مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-14   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

هغه خطرونه چی د ځمکی پرمخ ژوند تهدیدوی

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

                                                  ( پنځمه او اخیرنۍ برخه )

                     دویم ـ هغه خطرونه چی پخپله د انسانانو د کړنو څخه پیښیدلای شی :
بشر د علم او پوهی په زور نن دومره توان موندلی چی د ځمکی پر مخ ژوند ته د ستر خطر ګواښونه را منځته کولای شی چی یو شمیر یی د بیلګی په توګه لاندی توګه یادولای شو :
۱ ـ تکنالوژی :
په ۲۰۱۲ کال د کمبریج په پوهنتون کی یوه پروژه تر لاس لاندی ونیول شوه چی د تکناولوژیکی پرمختګ څخه د ځمکی پر مخ ژوند ته د پیښیدونکو خطرونو ارزونه وکړی . پدی پروژه کی لاندی څلور توکی ډیر خطرناک ګڼل شویدی :
الف ـ مصنوعی هوښ Artificial intelligence
ب ـ د چاپیریال بدلون Climate change
ج ـ اټمی جګړی Nuclear war
د ـ ژوندنۍ تکنالوژی ( بیوتکنالوژی ) Biotechnology
مصنوعی هوښ Artificial intelligence :
      د کمپیوټرونو تخنیک چی ورځ تربلی وده کوی او د کمپیوټرونو هوښیارتیا یی په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو ده ، کیدلای شی داسی یوه پړاو ته ورسیږی چی د پلان شوو وړاندوینو څخه زیات کارونه سرته ورسوی . کیدلای شی داسی روباتونه  robots ( انسان ته ورته ماشین ) جوړ شی چی په ډیرو چارو کی پخپله د انسان څخه هم وړاندی وی . دا خبره ناشونی نه بریښی چی لومړنی  robotبه د انسان په پرتله ډیر ذکی ( سوپر انټلیجنټ ) وی او انسان یی په ذکاوت کی سیالی و نه کړای شی . ښایی هغه به د هر ډول کار توان ولری ، د هیچا خبره به نه منی او هرڅوک چی په وړاندی یی ودریږی ، هغه به له منځه یوسی .
       پدی وروستیو کی رسنیو داسی خبرونه خپاره کړل چی له مخی یی امریکایانو دا ډول روبات جوړ کړی چی نه یوازی یی کړه وړه انسان ته ورته دی بلکه فیزیولوژیکی ورته والی هم ور سره لری . دا  روبات یی پدی خاطر جوړ کړی چی د کیمیاوی وسلو په وړاندی د ځان ساتلو تجربی پری وکړی . د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر د CNN په اخباری برخه کی د Are bionic super humans on the horizon ( ایا فوق العاده مصنوعی انسانان د اسمان په افق کی شتون لری ؟ ) تر نامه لاندی یوه په زړه پوری مقاله خپره شوه چی د روباتونو د ډولونو او پرمختیاوو په هکله یی ډیر مالومات درلود . اټکل کیږی چی په نژدی راتلونکی کی به د تکنالوژۍ خطر د انسانانو د مغزونو اړیکو ته څیرمه شی او د کنترولو کوښښ به یی وکړی . په واقعیت کی موږ اوس ددغی لاری په منخ کی یو او superman تکنالوژی د اسمان افق ته رسیدلی ده . ځکه نو پکار ده سر د همدا اوس نه فکر وشی چی ددی کار پایلی به زموږ د پاره څه وی .


     اندروئید Android نومی روبات چی یو مصنوعی ارګانیزم Synthetic Organism لری ، داسی جوړ شوی چی هم یی کړه وړه انسان ته ورته او هم هغه ته ورته کارونه کوی . د ځینو ماډلونو حتی بدن غوښین دی . تر دی وروستیو پوری اندوئیدونه د علمی افسانو په ساحه کی وه ، یوازی په فلمونو او تلویزیون کی لیدل کیدل .
    بیوتکنالوژی Biotechnology :
    دا هغه پوهه ده د حیواناتو د ارګانیزم او ژوندنی چارو ځانګړتیاوی په تخنیک کی رانغاړی او پر بنسټ یی تخنیکی ځانکړتیاو پیاوړی کوی . د بیوتکنالوژۍ په مټ د ژوندی موجوداتو څخه د کرهنیزو محصولاتو په لاسته راوړو ، د نباتاتو او حیواناتو د کیفیت په لوړوالی او د میکروارګانیزمونو د کیفیت په بدلون کی هم کار اخیستل کیږی . دا تکنالوژی که اوس اوس هرڅومره ګټوره هم ده ، کیدلای شی په راتلونکی کی انسانانو ته ډیر خطرونه پیښ کړی ، په ځانګړی توګه هغه وخت چی خبره نانو تکنالوژۍ ته ورسیږی ، کیدلای شی د بشر د کنتروله ووځی او داسی روباتونه یو په بل پسی تولید کړی چی د ځمکی د مخ ټول ژوندی موجودات له منځه یوسی .
      د میکروارګانیزم څخه د داسی خوراکی موادو لکه سرکه ، پوڅه ( پنیر ) او مستو په تولید کی د زرګونو کالو را پدی خوا کار اخیستل کیږی . د بیوتکنالوژۍ دودیزه کارونه د حیواناتو او نباتاتو د ډولونو په اصلاح کولو ، د ډودۍ پخولو او نورو کی ده . د انتی بیوتیک او انسانی انسولین جوړول ، د « ژنیتیک انجینری » د لاری د یوه ژوندی موجود څخه بل ته د ژن ( جن ) نقلول او همدارنګه د کرهنیزو محصولاتو په زیاتوالی کی هم ددی علم د متودونو څخه کار اخلی .
     د انسانانو د فعالیت له مخی د هوا تودیدل ( ګلخانه ای تودوالی ) :
     د ماشین الاتو ، کارخانو او نورو فعالتونو له کبله هغه ګازونه چی هوا ته پورته کیږی ، د هوا تودوخه لوړه بیایی او ښایی یو وخت د اټموسفیر تودوالی د « وینوس » سیاری و کچی ته ورسوی چی هلته سرب ویلی کیږی یانی د ذوب تر حده رسیږی . یو شمیر پوهان پدی اند دی چی د انسانانو د فعالیت له مخی پدی وروستیو کلونو کی ځمکه د پخوا په پرتله ۲۰٪ تاریکه شویده . داځکه چی د هوا ککړتوب د لمر د روښنایی مخنیوی کوی . دا کار ددی لامل ګرځی چی د نباتانو وده سسته شی . د اټموسفیر تودوالی په قطبونو کی کنګلونه ویلی کوی ، د سمندرونو د اوبو کچه لوړه بیایی ، ساحلی سیمی تر اوبو لاندی راځی ، وچکالی منځته راولی او د بی شمیره ناخوالو لامل ګرځی .د یادولو وړ ده چی په هوا کی ۹۳٪ اکسیجن د لمر د انرژۍ تر اغیز لاندی د نباتاتو د فوتوسنتیز Photosynthesis  د لاری تولیدیږی . داچی د هوا د تودوخی زیاتوالی ځنګلونو ته زیان رسوی او شینی سیمی په وچو دښتو اړوی ، ددی خبری مانا داده چی د نباتاتو د فوتوسنتیز کچه ټیټیږی او په هوا کی د اکسیجن کموالی راځی او دا کار بیا د ټولو ژوندی موجوداتو پر ژوند منفی اغیز ښندی .
     ۲ ـ  په نړیواله کچه د ډله ایزه ناروغیو Global pandemic خطرونه :
     کیدلای شی بشر په نړیوله کچه په خطرناکو ساری ناروغیو اخته شی چی خلاصون ورڅخه اسانه کار نه وی او بیشمیره غمونه را پیښ کړی . دانګلستان د روغتیاساتنی ادارو د ۲۰۱۳ کال په اپریل کی خبردارۍ ورکړ چی ډیرو میکروبونو د انتی بیوتیک درملو په وړاندی مقاومت پیداکړی دی او دا یی نړۍ ته د خطر د زنګ په نامه وباله . پدی توګه دا هم هغه خطر دی چی د انسانانو ژوند ته لوی تهدید پیښولای شی .
     ۳ ـ  د ژوندنی چاپیریال ناوړه خطرونه  Ecological disasters  :
     په نړۍ کی د وګړو شمیر ورځ تر بلی په زیاتیدو دی . ددی سره سم دخوراکی توکو او ټولنیزو خدمتونو کمښت منځته راځی . د اقتصادی او کرهنیزو چارو له کبله کیدلای شی لاندی ناخوالی منځته  راشی :
    د اوبو دومره کمښت چی نژدی د وګړو نیمه برخه به د چښلو وړ پاکی اوبه ونلری ، د نباتاتو د ګرد لیږنی  pollination کمښت یانی د حشراتو یا باد په مټ د یوه تخم لرونکی نبات جنسی ګرد بل دغه ډول نبات ته د لیږلو کمښت منځته راتلل ، تر اړینی کچی زیات د ماهیانو ښکار ، تر حد لوړ د ځنګلونو ورانیدل ، د هوا بدلون او نوری ناخوالی .
     ۴ ـ  د وګړو د ناانډول زیاتوالی او دکرهڼیز بحران خطرونه :
      د شلمی پیړی څخه پیل د بیلابیلو ګټورو درملونو د موندنی ، د روغتیایی خدمتونو د ښه والی ، د اصلاح شوی تخمونو او زراعتی تخنیک د ودی او نورو اړوندو چارو له مخی د نړۍ د وګړو شمیر په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دی . دا زیاتوالی به ددی لامل وګرځی چی په راتلونکی د خوراکی توکو نرخونه به په بیساری توګه جګ لاړشی . داستونزه به هغه ډیر زور واخلی چی د غنمو او نورو غله دانو د کرلو سیمی ککړی شی . دغنمو د کموالی سره سم د نورو خوراکی توکی نرخونه جګ ځی او وګړو ته بحران رامنځته کوی .
*  *  *  *  *
     دا وو د هغو لویو خطرونو د سرلیکونو نوملړ او سپړنی چی د ځمکی پر مخ د انسانانو ژوند ته تهدیدونه رامنځته کولای شی . راشئ وګورو ددی ډول خطرونو د مخ نیوی لاری چاری کومی دی . که داخبره په لنډو ټکیو کی یاده کړو ، نو هغه به دا وی :
    د اولسونو تر منځ په سوله او ورورګلوی کی ژوند کول او د خدای راکړی عقل نه د ستونزو په حل کی کار اخیستل هغه څه دی چی د بشر ژوند ته د تهدیدونو مخنیوۍ کولای شی ، لکه چی وایی : « زموږ د ټولو مخلوقاتو سرچینه عقل دی ، داځکه چی پاک خدای ټول عالم په عقل سره خلق کړیدی » .
     تر ټولو ستر شی چی پاک خدا ی (ج) بشر ته په امانت پری ایښی ، هغه عقل دی . انسانان پدغه خدایی امانت سره کولای شی د هر ډول بلاوو مخه ونیسی . ان که د لمر انرژی په خلاصیدو او د زوال سره مخامخ کیدونکی وی ، بشر په خدای ورکړی عقل سره کولای شی ددغه لمریز نظام څخه د فرار په خاطر د ژوند کولو په موخه نورو سیارو ته د کډی کولو امکانات تر لاسه کړی . که څه هم د اوس دپاره دا ډول خبری سیانسی افسانو ته ورته دی ، خو تر شا یی هغه واقعیت پروت دی چی د انسانی عقل د بی پایه توان څخه ریښی اخلی . د بشر خوندیتوب او د عقل نه د کار اخیستلو امکانات په ورورګلوی ، سوله ، امنیت او یو دبل سره په ګډه مشوره او پوهاوۍ کی نغښتی دی . لکه چی پاک خدای فرمایلی دی : وکل امر شوری بینهم .
گر بصورت وا نماید عقل رو         
                                            تیره باشد روز  پیش نور  او
           پای . 
          ډنمارک ـ ۱۰ / ۲ / ۲۰۱۴
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery