مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-09-11   مخپرونکئ : 061 - دبېنوالیکوال - انګلستان

د افغانستان د ملي واکمنۍ سر په درياب کي دئ!

محمدهارون خپل

د يرغلگرو امريکايي لښکرو له خوا زموږ په پلرنۍ خاوره کي، د بې گونا افغانانو د اسارت او شکنجې دپاره د بگرام او داسي نورو محبسو او توقيفخانو جوړول، زموږ د ملي واکمنۍ د نقضولو او نست کولو تر ټولو دردونکی مثال دئ . د خپلواکو او زړورو افغانانو پر مېنه د داسي زندانو او شکنجه ځايو جوړول له ورايه د پردو پوځو له خوا د دې سرلوړي هيواد د پوځي اشغال او د کرزي د فاسدي او بې کفايتي ادارې د مزدورۍ او بې واکۍ په مانادئ . البته، په دې خبره يوازي هغه څوک پوهېږي او پوهېدلای سي، چي په رگو کې( کي يې) د خپلواکۍ، ملي غرور او افغانيت ويني وچليږي، نه مزدور کرزی، د پخواني شمالي اتحاد وطن پلورونکي جنگي ډلي ټپلي، جهادي سوداگران، د پردو استخباراتي شبکو جاسوسان، د مخدره موادو کاروباريان او د غير انساني گټي وټي نور ټيټ او بې ايمانه دلالان، چي حيات او ممات يې په پردو لښکرو پوري تړلئ دئ؛او د اتلانو په دې نه ماتېدونکي مورچل کي د پردو عسکرو و همېشنۍ واکمنۍ ته د ستر وياړ په سترگه گوري . دا بې ننگه، بې غيرته او بې ناموسه مزدوران، په غلامۍ او وطن پلورونه کي د روسي يرغلگرو تر نوکرانو هم  سل کوټي مخکي دي؛ ځکه ټول شاهدان وو، چي سرو لښکرو زموږ د هيواد په لس کلن ( ۱۹۷۹ - ۱۹۸۹ع) اشغال کي هيڅکله د افغانانو د اسارت او شکنجې دپاره محبسونه نه لرل .

امريکايي اشغالگران د خپلي جعلي او خود ساخته ټرمينالوژۍ له مخي، د بگرام په محبس کي را غونډ سوي بنديان « د جنگي حالاتو بنديان »گڼي، چي د دوی په باور يې هم محاکمه کول گران کار دئ او هم يې خوشي کول؛ ځکه نو د بين المللي حقوقو او درستي نړۍ د عامه افکارو پر خلاف فرعوني « استدلال » کيي، چي دا ډول کسان بايد تر نامالومي مودې د زندان په تورو خونو کي بندي وساتل سي. د يادوني وړ ده، چي په دې مهيب او وحشتناک زندان کي پر مظلومو افغانانو سربېره د ځينو نورو هيوادو اتباع هم د بند و زند دردناکي ورځي تېريي . دا پردي وگړي اصلاً په خپلو متبوع يا نورو هيوادو کي نيول سوي دي؛ او وروسته د پوښتنو، پلټنو او شکنجو دپاره لاس تړلي، پښې تړلې و بگرام ته بېول سوي( په واقعيت کي تښتول سوي) دي، چي نن سبا يې په حقوقي اصطلاح رنډيشن(rendition) بولي. په بگرام کي د پردو اتباعو بندي کولو او شکنجه کولو، بېله شکه زموږ و اشغال سوي هيواد ته د بين المللي جېلخانې رنگ ورکړئ دئ . امريکايي پوځيان غواړي هغه پردي او افغان بنديان، تر نامالومي مودې په خپل واک کي وساتي، چي دوی يې د « مهمو يا سرغنه کسانو» په نامه ياديي . ښايي تر هغه مهاله يې په خپل واکي ساتل غواړي، چي يا د جسمي او روحي ناروغييو په وجه هورې ساه ورکي يا تر اوږدو شکنجو، کړاوو او غرور ماتولو وروسته د اشغالگرو پوځو له استخباراتي سازمانو سره د مرستي او همکارۍ ژمنه وکي!

له حقوقي پلوه، بې قانوني تور او قانوني محاکمې، د خلگو تعقيبول، نيول او توقيفول، د بين المللي حقوقو پر معتبرو اسنادو سربېره زموږ له نافذو ملي قوانينو سره هم کلک ټکر لري . د بشر د حقوقو د نړۍ والي اعلاميې په نمه ( ۹) ماده کي د خپلسر نيولو، توقيفولو يا شړلو د مخنيوي په باب داسي حُکم تسجيل سوئ دئ: « هيڅوک بايد له خپلسر نيولو، توقيفولو او شړلو سره مخامخ نسي. »۱ همدا اصل د کرزي د مزدور رژيم د تپل سوي اساسي قانون په اووه ويشتمه ( ۲۷) ماده کي د جرمو او جزاوو د مشروعيت په ترڅ کي بيان سوئ دئ، چي د هغه له مخي هيڅ عمل د هغه قانون له احکامو پرته، جرم نه گڼل کيږي، چي د هغه تر ارتکاب مخکي نافذ يي (وي) .دغه راز د قانون له حکمو پرته، د هيچا په تعقيولو، نيولو او توقيفولو لاس نه پوري کيږي .۲ د افغانستان د جزا د قانون دوهمه، دريمه او څلرمه ماده هم په روښانه ټکو د جرمو او جزاوو د مشروعيت پر اصل ټينگار کيي.۳ په ملي او بين المللي حقوقو کي، شکنجه او تعذيب تر غير قانوني تعقيبولو، نيولو او توقيفولو هم په سختو او جدي ټکو غندل سوي دي .۴ افغانان په خپله قضاوت کولای سي، چي امريکايي يرغلگر پوځونه او د افغانستان په امنيتي، استخباراتي او عدلي ادارو کي د هغو بېلابېل مزدوران د بين المللي حقوقو او افغاني قوانينو و دغو صريح احکامو ته څونه او څه ډول « درناوی » کيي!

د کرزي و مزدور، فاسد او بې کفايته رژيم ته د بگرام محبس قسمي يا جزيي واک سپارنه په هيڅ ډول زموږ د ملي واکمنۍ د بيا ترلاسه کولو او تضمين په مانا نه ده . اول خو دا چي امريکايي واکمنانو په ډاگه ويلي دي، چي غواړي ځيني په اصطلاح « ارزښتناک بنديان » مستقيماً په خپل واک کي وساتي. بې ښه و بده، تر نامالومي مودې پوري د « مهمو بنديانو » په نامه د بې گونا خلگو بندي ساتل د سرزورو کاوبايانو په دود دستور کي څه عجبه خبره نه ده . ټول جهان خبر دئ، چي د گوانتنامو د زندان بنديان هم د بارک اوباما د رسمي ژمنو پر خلاف تر اوسه پوري د زندان په قفسو کي، بندي ساتل سوي دي .

که امريکايان د بگرام محبس ټول بنديان، بې استثنا، د کرزي و مزدوري، فاسدي او بې کفايته  ادارې ته و هم سپاري، سره له دې هم زموږ له لاسه وتلئ ملي حاکميت بيرته نسي اعاده کېدلای!
د يرغلگرو امريکايي او ايتلافي پوځو ظالمانه اشغال، د گاوڼدييو هيوادو بې شرمانه تېرييو او لاسوهنو او په هيواد کي د بېلابېلو مزدورو ډلو ټپلو خاينانه معاملو زموږ و ملي واکمنۍ ته دونه سخت زيان رسولئ دئ، چي بشپړه او هر اړخيزه اعاده يې د افغانانو پياوړي ملي وحدت او لويو قربانييو ته اړتيا لري .
تر هغه مهاله چي زموږ په مدني، سياسي، فرهنگي او اقتصادي ژوند کي د پردو لښکرو راج او تاراج روان يي، د افغانانو د ملي واکمنۍ خبري بې لاپو او باټو بل څه نه دي . په داسي حال کي، چي پردي پوځونه زموږ پر کلو او بانډو بمبارۍ کيي؛ شپه او ورځ زموږ د بېوزلو او بې بازخواستو هيوادوالو پر کورو، دوکانو، ماجتو او نورو محرمو ځايو چاپې وهي؛ د خلگو سترگي او لاسونه تړي، زموږ په شرف او عزت ملنډي وهي؛ د هيواد فضايي حريم، لاري، هوايي ميدانونه او نور ستراتيژيک ځايونه په خپل واک کي لري، د ملي واکمنۍ دعوه د اوبو پر مخ کرښي دي او بس .


 په ډېري خواشينۍ سره افغانان دمگړی له مځکنۍ بشپړتيا څخه نيولې بيا تر ملي واکمنۍ او سياسي خپلواکۍ پوري هيڅ يو هم نه لري . ايا دا مځکنۍ بشپړتيا ده، چي پاکستاني پوځيان څودېرش کيلو متره زموږ خاوري ته را ننوزي؛ له پروسږ کال راهيسي زموږ د نورستان، کونړو او ننگرهار ولايتو پر سرحدي سيمو وحشيانه بمبارۍ کيي؟! ايا د افغانانو ملي واکمني دې ته وايي، چي امريکايانو د عامي وژني ړانده ماشينونه ( ډرونونه) شپه او ورځ زموږ له خاوري او فضايي حريم څخه په استفاده د مظلومو او بې گونا پښتنو پر کورو او کلو بمبارۍ کيي، خو موږ يې د پوښتني او گروېږني حق هم نه لرو؟!  دا ډول « ملي واکمني » دي وکرزي، فهيم، خليلي، ضياء مسعود، قانوني، عبدالله، نور، دوستم، سياف، گيلاني، مجددي، سپنتا، احدي او داسي نورو مزدورانو ته مبارک يي!

د امريکايي او ايتلافي اشغال، پاکستاني تېرييو او ايراني  لاسوهنو په شرايطو کي د سياسي استقلال مسأله هم و هر هوښيار او دراک افغان  ته د پوهېدو وړ ده . تاسي وگورئ، خپلواک او باغروره افغانان په احتجاجو، مظاهرو او لاريونو سره پر خپلو سرحدي سيمو د پاکستاني پوځيانو د بې شرمانه تېرييو سمدستي مخنيوی غواړي، خو د کرزي او پخواني شمالي ايتلاف امريکايي باداران دا کار له پاکستاني واکمنانو سره د خپلو اړېکو او خپلو نورو استعماري گټو په زيان بولي؛ له همدې کبله يې ځانونه داسي ناگاره اچولي دي، چي ته به وايي هيڅ هم نه دي پېښ سوي . موږ د مصرفي او وارداتي اقتصاد پر ځای و توليدي او صاداراتي اقتصاد ته اړتيا لرو، خو امريکايي او ايتلافي دولتونه ، آی . ايم . ايف  (IMF)، نړۍ وال بانک او داسي نوري مالي مؤسسې زموږ دا روا غوښتنه له خپلو استعماري او استثماري گټو سره په ټکر کي ويني؛ زموږ خلگ د خپلي ژبي، فرهنگ او ملي وياړونو ساتنه او پالنه غواړي، خو کرزی او د پخواني شمالي ايتلاف مزدوري ډلي ټپلي د ايراني اخوندانو د ډالرو او يوروگانو په اخيستلو سره د افغانانو دا ملي ارمان تر پښتو لاندي کيي. په دې او بې شماره نورو مثالو کي د کرزي د مزدور رژيم سياسي خپلواکي چيري ده؟!

په روښانه او جدي ټکو بايد و وايو، تر هغه مهاله چي د پردو وسلې، پيسې او تبليغات زموږ پر سياسي، اجتماعي، فرهنگي او اقتصادي ژوند حکومت کيي، په دې وران  هيواد کي د ملي واک خبره هم بالکل پوچه او بې ځايه ده . د پردي اشغال او بهرنييو لاسوهنو پر ختمېدو سربېره، زموږ واکمني تر هغه مهاله په سمه او دقيقه مانا ملي خټه نسي موندلای، چي د هيواد د سياسي، اجتماعي، فرهنگي او اقتصادي ژوندانه واگي د خاينو او جنايتکارو جنگي ډلو، پردو جاسوسانو، غلو او مافيايي کړييو پر ځای د دې زړور او سرلوړي ملت و خپلواکۍ مينو، وطندوستو او سپېڅلو بچانو ته و نه سپارل سي .

دمگړی خود افغانستان د ملي واکمنۍ د بيرته اخيستلو سر په درياب کي ښکاري، راسئ د ليکني په پای کي وافغاني لوري ته د بگرام محبس د جزيي واک سپارني پر ځينو عملي اړخو څو لنډي خبري وکو. زموږ باخبره لوستونکي پوهېږي، چي په افغانستان کي د ملگرو ملتو د مرستو د انسجام ادارې ( يوناما) تر يوې اوږدې بې تفاوتۍ او چپتيا وروسته د تېر کال په اکتوبر کي د کابل د مزدور رژيم په محبسو او امنيتي - استخباراتي ادارو کي د بنديانو او نورو توقيف سوو کسانو د سيستماتيکو شکنجو په اړه څلور اويا (۷۴) مخيز رپوټ خپور کئ، چي د درې سوه، نه اويا ( ۳۷۹) مختلف النوع  بنديانو او نيول سوو کسانو د مرکو پر بنسټ برابر سوئ ؤ . په دې رپوټ کي ويل سوي وه : « د هغو کسانو له نيمايي سره وحشيانه او ساديستي چلند سوئ دئ،چي د افغانستان  استخباراتي ادارې ( ملي امنيت) يې پوښتني او گروېږني کړي دي؛ او د هغو کسانو له دريمي برخي سره هم کټ مټ همدا چلند سوئ، چي د « ملي پوليسو» له خوا نيول سوي دي.» ۵  لنډه دا چي د افغانستان وسله وال پوځ، په تېره بيا محبسونه، امنيتي او استخباراتي ادارې تر ډېره حده د داسي کسانو په لاس کي دي، چي په شکنجه کولو او ربړولو کي ډېر بد نوم لري . که د بگرام د امريکايي زندان محبوسين د کرزي د فاسد او بې کفايته حکومت د لنډغرو په لاس کښېوزي، زه پوره باور لرم، چي د مظلومو او بې پوښتني بنديانو د حبس رژيم به حتا د امريکايي اشغالگرانو تر حال هم بې خونده سي؛ ځکه د خاد، پوليسو او امنيت وحشيان په شکنجه کولو کي تر خپلو روسي او امريکايي بادارانو هم بې رحمه دي؛ هر څه چي کيي، هيڅوک بې د پوښتني او گروېږني جرأت نه لري .

د قضيې بل اړخ دا دئ، چي کابل رژيم د امريکايي چارواکو په سلا مشوره، له وسله والو مخالفينو سره د پوخلايني په خاطر، د ټولو بنديانو په خوشي کولو لاس پوري کي . په عزت او درناوي سره د بې گونا بنديانو ايله کول، بېله شکه کولای سي د سولي او پوخلايني له بهير سره  څه نا څه مرسته وکي . اشغالگر پوځونه او کابل رژيم دواړه په هيواد کي د افغان اولس د کرکي کمولو او وسله والو مخالفينو د باور زياتولو دپاره و دغه راز نرمښت ته ډېره اړتيا لري؛ مگر په کابل رژيم کي د پخواني شمالي ايتلاف ټولي واکمني ډلي ټپلي هيڅکله ودغه راز نرمښت ته زړونه، نه ښه کيي .د هغوی پليت او کرغېړن مکنونات ښيي، چي که يې لاس بر سي د خپل ظالمانه واک د خوندي ساتلو په خاطر به د « کلای جنگي » او « دشت ليلي » خونړي ناورينونه، په يوه بله بڼه بيا تکرار کړي. دا چي د بگرام له مظلومو او بېوزلو بنديانو سره به څه چلن کيږي؛ د سولي، پوخلايني او نرمښت لار به اخيستل کيږي،که د سختوالي، زورزياتي او کسات، راتلونکي وختونه به هر څه لمر غوندي روښانه کي .


لمنليکونه

         1United Nations, The Universal Declaration of Human Rights , adopted on 10 December, 1948: http://www.un.org/en/documents/udhr/
 
۲ ( قانون اساسی افغانستان ، ۱۳۸۲) .
۳ (قانون جزای افغانستان ، ۱۳۵۵) .

۴ د پراخو مالوماتو دپاره وگورئ : محمدهارون خپل، « د يرغلگرو پوځو او مزدورو زورواکو سيستماتيکي ځوروَني »، لومړۍ او دوهمه برخه،  ۲۳ - ۲۴/ ۱۰/ ۲۰۱۱، بېنوا ډاټ کام :
 http://www.benawa.com/pashto/print.php?id=45449&
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=45494
                5United Nations Assistance Mission in Afghanistan, UN Office of the High Commissioner for Human Rights, Treatment of Conflict-Related Detainees in Afghan Custody , October 2011, Kabul, Afghanistan: http://unama.unmissions.org/Portals/UNAMA/Documents/October10_%202011_UNAMA_Detention_Full-Report_ENG.pdf

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery