مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دکانکور آزموینې او داړوندو برخو مسؤلیتونه

حقیق

 

 له اوږده انتظار وروسته دادی دلوړو زده کړو وزارت دسږکال دکانکور دآزموینو پایلې اعلان کړې ویل کېږي چې له ۲۲۸ زرو فارغانو نه آزموینه اخستل شوې او دهغوی له ډلې نه ۱۱۰ زره تنه یې دلوړو زده کړو او نیمه زده کړو موسسو ته جذب شوي دي اوپاتې نور یې یو شمېر یې خصوصی زده کړو ته معرفی شوي او یو شمېر یې ناکامه ګڼل شوي دي . د فارغانو دغه شمېره دتېرو کلونو په پرتله بیسارې ده او دا جوتوي چې په هیواد کې دپوهې او زده کړې کچه له کمی اړخه ښه دېره لوړه شوې ده چې دا یو ښه زیری دی خو لاهم یو شمېر ستونزې په دی اړوند شته چې باید اړوند برخې ورته پاملرنه وکړي.
لکه څه ډول مو چې وویل دهیواد دزړه کړې بهیر له کمی اړخه ښه شوی خو له کیفي اړخه بیاهم موږ ستونزې لرو که چېرې دنړۍ دنورو هیوادونو په پرتله خپل هیواد پرتله کړو پرته له هغو ښوونځیو چې هغه هم دترکېې هیواد په مرسته تأمېنږي او دافغان ترک ښوونځیو په نامه یادېږي زموږ نور ښوونځي له کیفي اړخه په ټیټه کچه کې دي. چې په دې برخه کې باید هم دولت او دهیواد دزده کړو دبرخې څانګې باید پاملرنه وکړي او دهیواد دزده کړې کچه له کیفي اړخه لوړه کړي څو چې وکولای شویواځې داسې ونه وایو چې زموږ دومره شمېر ځوانان زده کړه کوي بلکې باید ووایو چې زموږ دومره شمېر ځوانان معیاري زده کړې ترلاسه کوي.
بله مهمه ستونزه د فارغانو دجزب مسأله ده دلوړوزده کړو لپاره چې متأسفانه اوس هم زموږ پنځوس په سلو کې ددولسمو ټولګیو فارغان بې سرنوشته پاتې کېږي او دا د خپلو کورنیو او دولت پرسر بارېږی دې ستونزې ته دحل لارې هم باید په تېره بیا راتلونکی حکومت ښې لارې چارې ولټوي یو خوداچې ددولسمو ټولګیو فارغانو ته له لوړو زده کړو پرته دکارزمینې برابرې کړي، حتمی نه ده چې زموږ ټول فارغان لوړو زده کړو ته جذب شي بلکې وړ کسان دې جذب شي پاتې کسانو ته باید دکار زمینی هم په خصوصی برخه او هم په دولتي برخه کې برابرې شی چې دا کولای شی له دې ستونزې نه دوتولو ښه لار وي. خو په اوږد مهال کې باید چې دې ستونزې ته دحل معقوله لار وموندل شي او لکه دنورو پرمختللو هیوادونو په څېر دزده کړې دکیفیت دکچې په لوړولو سره وکولای شو په ډېره کچه کسان لوړو زده کړو ته دجذب زمینه ترلاسه او هم مو په هیواد کې دلوړو کچې همدومره موسسې موجودې وي چې دغه کسان جذب کړي. دیادولو ده چې همدا اوس موږ نشو کولای خپلو ټولو هغو هیوادوالو ته چې لوړې زده کړې یې ترلاسه کړی دکار وړ زمینه برابره کړو او ډېر شمېر له دوی څخه همدا اوس وزګاره دي او یاهم له خپلې رشتې نه خلاف په کار بوخت دي چې دغې ستونزې ته هم باید په کلکه پاملرنه وشي .
یوه ډېره مهمه بله ستونزه چې په تېرو کلونو اوهم په سږنی کال کې دکانکور په آزموینو کې موجوده وه هغه په آزموینه کې درغلی وه چې له بده مرغه دا په ټولو کې یوه ډېره ناوړه ستونزه ده چې زموږ په ټولو اړخونو ناوړه اغیزه کوي او وړ کسان نشي کولای خپل حق ترلاسه کړي .
سږ کال دلوګر ولایت دآزموینې لومړي بهیر لغوه شو او دآزموینې پاڼې سیند ته وغورځول شوی، دغه راز دسږني کانکور پایلو ته په کتو سره له ورایه ښکاري چې درغلي په کې شوې دبېلګې په ډول په سږني کانکور کې دبلخ ولایت زده کوونکو دټول هیواد په کچه لوړې نمرې ګټلي حال داچې په کابل کې هم ښوونځي ډیر دی او هم د نفوسو شمېره خو له بلخ ولایت څخه فارغانو نه یواځې داچې دکانکور لومړی مقام حاصل کړی بلکې دوهم، دریم ، څلورم ، اووم ، اتم ، نهم ،لسم... مقام هم دهمدوی دی او دټولو ولایتونو په پرتله له همدې ولایت نه دلوړو نمرو سلنه ډېره ده . په دې اړوند باید یو باصلاحیته پلاوی وټاکل شي څو چې څېړنه وکړي چې ریښتیا هم دبلخ دولایت زده کوونکی دومره تکړه دی او دزده کړي بهیر عالی دی چې دټول هیواد په کچه لوړې نمرې ګټی نو که داسې وي باید وستایل شي او وهڅول شي او که چېرې درغلی شوې وي چې په اغلب ګمان سره شوې هم دي نو باید په پایلو له سره غور وشي او درغلي کوونکو ته سزاهم ورکړشي.
دسږني کانکور ددرغلیو په اړوند دپوهنتون داستادانو سراسري اتحادیی هم غږ پورته کړی وو چې په هغه غونډه کې چې په دې وروستیو کې په ارګ کې جوړه شوې وه جمهوررئیس کرزي د لوړو زده کړو وزیر ته لار ښوونه کړې چې د کانکور د آزموینې په سیستم کې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو او د کانکور د آزموینې د اخیستلو لپاره دې د یوې خپلواکې کمیټې د جوړیدو لپاره یوه هر اړخیزه طرحه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي ترڅو له مخې یې لازم تصمیم ونیول شي.
دغه راز باید یو پلاوی هم وټاکل شي چې په دې اړه څېړنه وکړي او په راتلونکی دې د درغلیو مخه ونیول شي.
په ټوله کې باید د کانکور دآزموزینې بهیر شفاف شي او هم دې دزده کړې دکچې دلوړوالي لپاره لازم ګامونه پورته شي په دې اړوند باید راتلونکی حکومت چی په نږدې راتلونکی کې به دچارو واګې په لاس کې ونیسي دخلکو دغوښتنو ځواب ووایی اوسنی حکومت خو دغه بهیر تردې حده راوست چې نږدې یوولس نیم میلونه زموږ ماشومان او ځوانان په زده کړو بوخت دي اوس دې نوی حکومت دزده کړې دکیفیت په لوړوالی او فارغانو ته دښې بوختیا زمینه مساعده کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery