مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د پوهنې د نظام د بدنامولو ناکامې هڅې د خوب لیدل دي

محمد شاکر حبیب یار

قدرمنو وطنوالو!
السلام علیکم ورحمته الله و برکاته؛                                                
لکه څنګه چې به مو لیدلي وي په دې ورستیو کې یو څو هغه کسان چې د پوهنې نظام څخه یا د فشار په علاقمندۍ او یا هم د کاري ظرفیتونو او مهارتونو د نه درلودلو له کبله له دندې څخه لرې شويدي، د بې بنسټه او د حقیقت څخه لرې لیکنو په ذریعه د پوهنې د پیاوړي نظام د بدنامولو هڅه یې پیل کړېده.
باید عرض کړم چې د پوهنې مدبر وزیر په خدای دوسته او وطن پرست ټیم کې، کله هم مفسد، ناکاره او شریرو افرادو ته چې کله ځان د ژبې دکاندار بولي او کله هم د یو او بل توکم ټیکدار، ځای نشته. همدا لامل دی چې د معارف سریع منزل او بې سارې لاسته راوړنې زموږ له قدرمنو هېوادوالو او نړیوالو څخه پټې نه دي. هر څوک که په افغانستان کې د انکشاف خبره کوي که دوست دی او که دښمن، خوښه یې ده او کنه، د لاسته راوړنو د لړلیک په سر کې یې معارف یادیږي.
البته ددې نتایجو تر شا خامخا څه فکتورونه او عوامل شته: په نورو به یې په یوه بل مناسب وخت کې خبرې وکړم اما یوه یې دلته ډیره اړینه بولم چې د معارف نوښتګر او متفکر وزیر د امورو د موفقیت لپاره د واحد، مومن، خدمتګار، ملي او متعهد کاري ټیم د خپل ستراتیژیک مدیریت په رآس کې راولي او هیڅکه د ناکاره او مفسدو انسانانو لپاره په خپل ټیم کې د کار زمینه نه برابروي. د پوهنې پیاوړي وزیر دا پایله درلودونکی مدیریتي مهارت تل په خپل مسلکي کاري ژوند کې ساتلی دی . ښاغلي فاروق وردګ صیب د سویډن په کمیټه کې درنو هیوادوالو ته څه د پاسه لس کاله د صحي او پوهنیزو خدمتونو د رسولو جوګه ؤ او د هیواد په ګوټ ګوټ کې یې د وطنوالو د درد دوا کولو په موخه خپل ژوند وقف کړی دی.
د ملګرو ملتونو په انکشافي اداره کې د ښه مدیریت او رهبریت د درلودلو په نتیجه کې د نړۍ په سطحه په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د غوره لسو کسانو یا (Top ten)  لست کې راغلی چې د ګران افغانستان لپاره د ویاړ ځای دی.
- د اساسي قانون د لويې جرګې عالي مدیریت .
- د ۲۰۰۴ کال د جمهوري ریاست د لمړیو او تاریخي ټاکنو اداره.
- د چارو د ادارې او وزیرانو شورا د دارالنشآ ریاست.
- د لمړي پارلماني وزیر په حیث د هغه ملي نهاد ایجادول  او اداره.
- د پوهنې وزارت کې انقلابي بدلونونه او بې ساري پرمختګونه .
- د لس ګونه ملي او نړیوالو جرګو او کنفرانسونو مدیرت او رهبري .
پورته ټولې لاسته راوړنې د یو ملي، غښتلي، پرکاره او متعهد کاري ټیم د درلودلو په پایله کې ترسره شوي او د موفقیت راز یې همدا دی .
بیا هم تکراروم چې مفسدو او ټمبلو مامورینو ته د ښاغلي وردګ په ټیم کې هیڅکله ځای نه ؤ . هغه کسانو چې کله په بې خبرۍ سره دده په ټیم کې د کار کولو موقع لاسته راوړې ده - څرنګه چې د ده ټیم او چاپېریال؛ خدای ، وطن ، انسانیت او افغانیت ته په کلکه ژمن جوړ شوی و، د نامتعهده او مفسدو خلکو ګذاره پکې نه ترسترګو کېدله او ناچاره شول چې وتښتي.
پدې توګه شړل شویو کسانو ته دومره وایم چې تاسو هڅه کوئ څو د هیواد ځلانده ستوری او د وطن ملي رهبر تاسو ته مخاطب شي، خو زه دا وایم چې هغه به هیڅکله هم خپل قیمتي وخت د تاسو  غوندې بې شخصیته او ناکاره انسانانو د مقالو لوستلو او هغه ته په ځواب ورکولو ضایع نه کړي.
درنښت
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery