مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-24   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دعيدالاضحي په مناسبت: (۷) برخه .

علامه ابوالفضل افغاني...


دعيدالاضحي په مناسبت: (۷) برخه  .

 

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .

بسم الله الرحمن الرحيم ط
محترمو وروڼو په دې برخه کښي د اضحيې فضيلتونه او عظمتونه درته بيانوم چي په دې شرحه دي  :
( ۱) رسول الله (صلی الله عليه وسلم) و حضرت فاطمې (رض) ته وفرمايل چي پورته سه او و خپلي قربانۍ ته ورحاضره سه ؛  ځکه چي اول څاڅکئ د وينو چي له حلقه څخه د پسه راجلا سي ټول ګناهونه دي درمعافوي  ، او داسي فرمان صادريږي چي په شمار د هر وريښته دي چي پر قربانۍ باندي وي يوه نيکي د قر بانۍ کونکي په دفتر کي ثبت کړه سي ، او هر څوک چي له همدغی غوښی داضحیې  څخه يوه ګوله وخوري الله تعالی به بخښه ورته وکړي او د آخرت په ورځ به غوښي ، پوست او ويني د قربانۍ راوړل سي او په دا ډول به وي لکه اوس چي ده او په ترازو کښي به کيښودله سي  ، اصحابووویل چي يارسول الله ! دا کرامت يوازي ستا د اولاد دپاره دئ ؟
ده مبارک ورته وفرمايل چي يا بلکي ځما د اولاد او ځما د امتيانو د پاره دئ تر ورځي د قيامته  .
( ۲ ) : په يو بل مبارک حديث کښي راغلي دي چي الله پاک و حضرت داؤد (عليه السلام) ته وحي وکړه او ورته وې فرمايل چي اې داؤده ! ايا ته په دې خبر يې چی دحضرت محمد (ص) و امت ته د هغو قربانيو په سبب چي دوۍ يې کوي څونه اجر ورکوم په ورځ کي د قيامت  ؟  حضرت داؤد (ع) ورته وويل چي اې پروردګاره نه يم خبر !
الله تعالی ورته وفرمايل چي په شمار د هر وريښته چي پر سر ، مخ او نورو اندامو د قربانۍ باندي وي لس نيکۍ د قرباني کونکي په دفتر کي ثبتوم او لس بدۍ له دفتر د عملو دده څخه ليري کوم ، او کله چي دوۍ لاسونه او پښې د قربانۍ وروتړي  نوزه د دوږخ دروازې پر دوۍ باندی تړم او په هره  ټوټه د غوښي به چي په دا قرباني کښي وي زه دوۍ ته يو مرغه ورکړم په جنت کښي ، قرباني د قيامت د ورځي سورلۍ او مرکب دئ او پاکونکې د انسان ده له ټولو ګناهونو څخه  او ګرځونکې او دفعه کونکې د بلاؤ او آفاتو ده  .
( ۳) : له حضرت علي (کرم الله وجهه ) څخه روايت دئ چي نبي (عليه السلام ) فرمايلي دي :
هر څوک چي ووځي له خپل کور څخه و رانيولو د اضحيې ته نو سته ده لره په بدل کښي د هر ګام اخستلو لس نيکۍ ، او محو به کي الله پاک له ده څخه لس ګناوي ، او پورته به کي ده لره الله پاک لس درجې ، بيا کله چي خبري شروع کي په باره کښي د رانيولو د اضحيې (يعني له خرڅونکي د اضحيې سره ) نو وي به دغه کلام او خبري دده سبب د بخښني د ګناؤ دده ، او کله چي ددغه قربانۍ پيسې و بائع ا وخرڅونکي ته ورکړي نو وي به ده لره په بدل کي د هر درهم او روپۍ اوه لکه (يعني دغه روپۍ به هره يوه الله پاک په اوه لکه وربدلي کړي ) بيا کله چي په نيت د ذبحي دغه قرباني پر مځکه پرې باسي نو له کومه ځايه څخه چي دَی پر ولاړ دئ بيا تر اوومي طبقې د مځکي پوري چي څه شيان دي دغه ټول  دده دپاره  له الله پاک څخه طلب د مغفرت او بخښني کوي ، او کله چي دغه قرباني ذبحه کړي او وينه يې پر مځکه باندي توۍ سي نو الله پاک له هر څاڅکي څخه د ويني ددغي اضحيې لس فرشتې پيدا کوي چي طلب د مغفرت به کوي ده لره تر ورځي د قيامته پوري ، بيا کله چي ددغي اضحيې غوښه پر مسکينانو باندي تقسيم کړي نو په بدل کي د هري ګولې ددغي غوښي به الله پاک دونه ثواب ورکړي لکه د اسماعيل (ع) له اولاد څخه چي يو څوک د چا مريئ وي او دَی يې ازاد کړي  .

هغه څوک چي د قربانۍ وس نلري بايد څه وکړي چي د قربانۍ ثواب حاصل کړي ؟
نبي (صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي چي هر څوک چي قدرت پر اضحيه باندي نلري نو څلور رکعاته لمونځ دي وکړي ، په هر رکعت کښي دي يو واري « الحمد الله ...» او پنځه واري « انا أعطيناک الکوثر ... » ووايي نو وده ته به ثواب د اضحيې ورکړه سي  .
او له حضرت علي (کرم الله وجهه ) څخه روايت دئ چي کله چي يو فقير سړئ د عيدګاه له لمانځه څخه فارغ سي د «انا اعطيناک الکوثر» سورت درې واره ووايي نو وربه کړسي وده ته ثواب د يوې اضحيې .
او په يوه بل روايت کښي داسي راغلي دي چي هر څوک که دا غواړي چي د اضحيې ثواب حاصل کړي او طاقت د اضحيې نلري نو د اختر لمونځ دي وکړي او نوکان دي پري کي او بريتونه دي کم کړي نو په دې سره به وده ته د اضحيې ثواب ورکړ سي  .
او په بل روايت کښي داسي راغلي دي چي د اختر له لمانځه څخه وروسته دي (يعني چي کله وکور ته راسي ) دوه رکعته لمونځ وکړي ، او په هر رکعت کښي دي تر الحمدلله وروسته سورت کوثر پنځه واره ووايي او تر لمانځه وروسته دي و الله ته پر سجده سي او دا دي ووايي : « اللهم اعطني ثواب القربان»  يعني اې الله ماته د قربانۍ ثواب راکړې ، نو الله پاک به وده ته ثواب د اضحيې ورکړي  .
حسن بصري ( رحمه الله تعالی ) په يوه مجلس کښي د اضحيې د فضيلت بيان کاوو يوه سپين سري ښځه چي هيڅ شئ يې نه درلودئ ماسوا له چرګانو  کورته ولاړه يو چرګ يې حلال کړ ، حسن بصري خوب وليدئ په خوب کښي د  الله پاک له طرفه داسي ورته وويل سول چي د ټولو خلګو قربانۍ مي ددغي سپين سري ښځي په برکت قبولي کړې  .
محترمو وروڼو  ! دغه ټول بيان مي د « صلوة مسعودي » ج ۳ ص ۱۳۰ څخه درته را اخستئ دئ کوم چي ځموږ په حنفي فقه کښي مشهور کتاب دئ  ، البته په ځينو ځايو کښي مي اختصار کړئ دئ او په ځيني ځايو کښي مي د توضيح جملې اضافه کړي دي  .

ددې لړۍ  پای.


وهذا اخيرُ ما اردناه في  سلسلة  « دعيدالاضحي په مناسبت: »  و الحمدلله   .
والسلام ومن الله التوفيق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery