دخپریدو نیټه : 2014-08-30 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په سوریه کې د جګړو له کبله تر اوسه ۳ ملیونه خلک کډوال شوي
احمد فیصل
د ملګروملتو د کډوالو د چارو لویه کمیشنري وايي چې د سوریې د کړکېچ له کبله لږترلږه ۳ ملیون خلک کډوال شوي دي. د دې کمیشنرۍ په وینا دا هغه کسان دي چې دوی ثبت او راجستر کړي دي. د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ په وینا د سوریې د بحران په وجه د دغه هېواد د ټول نفوس کابو نیمايي خلک د کور پرېښودلو ته اړ شوي دي. اکثره سوریه وال ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شوي چې د هغو په منځ کې یو ملیون او یولک لبنان ته تللي دي.