مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-06-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

احساس

ظاهرعادل


ډيره موده وروسته يو ملگرى، زما کور ته راغلى و، زمونږ په کور سپي ته يې پام شو، بې له ځنډه يې راته وويل : داڅه دي؟  ولې! تا نه دي اوريدلي چې په کوم کور کې سپى ساتل کېږي هلته ملايکې نه راځي او په دې سپي باندې څه کوې چې يو پښه يې هم ماته ده ؟
خبره داده چې يو شپه کله د دفتر نه کور ته راغلم نو زما د زوى ډېره زياته تبه وه ،ډير زيات وارخطا وم  خپل زوى مې له ځان سره راواخيست او موټر مې چالان کړ، تر څو روغتون ته لاړ شو ، د موټر د حرکت سره سم دسپي د چونگيدو غږ مې تر غوږ شو، موټر مې لږ مخکې ودروه او کوز شوم، ومې ليدل چې  دموټر ټاېر مې په پښه ورته خژولې و، نور څه نه و چې دا سپى له دې  ځايه پرې لرې کړم، نو ماهم په لغته ووهه او له دې ځايه مې لرې کړ زما دې حرکت ته  زما د زوى پام و.

کله چې  د روغتون په طرف مې حرکت وکړ نو په لاره کې راته زوى مې اويل: پلار جانه هغه سپى لکه چې مړ شو ؟
نه نه زويه بس پښه يې لږ ه ژوبله شوى ا و ښه به شي !
پلارجانه اوس به يې خيټه هم خوگيږي کوم چې تا په لغته ووهه؟
ددې هلک په دې خبره پښېمانه شوم چې هغه سپى مې هسې په لغته اووهه  ،بيرته مې زوى ته ځواب ورکړ.
 زويه الله به يې ښه کړي ته تشويش مه کوه. ته خپله مريض يې.
هو پلاره اوس به ورته الله پاک په پښه پټۍ لگولي وي او ستنه به هم ورته ولگوي او ښه به شي !
د هلک دا خبره زما په زړه او ذهن ډېر تاثير وغورځاوه ،روغتون ته ورسيدم، زوى ته مې درمل واخېسته او بېرته کور ته راغلم . دکورته رسيدو سره سم هغه سپى مې هم له ځان سره کور ته راوړ او پټۍ مې ورته په پښه تاوه کړه د هغې ورځې نه تر اوسه پورې دغه سپى زمونږ په کور کې اوسي او دا دهغه احساس له مخې چې زوى مې راته راکړى وو.
 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery