو مبارزه کوي. البته تاسو ته به يې شرايط درست نه برېښي. که درست وي، نو بيا خو په کار ده چې منښته ورسره وي او کنه، نو بيا خو په کار ده چې هغه ته وويل شي چې نه اوس به د جنګ پر ځای سوله غوره وي. زه حيران دېته يم چې موږ يوازې پر جنګ اتکاء لرو او هغه هم د بل په پيسو او وسلو، خو سوله چې هم بيا الهي غوښتنه ده نه يې مراعاتوو او پکې شرايط راوباسو.
همدا اوس په تاند کې يوه ويډيو خپره شوې وه چې البته اوس له سايټه لېرې کړه چې هلته يو طالب کوچي چې خپل ځان يې د نورخان په نامه معرفي کړي او بل نوم يې نری او په قوم سلطان خېل چې مذهب، اسماني کتابونه، د لمانځنه خو لا څه کړې ان تر دې چې د اوداسه فرايض او سنت نه پېژني. په دې نه پوهيږي چې موږ د الله تعالی بنده ګان او د نبي عليه السلام امتيان يو. د پوښتنې په ځواب کې وايی چې موږ د خدای امتيان يو او داسې د نورو پوښتنو ځوابونه درواخله.
بيا هم ستاسو د اطمينان لپاره به درته دلته د رحمن ملک ويډيو وړاندې کړم چې ((قل هو الله احد)) سمه نه شي تېرولی چې دلته يې کتلای شئ :
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taanda&article=34509
وزما محترم مولوي صاحب،
مه خفه کېږه، موږ د مجاهدينو په نوم پر ټول واک خېټه اچولې. که لږه خبره تاوبالا شي، نو بيا سملاسي سورې نارې وهو چې مجاهدين په قدرت کې نه دي. همدا اوس د شمال ټلواله چې تا ورسره اوس نوې او خوږه يارانه شروع کړې او خپلو غونډو ته يې رابولې، نو ايا منحيث يو عالم دين او مجاهد او هم د سولې شوری د مرستيال په توګه چې ولسمشر د کورنو د چاپو، تالاشيو، په سپيو ډارولو او داسې نورې نارواوې چې ترسره شوې ولې خپل غږ پورته نه کړ؟ په داسې حال کې چې تاسو د سولې شوری مرستيال هم ياست، خو پر دې بريالي نه شوئ چې د خپل مشرتابه او د کرزي ترمينځ سوله وکړئ.
زه حيران دېته يم چې زما ښکتني اسلامپال موږ ته د شريعت نارې وهي، خو خپله خپل د کورنيو چارو وزير ته سورة اخلاص نه ورزده کولای. ګوره مولوي صاحب ((قل هو الله)) خو د ښځو هم ياده ده، نو دوی چې زموږ د طالبانو او حزب ملګرتيا کوي. اوس خو هغه د لارې د خلاصون په تړاو مظاهرې هم کوي، خو يو شی چې هغه ځانمرګي بريدونه دي هغه هم په داسې حال کې چې د الله تعالی کور ترې هم خلاص نه شو او هلته هم يې چاودنې وکړې، نو ولې يې بيا سولې ته نه رابولي؟ او تاسو کې هم دومره جرئت نه شته چې د دغې مختلف فيه مساله کې چې شيخ يوسف القرضاوي د فلسطينيانو لپاره ورکړې وه او پرته له شيخ طنطاوي نه يې بل چا ملاتړ نه وو کړی. تاسو خپله په دې مساله کې پوه ياست، نو ولې بيا چپ ياست؟
محترم مولوي صاحب،
زه دا نه شم زغملای چې ولسمشر مې همدا اوس چې ته يې د سولې شوری مرستيال هم يې د پيپليانو سره خوشامندې کوئ. ښاغلې شيري رحمن وايی چې :
ټول افغان و دعوت :
د افغانستان په ګټه تاريخي فرصتونه
[[بلخوا امريکا کې د پاکستان نوې سفيرې شيری رحمن د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځ اندتوګه په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې داسې څرګندوي «کابل کې هرحکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري او دا په دې مانا چې افغانستان به د هند ، امريکا او خپله د افغانانو په ضد وي . راډيو ازادي ، د نومبر ۲۹ مه »]]
زما محترم مولوي صاحب،
دا خو همدا تاسو حزبيان وجمعيتيان وئ چې د شهيد داود خان په وخت کې مو تېښته وکړه او هلته بيا د نصيرالله خان بابر سره مو مجلسونه کول چې طالبان يې اوس وروستۍ پروژه ده. زه خو منحيث يو افغان وپيرخانه دا نه شم زغملای چې که اوس په افغانستان کې د پاکستان پلوی حکومت نه وي، نو هېواد مې دې څوک په رسميت نه پېژني او له هويته مې انکار کوي. په داسې حال کې چې خپله انګرېزانو دېته د ((زقوم مړۍ)) او نورو تاريخ پوهانو بيا د امپراتوريو هديره بللې، خو ښاغلې شيري رحمن پيپلۍ ترې اوس انکار کوي او ولسمشر مې ورسره دوستي پالي. دا خو هماغه پيپليان دي چې تاسو يې د شهيد داود خان په مقابل کې وروزلئ او نن د هماغه روزلو انجام او عواقبو ته يې ګوره چې ستا غوندې يو محترم او دروند شخصيت بيا خپل مشرتابه سرزوری بولئ او د هغه کړنلاره نه تعقيبوئ او اوس د زمان او شرايطو د غوښتنو سره خپله پاليسي برابروئ.
زما محترم مولوي صاحب،
د شرم خبره خو همدلته ده چې موږ په دې وياړو چې موږ د کمونېستانو سره وجنګېدو، خو له بل لورې موږ د پيپليانو او د څارګرې ادارې په غېږ کې رالوی شو. عجيبه خبره ده چې خپل کمونېستان راته بد ښکاري، خو نور نه. له موږ سره امين خاين شو او خيانت يې تر دې اندازې دی چې اوس له همدا تا سره سولې ته نه پرېږدي. که روسان و همدا نور اوسني بهرنيان پړ بولو، نو نورو مسلمانانو راسره څه وکړل؟ که هغوی مې د هر څه غله دي، نو دوی خو بيا له هغوی يوه نېزه زياته پښه له خپلې بړستنې غځولې ده.
نورې خبرې نه اوږدوم، خو دومره درته وايم چې زما د پلار وخسر او نورو خپلوانو په شمول په څلور شپېته کې يوولس تنه روسانو شهيدان کړي او زه په پاکستان کې په مدرسه کې وم. نه مې خپل ځان پر چا خرڅ کړی او نه خپلوان. ما ته به جهاد هم ډېر پورته پورته نه کوې. زه پوهېږم چې جهاد څه ته وايی؟
زه پر خپل وطن مين يم. پکې لوی شوی او خاپوړې پکې کړي او پکې مې زده کړه کړې ده. هر چېرې چې يم ورته به وفادار يم. هر څوک چې مې خاورې ته، مذهب ته، خپلواکۍ ته او ولس ته په سپکه سترګه ګوري. دښمن يې يم او دښمن مې دی او د غليم او ښکېلاکګر په سترګه به ورته ګورم. دا خو به مې يوولس تنه شهيدان شوي وي چې دا ټوله کورنۍ مې هم اوس څه د بهرنيانو او څه د ګاونډيو د منحوسو او څارګرو ادارو له لاسه تباه شي له خپل انده به مې څوک وانه ړوي.
ما ته خپل وطن ګران دی. د هغې خاورې ما ته مشک وعنبر دي. هر څوک چې مې له خاورې، مقدساتو او نواميسو ته په سپکه سترګه ګوري، جوړ نه راځم. زه دې نه يم، خو وطن مې دې وي.
نوټ :
دا چې تاسو ما ته د (روهي ويبپاڼه)) کې ګواښنه کړې، نو زه په ځواب کې دومره درته ويلای شم چې ما ته هر څه ضرر ورسېده، نو تاسو زما ځای ياست.
په درنښت