مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ګوزن ډېری پېښې په ختیځ کې ثبت شوې

احمدفیصل
د هېواد په ختیځ کې د پولیو ضد واکسینو دری ورځینی کمپاین پرون پیل شو. د کمپاین د پیل په مراسمو کې د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر نجیب کاموال وويل له دې وړاندې به په ټول هېواد کې په یوه ورځ د پولیو واکسینو کمپاین پيلېده؛ خو د نوموړي په خبره دا ځل یوازې په شرقي حوزه کې د واکسینو دا کمپاین پيلږي چې لامل يې په دې سیمه کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ علایم زیات لیدل شوي. ده وویل:« دا ځل یوازې په شرقي زون کې دا کمپاین پيلیږي او علت يې دا دی، چې په ټول افغانستان کې اته مثبت پېښتې ثبت شوې چې له دې جملې پنځه يې په شرقي زون کې دي. زموږ غوښتنه له ټولو هېوادوالو نه دا ده چې خپل ماشومان واکسین کړي او د دې لاعلاجه ناروغۍ نه خپل ماشومان وژغوري.» غونډې ته د ننګرهار والي مولوي عطالله لودین د وینا پر مهال پر ولسونو او د مسجدونو پر ملاامامانو غږ وکړ چې خلک دې وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي. ده وویل: « زه پر ټولو ولسونو، والدینو او د مسجد پر ملاامامانو غږ کوم چې کورنۍ وهڅوي، چې خپل ماشومان واکسین کړي، په دې کې نور هېڅ جانبي عوارض نه شته، یوازې د دوی د ماشومانو صحت ورسره خوندي کیږي.» د روغتیا ریاست د مسولینو په خبره په دغه دری ورځني کمپاین کې د ختیځ زون په کچه شپږ زره دری سوه راضا کاران به نهه لکه دېرش زره ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسین ورکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery