مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

څـــــــه چی کری هغه به ریبی ؟!

رحمت الله شېرزوی هیبتي

 

په د فتر کې چوپتیا خپره وه ټول په کارونو بوخت وه، یو تن مشاور چې هافر نومیده په خپله څرخي چوکی کې ناست وو دواړه لاسونه یی شاته بالښت کړی وو د سوچونو په دریاب کې ډوب وو. په دی شیبه کې د دفتر ملازم راننوت دهافر سره یی وروسته د ستړی مشی په خبرو پیل وکړ دهغه څخه یی د روغتیا او کورنۍ پوښتنه و کړه هافر هم په خپل وار لومړی دهغی څښاک چې په لاس کې یی درلود ست وکړ بیایې د ملازم څخه د کورنۍ او روغتیا پوښتنه وکړه نوموړی زیاته کړه زه دوه زامن لرم یو یی د ښوونځي زده کوونکی بل یی کوچنی ده،ملازم چې له خپله خبره پایته رسولۍ نه وه هافر د ملازم د مور او پلار پوښتنه وکړه، زما پلار وفات شوی ده مورجانه زما سره اوسیږی،هافر په خپل ځای ودرید لکه د بی روحه د یوال په څیر یوڅو شیبو لپاره ولاړ پاتی شو. د دوم ځل لپاره یی پوښتنه وکړه ایا ستا مور له تا سره یوځای ژوند کوي؟ ملازم په حیرا نتیا وویل ولی مور مې نه ده ایا تا ندي اوریدلي چې جنت د مور او پلار تر پښو لاندي دی؟ که د مور او پلار احترام دی وکړ اولاد به ستاسو احترام کوي.ملازم دهافر څخه دکورنۍ په اړه پوښتنه وکړه، له لږ ځنډ وروسته یی زیاته کړه، زه دوه زامن او یوه لور لرم زما مور او پلار په Retirement house ( ارامتون) کې ژوند کوي.
ملازم خپل سر تاواوه هافر ته یی وویل که ته اوستا میرمن زاړه شی بچیان به مو تاسې هم ارامتون ته یوسي خپله خبره یې د پښتو په دی متل ختمه کړه څه چې کری هغه به ریبی. له لږ ځنډ څخه وروسته په داسي حال کې چې دهافر دواړه سترګې له اوښکو ډکې وي ،دهو په علامه یی سر وخوځاوه له دفتر نه دباندي ووت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery