مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د افغانستان د تياتر اتم جشن پيل شو

احمد فیصل
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په تېره يوه لسيزه کې تياتر په ښه بڼه بېرته فعال شوى، خو لا هم د هنرمندانو مالي ستونزې ددې هنر د اړينې ودې مخنيوى کوي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه موضوع د شنبې په ورځ د هېواد تياتر په اتم جشن کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د تياتر د يو شمېر هنرمندانو او مينه والو په شتون کې چې د کابل ښار په ١٦ مه ناحيه کې په کابل نندارې سالون کې جوړ شوى وو، بيان کړه. په دغو مراسمو کې د ځينو نړيوالو فرهنګي بنسټونو لکه اغاخان، د المان ګوېته انستيتيوت، د برېتانيا فرهنګي مرکز، د فرانسې فرهنګي مرکز استازو او د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي يو شمېر استادانو او محصلينو ګډون کړى و. رهين وويل:« زموږ ټولو هنرونو په ځانګړي ډول تياتر ډېرې لوړې ژورې ليدلي. د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې تياتر په بشپړه توګه له منځه ولاړ، هنرمندان د نړۍ په هر کونج او ګوښه کې خواره شول، کابل نندارې اور واخيست ، وران شو، خو له نېکه مرغه چې دغه هنر د هنرمندانو د اعتقاد او لېوالتيا له مخې بېرته د لنډ مهالي حکومت سره په پښو ودرېد.» د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي تياتر رييس عبدالغفور شريعتي مراسمو ته په وينا کې تياتر د زړه نږدېوالي او ورورۍ څرګندوى وباله او ويې ويل چې دغه هنر د خلکو پر شونډو د خندا راوستلو او پر ټولو ناخوالو ښکلې نيوکه کوي او خلکو ته د نندارې له لارې ستونزې څرګندوي. خو نوموړي له هنرمندانو څخه په نه ملاتړ نيوکه وکړه او ويې ويل:« که چېرې د هېواد د تياتر هنرمندانو سره مالي ملاتړ ونه شي، نو لږ تر لږه خو دې د کړو کارونو په سبب په يوه ستاينليک ونازول شي.» د مرکزي تياتر يوه ممثل ويس الدين حکيمي پژواک ته وويل چې د تياتر هنرمندان هره مياشت څلور زره افغانۍ تنخوا تر لاسه کوي ، خو په دغه برخه کې د اداري اصلاحاتو پروګرام د نه عملي کېدو له امله د تنخوا اوسنۍ کچه نه ده لوړه شوې او دوى له ګڼو ستونزو سره مخ دي. نوموړى وايي، په دې برخه کې اته کلنه تجربه لري، خو زياتوي چې د هنرمندانو اداري اړتياوو ته پاملرنه نه کېږي: « کله چې د يوه باد پکې د غوښتنې لپاره وړانديز وکړو، نو د بخارۍ پر مهال( د سړو موسم) کې راکول کېږي او که چېرته بخارۍ غواړو نو د باد پکې په موسم( ګرمۍ) کې يې راکوي.» د فراه ولايت دتياتير هنرمندانو له ډلې ددغه ولايت د تياتر مدير محمد انور رامش وويل چې په ياده برخه کې له لس کلنې کاري تجربې سربېره تر اوسه ددغه هنر د ودې لپاره هېڅ مرسته نه ده شوې . هغه وويل چې له ګڼو ستونزو سره دغه هنر بيا هم په فراه کې شته، خو لا هم د هنرمندانو فعاليتونه د هغوى پر خپلو امکاناتو ولاړ دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وړاندې شوو معلوماتو له مخې، د تياتر په اتم جشن کې د فراه، بغلان، ننګرهار، بغلان، هرات، باميانو، کندهار، خوست، بلخ او کابل ولايتونو څخه په لسګونو هنرمندانو ګډون کړى او تر درېيو ورځو پورې به د خپل هنر نندارې وړاندې کړي. ټاکل شوې چې په دغه نندارليکونو کې د "هنرمند بى کفن، د ګلونو ښاپيرۍ، فساد اداري، تضاد، نيمه رخ ديگر، ځانمرګى، کيفر، دلاوران، رييس جمهور، شيرى که نمی توانست بنويسد، نور بندک مه خواستگارى ميرود، کاليگولا، خشونت، تا رهايى، تنهای گم شده و خرس" نندارليکونه نندارې ته وړاندې شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery