دخپریدو نیټه : 2014-09-22 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
کندهار : ( د سولې کيسې ) په نوم د خبريالۍ نوی پروګرام پيل سوی دی .
لودين
په کندهار کې ( د سولې کيسې ) په نوم داسي پروګرام پيل سوی دی ، څو ځوانان د سولې په لاره کې مهم رول ولوبوي او خپل مسووليتونه ور وپيژندل سي .
د دې پروګرام مشر جاويد فيصل وايې ، ياد پروګرام ځوانانو ته دنده ورکوي ، څو د ښارونو تر څنګ د ليري پرتو سيمو مثبت پرمختګونه تر دې پروګرامه ورسوي څو د دې لاري د هيواد تر ګوټ ګوټه او تر نړۍ پوري ورسيږي .
نوموړی زياتوي ، چې د يو شمير روزنيزو پروګرامونو له لاري ځوانان د ښاري خبريال په نوم روزل کيږي ، څو ور وښودل سي چې د موبايل يا نورو لارو له لاري په خپله سيمه کې تازه رامنځ ته کيدونکي پرمختګونه ( د سولې د کيسې ) د دفتر سره شريک کړي او بيا يې هغوی خپروي .
د فيصل په وينا ، چې تر دي مهاله يې د دې پروګرام سره پنځه سوه ځوانان ثبت کړي او په کار بوخت دي .
د دې پروګرام له لاري د ښاري ژورناليزم دپاره د نويو کسانو د روزني لړۍ اوس هم روانه ده .
دې پروګرام تيره ورځ د سپټمبر يويشتمه ( د سولې نړيواله ورځ ) هم ولمانځل .
په دې اړه په جوړو سويو مراسمو د سولې د شورا مشر ، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس ، د ښځو استازو ، د همدي پروګرام مشر جاويد فيصل او يو شمير نورو ويناوالو خبري وکړي ، د سولې ارزښت يې بيان کړ او ( د سولې کيسي ) په لاره اچول سوی پروګرام يې ګټور وباله .