مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د حکومت د محدودیتونو له کبله نوي کابل بانک ۴۶،۵ میلیون ډالره زیان کړی

احمدفیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د شفافیت د څار د ادارې یوه نوي څيړنه ښیي چې نوي کابل بانک ۴۶.۵ پنځه میلیونه ډالره زیان کړی دی. د دې ادراې مشرمحمد یما ترابي ټينګارکوي چې د قرضې په ورکړه کې د دولت له خوا پر دغه بانک لګیدلي تورونه د دې سبب شوي چې په ډېر لږ وخت کې دې دا بانک میلیونونه ډالر تاوان وکړي. ښاغلی ترابي وایي که د افغانستان حکومت په دې برخه کې له سره پاملرنه ونه کړي نو د دغه بانک مصارفو د پوره کولو لپاره به ضرورت وي چې میلیونونه ډالر له ځانه ورکړي. ترابي وايي نوي کابل بانک ته د خلکو له لوري د څلور سوو ملیونو ډالرو څخه د ډېرو سپارل شوو پیسو پر سر د دولت له خوا لګیدلي محدودیتونه د دې سبب شوي چې دا بانک ۴۶.۵ میلیونه ډالره زیان وکړي. د ازادۍ راډیو د راپور له مخې د افغانستان د شفافیت د څار ادارې د بنسټ مشر محمد یما ترابي وايي که دولت د لګیدلو محددیتونو په اړه بیا فکر ونه کړي نو په کلونو به مجبور وي چې د دغه بانک مصارف پر غاړه واخلي. ده وویل: « دغه بانک ۴۶.۵ ملیونه ډالره نقصان کړی او دا نقصان ځکه شوی چې دولت محدودیتونه لګولي دی. د مثال په ډول په دې بانک کې د خلکو په ایښودل شوي پیسې چاته قرض نه ورکول کېږي ترڅو دا پیسې په دوران کې شي او د بانک مصارف پوره کړي هر څومره چې دا محدودیتونه دوام پیدا کوي نوی کابل بانک په هماغه اندازه نقصان ویني او دولت باید په کلونو دا نقصان شوي پیسې ادا کړي.» په همدې حال کې د افغانستان بانک ریس نورالله دلاوري بیا په دې اړه اندېښنه نه لري او وایي چې بحران ته د نوي کابل بانک د تلو هېڅ اندېښنه نه شته. ښاغلي دلاوري ویلي همدا اوس څو هېوادونه داوطالبانه حاضر دي چې نوی کابل بانک واخلي او په دې برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي. ده وویل: « له مالیزیا څخه یو ګروپ چې ما ورسره په ترکیه کې ملاقات وکړ او په همدې ډول نورګروپونه داوطالبانه حاضر دي چې دا بانک واخلي خو موږ په دې اړه څه پرېکړه نه ده کړې او زموږ له نظره مالیزیایې ډېر ښه ګروپ دی چې شاید موږ ورسره خبرې وکړو نور د غه بانک په اړه ټولې اندېښنې موږ ردوو.» وروسته له هغې چې په ۲۰۱۰ کال کې کابل بانک له مالي ستونزو سره مخ شو د افغانستان مرکزي بانک د هغې مدیریت په لاس کې واخیست او په نوي کابل بانک بدل شو. ویل کېږي هغه مهال د کابل بانک چارواکو په غیرقانوني توګه له دغه بانکه په میلیونونو ډالرو ایستلي وو او له دې سره کابل بانک له ماتې سره مخ شو. له دوه زره لسمه بیا تراوسه لاهم دا بانک عادي حالت ته نه ده راغلی خو دولت تل ډآډ څرګند کړی چې په دې اړه جدي اندېښنې نه شته.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery