دخپریدو نیټه : 2014-09-21 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
بلغاريا افغانستان ته ٤٢،٤ ميليونه ډالره پور بښلى
احمدفیصل
بلغاريا د خپل ٥٠،٦ میليون امريکايي ډالرو پور له ډلې، ٤٢،٤ ميليون ډالر افغانستان ته بښلي او نور پاتې پور به ورته د افغانستان له لوري په راتلونکو لسو کلونو کې ورکول کېږي.
د افغانستان د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، بلغاريا تر ١٩٧٠-١٩٨٠ زېږديزو کلونو پورې افغانستان ته ٥٠،٦ میليون امريکايي ډالر پور ورکړى و.
د ماليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پور د حل او تسويې دغه قرارداد د بلغاريا په پايتخت سوفيا ښار کې د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال او د بلغاريا ماليې وزير پرودزانوف ترمنځ لاسليک شو.
د ماليې وزارت وياند عبدالقادر جيلاني وايي، د دغه قرارداد له مخې، د ٥٠،٦ میليون ډالرو پور له جملې يې ٤٢،٤ میليونه ډالره بلاعوضه مرسته بلل شوې، څو افغانستان دغه پيسې په مهمو برخو، لکه د کرنې، زيربناوو او پوهنې په برخو کې ولګوي.
د هغه په وينا، ټاکل شوې چې افغانستان نور پاتې پور د راتلونکو لسو کلونو په موده کې بلغاريا ته وسپاري.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له ٢٠٠٦ زېږديز کال راپه دېخوا د نړيوال مالي صندوق مرستو ته اړو هېوادونو په نوملړ کې ثبت شوى دى.