مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

قاتلانو ته اتلان وایی؟!

رحمت الله شیرزوی هیبتې

 

د کابل اَ سمان کي ځای ځای وریځي وي. فضا يي په خړو خاورو پټه وه .د فطرت زخمي زخمي غرونو د لمر دوړانګو سره په مخه ښه کوله. د میوند په واټ کي داَزادي څلي سره موږ دریو ملګرو د ژمنې سره سم د بل ملګري د لیدو لپاره د انتظار شیبي شمیرلې .یوڅه وخت لپاره چوپه چوپتیا وه ،زموږ یو ملګري چوپتیا ماته کړه او داسي یي وویل:
موږ د خپلو اتلانو ارمانونو ته درناوۍ ونه کړ. د میوند اتلانو د څه لپاره مبارزه وکړه هغه سپيڅلي اَرمانونه او سرښندنې اوس کومې دي دمیوند واټ ړنګواو ویجاړو دیوالونو ته یی اشاره وکړه اوزیاته یی کړه چې هیواد د مور حیثیت لري مګر موږ دخپل مور حق ادا نکړ، داحترام په سترګه مو ورته ونه کتل.په سکه اولادونو مو بوره کړه له ټپونو څخه یي لا تراوسه څاڅکۍ څاڅکۍ ویني بهیږي. مور مو دواړه لاس په تندي په چیغو چیغو ژاړي په ټپونو یی مالګي دوړه وو، پاتې سکه زامن یی دخپلو وروڼو قاتلانو ته اتلان وایي! بل ملګري یي خبره پري کړه اوزیاته یي کړه: دلته یو وخت توپير دهرچا دوژلو ستره فتواه وه.هر څه له خپله لاسه ؤ اوزیاته یی کړ اللهج فرمایی((تقدیر په تتبیر سمیزي)) ما ورته دهو په علامه سر وخوځاوه اوزیاته می کړه که هر څوک وغواړی الله ج دهغه حالت بدلوي، موږ چې لا خبرو ته د پای ټکی نه ؤ ایښی ،یو بوډا سړي یوه ماشومه نجلۍ ترلاس نیولې وه. داسي ښکاریده چې ښايي معصومي نجلۍ وړاندي په څه ژړلي وي، په بڼو يې اوښکې ځنځولۍ وي شاته یی یوه ښځه چې په تن یی افغاني دبرم او عظمت څخه ډکې جامې په ځان وي په بوډا پسي پښه نیولې راتله له ورایه ښکاریده چی بي کسه او بي وسه ځوانه پښتنه کونډه کي یوه نړۍ شرم رانغاړل شوی ؤ .زموږ په لوري را راون ؤه. بوډا مو ږ ته نژدي شو دستړیا نښي له ورایه پکي ښکاریدي بوډا په داسې حال کې چې لاسونه یی رپیده ورو یی وویل: دالله ج په نامه موږ د خپلې وسې په اندازه مرسته وکړه د بوډا څخه مې دخیرات غوښتلو علت وپوښت؟ \" بوډا په ژړغوني لهجه وویل: له هلمند څخه راکډه شوي یو دقمبر په څلور لاري کي ځای پرځای شوي یو، مجبور یم بچیانو چی خیر وغواړم. ځوان زوی مي ناپیژاندو وسلوالو په ډزو وواژه.نه پوهیږم چې عسکرانو(عسکرو) وویشت طالبان ؤ اوکه امریکایان ؤ .خو رانه یی واخيست بیایی داسمان په لوری ۰وکتل اوپه لږ شان لوړ اَوازیی وویل: زما زوی خو چیري په میږی هم پښه نه وه ایښي هر چا چې راسره دغه ظلم کړی دی خدایه ته ورته جزا ورکړې له همدې سره یی سترګې د ژړا څخه ډکې شوی نور څه یې ونه ویل د لستوڼي په څنډه يي د سترګو اوښکې وچولي بیا یی نږور ته دتلو اشاره وکړه\" داَزادي څلي هم د دوي دمظلومیت ننداره کوله په ژوره چوپتیا کي ډوب وه دوی روان شول.زموږ د ‌ذهن فضا یي په تورو لړو او توفانونو پټه کړه. او دخفګان د سیلابونو څپي پکي پيل شوې. د دوی په حالاتو مې دواړه سترګې د اوښکو څخه ډکې شوې داَسمان سترګو هم ژړل تالندي له هیبته ډک غږونه کول.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery