دخپریدو نیټه : 2014-10-20 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
په ميوند ولسوالۍ کي ۱۵ وسله وال وژل سوي دي .
لودين
د کندهار په مېوند ولسوالۍ کي د افغان ګډو ځواکونو په پيل سويو عملياتو کې تر دې مهاله ۱۵ تنه وسلوال طالبان وژل سوي دي .
عمليات د دې ولسوالۍ په مختلفو سيمو کي له تېرو ۳ ورځو را پدي خوا دوام لري.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، تېره شپه ناوخته افغان خاصو ځواکونو د دې ولسوالۍ د کلاښامير په سېمه کي د هوا له لاري هم عمليات کړي دي ، چې پر مهال يې ۱۵ تنه وسلوال وژل سوي او له هغو څخه يي دوه ميله سکيل ماشيندار او ۱۳ ميله کلاشنيکوفونه نيولي دي.
خپلواک زياتوي چې د روانو عملياتو پر مهال د ولسوالۍ په نورو سېمو کي هم يوشمېر وسلې ، مهمات او چاوديدونکي توکي د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د دولت د دې ادعا په غبرګون کي مخالفو وسله والو څخه نه دي ويلي .
.