مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-24   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دعيدالاضحي په مناسبت: ۴) برخه .

علامه ابوالفضل افغاني...


دعيدالاضحي په مناسبت:   ۴) برخه  .

ليکوال : علامه محمد معين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته  . 

بسم  الله الرحمن الرحیم
ګرانووروڼوپه دې برخه کښي هم دالله پاک دهغوغټوازمايښتونو اوسختوابتلاووله جملې څخه کومي چي پرابراهيم عليه السلام باندي يې راوستلي دي،   دیوې ډیری عظیمی ابتلااوآزمون بيان درته کوم ،،محترمووروڼوله
له يوه بل ډيرغټ ازمايښت اوامتحان سره دالله پاک خليل حضرت ابراهيم عليه السلام هغه وخت مخامخ سو کله چي ده وخپل ټول قوم ته دحق دعوت ورکړاوپه ډاګه يې ودوۍ ته وويل چي تاسي پرباطله  او
غلطه لاره باندي روان ياست دکوموشيانوچي تاسي عبادت کوي هغه باطل دی اودهغوۍ
عبادت  باطل دئ اوتاسي په ښکاره ګمراهي کي ياست اوستاسي پلرونه په  ښکاره ګمراهي کښي وو،،
دغه ستوری اوبتان ستاسي ارباب اوخدايان نه دي بلکی رب ستاسي هغه دئ چي رب داسمانواوزمکي دئ، هغه رب چي تاسي پيداکړي یاست،
قسم په خدائ (جل جلاله) دي چي زه به ستاسي په دغوبتانويوچم وکړم ستاسي نورټول معبودان زمادښمنان دئ ماسوا له هغه ربه چي دټولوعالميانورب دئ،هغه رب دعالميانوچي هغه زه پيداکړۍ يم ،هغه ماته دسمي لاري هدايت کوي اوماته خورک اوچښاک راکوي اوکله چي زه مريض سم نوهغه ماته شفاراکوي ،اوهغه مامړکوي اوبيامي بيرته راژوندۍ کوي،اوهغه هغه ذات دئ  چي زه  ددې طمع اواميدورته لرم چي دقيامت په ورځ به هغه زما خطا را وبخښي،  اوبالاخره يې ددوۍ نورټول بتان ورمات کړل ماسواله يوه غټ بت څخه چي هغه يې دځينومصلحتوپه وجه سالم پریښودۍ، دده کافراوبت پرست قوم چي  له يوې خوادده دغه سختي خبري واورېدلې اوله بلی خوايې خپل بتان وليدل چي ټول يې ورمات کړیول نويې دافيصله وکړه چي حضرت ابراهيم عليه السلام به ژوندئ اورته وراچوؤا وژوندئ بې په اورسوځو،په دغه وخت کښي نود الله جل جلاله  خليل له يوه عقل حيرانونکی امتحان سره لاس په ګريوان سو، دده قوم دبټيو اولرګيوپه راچلولوشروع وکړه  اوهرسړي به داددډيرلوۍ اجراوثواب کارباله چي يوغوځۍيايوباربُټي دابراهيم عليه السلام دسوځولولپاره ټاکلي ځاي ته                  راو ر سوي
ابن کثيرذکرکړيدی چي ددغوبټوپه راوړلوکښي اشتراک دابراهيم عليه السلام دقوم هرسړي دونه اهم باله چي په دوۍ کښي به يوه ښځه ناجوړه سوه نوهغې به پرځان باندي داکارنذر  کړچي که زه جوړه سوم نویوغوزی یایوبارلرګی به دابراهيم عليه السلام وسوځولوته راوړم
کله چي ددوۍ له کفری  زجراوصوابديد سره مطابق بوټي اولرګي سره راجمع کړه سوه نوبيايې اور ورواچوۍاودهيزن په نامه يوه سړي منجنيق جوړکړ اودااول هغه څوک ووپه دنياکښي چي منجنيق يې جوړکړ اودغه سړئالله جل جلاله   په زمکه کښي خسف کړ اودقيامت ترورځي پوری په زمکه کښ کښته ځي،بيادابراهيم عليه السلام کافرقوم دَی ْمبارک ونيوئ اوپښي اولاسونه یې وروتړل دتړلوپه وخت کښي حضرت ابراهيم دغه مبارکي کلمي ويلې،
لَااِلَهَ اَِّلااَنتَ سبحانک رب العلمين لک الحمد ولک الملک لاشريک لکَ
بيايې دي مبارک دمنجنيق په خوله کښي کښيښودي او اورته يې وروغورځاوه،حضرت ابراهيم په دغه وخت کښي داسي ويل،
(حَسْبُنَااللهُ وَنِعْمَ الوَکِيْل)
امام بخاري په کتاب التفسيرکښي له حضر ت ابن عباس رضي الله تعالی عنه څخه روايت کړيدي چي ده فرمايلي دي چي د(حَسْبُنَااللهُ وَنِعْمَ الوَکِيْل)مبارکه جمله حضرت ابراهيم علیه السلام ويلې ده هغه وخت چی دَيْ مبارک یې واورته وراچوۍاودارنګه حضرت مُحَمد صلی الله عليه وسلم ويلې دهپه هغه وخت کښي چي دکفارو له لوري ديوه نفرپه واسطه  ومومنانوته هغه څه وويل سول کوم چي په دغه مبارک آيت کی راغلي دي
الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ (173) فَانْقَلَبُوا بِنِعْمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ لَمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ وَاتَّبَعُوا رِضْوَانَ اللَّهِ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ (174)
آل عمران
ابن کثيرپه قصص القرآن کښی په حواله دابويعلي سره له ابوهريره څخه روايت کړي چي کله چي ابراهيم علی السلام واورته وغورځول سونودايې وويل چی اې ربه يواځي زه په زمکه کښي ستا عبادت کوم
انتهی مختصرًا
دالله جل جلاله له طرفه واورته حکم وسوچي(اې اوره وګرځه يخ اوسلامتياپربراهيم باندي
لکه چي الله جل جلاله   فرمايلي دي
(قُلْنَايانارکُونی بردا وسلاماعلي ابراهيم)
ابوالعباس اوابوالعاليةفرمايلي دي چي که له (بردا) څخه وروسته د(سلاما)کلمه الله جل جلاله   نه واۍ ويلي نوداوريخوالی به وابراهیم ته ضرررسولۍ واۍ،اوکعب الاحبارفرمايلي دي چي په دغه ورځ کښي دزمکي خلګوپه اورهيڅ فايده نسواۍاخستلای اواورله لرګواوبټوماسوابل هيڅ شي نه سوځۍ

حضرت جبرئيل عليه السلام هم په دغه اورکښي له ابراهيم علیه السلام سره موجودؤاودده مبارک خُولې بې ورپاکولې،اودسايې ملائکه هم ورسره  وو،او يوه  شنه باغچه  هم الله جل جلاله  په دغه اورکښي پيداکړه چي دي مبارک پکښي ناست ؤ

نمروديانوټولو وحضرت ابراهيم عليه السلام ته کتل اود ابراهيم عليه السلام ددغه نادرحال اودالله پاک دحفاظت اوقدرت ننداره ئې کوله دحضرت ابراهيم عليه السلام پلار چي دخپل مبارک ځوۍ دغه شانداره حالات وليدل نويې پرحضرت ابراهيم عليه السلام  باندی ږغ وکړ چي، اې ځويه ډيرښه  رب دئ ستا رب، اودابراهيم عليه السلام مورورږغ کړ چي اي ځويه    زه درځم نوستاورب ته ووايه چي دغه اور راڅخه وګرځوي ابراهيم عليه السلام ورته وويل چي ښه دۍ راسه نودحضرت ابراهیم عليه السلام مورداور ومنځ ته ورغله اودی یې مچ کړاوپه غيږکښي يې ونيوۍ اوبيرته ورڅخه راغله، څلويښت ياپنځوس ورځي ابراهيم عليه السلام په دغه اورکښي تيری کړې.
حضرت ابراهيم عليه السلام فرمايلي دي چي ماداسي دراحت خوشحالۍ ورځي په ټول عمرکښي نه دي ليدلي لکه دغه څلويښت ياپنځوس ورځي
قصص القرآن لابن کثير،
عجيبه
کربوړي ظالم به ودغه اورته  ورپوکل همداسبب دئ چي رسول عليه الصلوةوالسلام د  کربوړي په وژلوامرکړيدئ
انظرصحيح البخاري کتاب احاديث الانبياء والمسلم کتاب السلام والنسائی کتاب مناسک الحج وابن ماجه کتاب الصيد.
محترمووروڼوداچي ابراهيم عليه السلامله اورڅخه راووتۍبيايې څه وکړل اودده له دغه کافرقوم  سره الله جل جلاله   څه وکړل ددې بيان به په راتلونکې برخه کښي انشاءلله درته راسي
 والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery