مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-24   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دعيدالاضحي په مناسبت: (۳) برخه .

علامه ابوالفضل افغاني....


دعيدالاضحي په مناسبت:   (۳) برخه  .

ليکوال : علامه محمد معين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته  . 

بسم  الله الرحمن الرحیم ط

قدرمنومسلمانانووروڼوپه دې برخه کښي دالله پاک دسترخليل حضرت ابراهيم عليه السلام دوو هغوابتلاګانوخلاصه اوپخوړدرته ذکرکوم کومي چي له جملې څخه دهغو الهي ابتلاګانودی چی پرده باندي راغلي دي اوپه هره ابتلاا وازمايښت کښي يې والله پاک ته په ډيره مردانګي سره  دتسليم  اودعبديت  اوداخلاص امتحان ورکړيدئ  چي په نتېجه کښي الله جل جلاله  دخلیلیت په مقام سره مشرف کړ او اکثرپيغمبران يې دده په اولادکښي پيداکړل چي اخيرددوۍ امام القبلتين،نبي الثقلين ،سيدالکونين،سرداردبنی آدم حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  دئ ،   کومی چي په دې شرحه دئ :
اوله الهي ابتلااوازمايښت:
حضرت ابراهيم خليل الرحمن په داسي زمانه کښي الله جل جلاله  پيداکړ چي له يوه طرفه (مطابق دقول دابن کثيرپه قصص القرآن کښي) دزمکي پرمخ چي څه انسانان وه ټول کافران وو   په کوم محل کښي چي دده مبارک تولدوسونودهغه محل ټولو انسانانو داوو  ستوروعبادت کاوه اودعبادت په وخت کښي بې مخونه
دشمال  وطرف ته ګرځول اوله بلي خوا  حضرت ابراهيم عليه السلام ته دده په کوچنيوالي کښي لا   الله جل جلاله وده ته داسي هوشیاری ،پوهي اوبصارت اوبصيرت وربخښلئ ؤ چي له هم هغه کوچنيوالي لاپه دې ښه پوهيدئ چي دزمکی پرمخ چی څه خلګ دی ټول ګمراهان دي،اووروسته بيا الله جل جلاله  پيغمبرهم کړ.
لکه چی الله جل جلاله   فرمايلي دي:
ولقداتيناابراهيم ُ رُشْده من قبل وکُنَّابه عالمين   (سورة انبياء،آية ۵۱)
نوتاسي فکروکړئ چي په ټوله زمکه کښي يوسړي دحق والاوي اونوروټولوخلګودباطل طرف نيولئ وي نوددغه يوه سړي به څنګه حالت اوکيفيت وي ،موږاوتاسي وينوچي په کلي کښي يوسړي بې لاري وي نورټول خلګ سم وي ليکن ددغه يوه سړي چاره نسي کولاۍ اوټول له دغه يوه سړي څخه ازرده وي.
دوهمه الهي ابتلااوازمايښت:
دحضرت ابراهيم عليه السلام خپل پلا ر آزَر   دده په مقابل کښي ودريدئ اوابراهیم علیه السلام ترټولوله مخه وده ته دعوت ورکړاو ورته وې ويل چي اي بابکه ولي دداسي شي عباد ت اوبندګي کوي چي هغه نه هيڅ اورېدل کولاۍسي اونه هيڅ ليدل کولاۍ سي اونه هغه هيڅ ضرراوتکلیف له تاڅخه دفعه کولۍ سي،هغه دونه قدرت هم نلري چي فقط وفقط ستاسوال اوحاجت واوري اویاتاوويني داخوپرېږده چي هغوۍ ستاحاجتونه درپوره کړي اوته په دې طمع دهغوۍ عبادت کوی چي هغه به له تاڅخه ضررونه اوتکلیفونه دفع کړي، اوحال دادۍ چي له دوۍ سره هيڅ قدرت ددې کارنسته،اي بابکه، بېشکه وماته داسي دحقي لاري علم راغلۍ دئ  کوم چي وتاته نه دئ راغلئ نوزماتابعداري وکړه زه به وتاته برابره اوسمه لار دروښيم، اې بابکه   دشيطان عبادت مه کوه ځکه چي شيطان دهغه ذات چي ډيرمهربانه دئ چي الله جل جلاله  دۍ نافرمانی کړېده اوکوي يې، اې بابکه   بېشکه زه وېرېږم له دې څخه چي وبه رسیږي تاته همېشنۍ عذاب دهغه ذات له طرفه کوم چي ډېرمهربانه دئ نو بيابه سې ته دهمېش دپاره شيطان ملعون لره  ولی اودوست.
کله چي حضرت  ابراهيم عليه السلام وخپل پلارته دغه دحق اوحقيقت اوله ادب اواحترام اوله رحمت څخه ډک نصيحت وکړنودده پلارپرځاۍ باندی ددې چي دخپل دغه عظيم الشانه ځوۍ نصيحت ومني له تشددڅخه ډک مخالف عکس العمل ښکاره کړ اوو حضرت ابراهيم عليه السلام ته يې وويل چي اياراغب  اومخ ګرځونکئ يې ته  له معبودانو اوخديانو ځماڅخه ، اي ابراهيمه  (عليه السلام)    ،قسم دئ چي خامخا به ،کچيري ته له دغه کارڅخه منعه نه سوې، سنګسارکړم تا،اوپرېږده ما اولیری سه له ماڅخه ډېره زمانه، حضرت ابر اهيم عليه السلام دخپل پلارله دغوخبروڅخه وروسته وخپل پلارته  وويل  چي   سلام دي وي پرتاباندي يعني زماله طرفه به هیڅ ضرردرونه رسیږي اوزه له تاڅخه رخصت يم چي ته زماخبرنه منې نوزه به  ستادپاره والله  پاک ته زارۍ وکړم، ژرده چي مغفرت به وغواړم تالره له رب خپل څخه بېشکه چي رب زماپرماباندی ډیرمهربانه دئ.
محترمووروڼوکوم څه چي مادرته ذکر کړل داتقريباددغواياتومضمون دئ کوم چي الله جل جلاله   په سورة مريم کښي فرمايلي دی اياتونه دادي:
وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَبِيًّا (41) إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا يَسْمَعُ وَلَا يُبْصِرُ وَلَا يُغْنِي عَنْكَ شَيْئًا (42) يَا أَبَتِ إِنِّي قَدْ جَاءَنِي مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ يَأْتِكَ فَاتَّبِعْنِي أَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِيًّا (43) يَا أَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّيْطَانَ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلرَّحْمَنِ عَصِيًّا (44) يَا أَبَتِ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يَمَسَّكَ عَذَابٌ مِنَ الرَّحْمَنِ فَتَكُونَ لِلشَّيْطَانِ وَلِيًّا (45) قَالَ أَرَاغِبٌ أَنْتَ عَنْ آلِهَتِي يَا إِبْرَاهِيمُ لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ وَاهْجُرْنِي مَلِيًّا (46) قَالَ سَلَامٌ عَلَيْكَ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّي إِنَّهُ كَانَ بِي حَفِيًّا (47)
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery