مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-14   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

راځې چې له ولسمشر غنی څخه ملاتړ اعلان کړو !

احمدشاه ملګري (پاچا خان)‎

 


دا یو څرګند او ښکاره واقعیت دی، چې د روسانو له وسلوال یرغل وروسته د افغانستان ګڼ شمیر ولسونه او پرګنۍ پرته د بل چا له لارښوونې د هیواد دوستي تصمیم او عمل پر بڼسټ د روسانو او د هغوي د ګوډاګیانو په ضد راوپاریدل۰
 ګرانو هیوادوالو او په ځانګړې توګه په څه پوه د افغان بچیانو!
نه پوهیږم تر څو به د غفلت په درانه خوب ویده او یا ویښ ویده د افغان ملت د زوال او نابودۍ تماشا ته لاس تر زنې ناست وو۰ راځې چې سترګي پرانیزو او دا ومنو، چې ګران هیواد او افغان ملت نن ورځ د مرګ او ژوند له پوښتنې سره مخامخ او طوفاني سمندر په منځ کې د ډوبیدو له ناورین سره مخامخ دي۰ په دغو تاریخي حساسو شیبو کې اسلامي فریضه، وجداني او ایماني رسالت حکم کوي، چې د ولسمشر داکټر اشرف غنی تر مشرۍ لاندې راټول او په ګډه باید د ملیونونو افغانانو په وینو ګټلې ویاړ ، هیواد او هیوادوال له زوال او نابودۍ څخه وژغورو۰ نور ځنډ هیواد له نورې تباهۍ سره مخامخ کوي، عقل او منطق حکم کوي،چې د نن ورځې کار سبا ورځې ته پریښودل غلط کار دي۰ دا باید هیر نسي چې نن ورځ په واک کې لرو، پرون ورځ تیره سوي، او سبا ورځ نه دی را رسیدلي۰ د سبا ورځې لپاره ډير زیات کارونه په انتظار کې دي۰ راځې نور خپل ارزښتناکه وخت او د نن ورځې په لاس کې فرصت په یواځې خبرو، انتقادي لیکنو، او بې ځایه سیاسي شننو له لاسه ورنکړو، او په ډیره بیړه او چټکې سره د خپلو نیکه ګانو په څیر دا په وینو لمبیدلي هیواد او ولسونه له تورتم، زوال او نابودۍ څخه وژغورو۰ د ګران هیواد اوسنې سیاسي بهیر نا مطلوب اونا معلوم لورې ته سوق کیږي، او دې ته اړتیا لري، چې د عصر له غوښتنو سره سم د ملي ژوند سمبالولو لپاره په اسلامي ارزښتونو، افغاني اصیل کلتور، او تاریخي واقعیتونو ولاړ داسې یو پلن بڼسټه سیاسي نظام را منځ ته کړو چې په هغې کې د ولسواکې منل سوي معیارونو اصلونه لکه ملي حاکمیت، عدالت، مساوات، او د نړیوالي ټولنې د اعلامیې سره سم د بشر حقوق لکه د ولسونو او پرګنو مصئونیت، فردي او بنیادي حقوق تضمین او د قانون د اعادې په رڼا کې حکومت په ټول هیواد کې ټینګ سي۰
 د مظلوم افغان ولس د ملي تراژیدۍ ته د پای ټکې کیښودو په هکله د افغانستان په څه پوه د نظر خاوندانو ډیر په زړه پورې عالمانه وړاندیزونه او د حل لارې چارې په ګوته کړي، خو لا هم ګران هیواد په اور کې سوځي او هره ورځ د خپلو بچیو په وینو لمبیږي۰
 پوښتنه دلته دا رامنځ ته کیږي، چې د ملي ستونزي او تراژیدۍ د حل په هکله د افغاني ټولنې د پوهانو حسابي او عالمانه معقول وړاندیزونه ولې نه عملي کیږي؟؟
 واقعیت تر لمر روښانه دی، د روسانو د دوهمې کودتاه را په دیخوا په افغانستان کې دوې کوچنې ډلې د پردیو هیوادونو په مالي او نظامي مرستو رامنځ ته سوي، چې د دغو دواړو ډلو رهبرې کدرونو شمیر نږدې دوه زرو کسانو ته نه رسیږي۰ لومړي ډله د وخت د خلق دیموکراتیک ګوند مشران وو، چې وروسته په خلق، پرچم، ستم، او شعله جاوید ډلو وویشل سول۰ دا پورته یادې سوي ډلې د پخواني شوروي اتحاد په مشرۍ د وارسا تړون هیوادونو او چینایانو له مالي، سیاسي اونظامي مرستو برخمن وو۰
 دوهمه ډله په پاکستان او ایران کې د جهادې ډلو مشران وو، چې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ يې د ناټو هیوادونو او د خلیج عربي ممالکو، پاکستان او ایران له مالي او نظامي مرستو څخه برخمن وو۰ کله چې په لمریز ۱۳۷۱ کال کې د ډاکتر نجیب الله په مشرۍ د وخت رژیم نسکور سوو، کمونسټې ډلو ټپلو له جهادي تنظیمونو سره د واک د ویش په سره نوې ایتلافونه وکړل، چې د خلق ګوند پښه له حزب اسلامي حکمتیار سره او همدارنګه پرچم، ستم، او شعله جاوید له جمعیت اسلامي او شوراي نظار سره د یو نا مقدس ایتلاف په چوکاټ کې یو ځای سول، او پورته ډلو ټپلو د واک پر سر د پلازمینې کابل په ګډون د هیواد ګڼ شمیر ولایاتو پاته ودانه برخه یا لوټ کړل او یا یې د خپل منځي جګړو په پایله کې په کنډواله بدل کړل۰ پورته یادو ډلو ټپلو په افغان ولس هغه ظلمونه وکړل چې د نړۍ په تاریخ کې يې سارې نه لیدل کیږي۰ د پورته یادو ډلو ټپلو د ظلم او بې رحمیو زیږنده د پاکستان د استخباراتو په نوښت د طالبانو غورځنګ رامنځ ته کول وو۰ لنډه دا چې پورته یادو سوو ډلو ټپلو دومره فجایع او جنایات یې تر سره کړل، چې د هیڅ افغان لپاره د زغم او منلو وړ نه دي۰
 همدارنګه پورته یادې ډلې ټپلې د پردیو د مالي او نظامي ګټو د تر لاسه کولو لپاره خپل ټول واک د روسانو، لودیځې نړۍ هیوادونو، عربي ممالکو، پاکستان، او ایران په واک کې ورکړي وو، او تر نن ورځې پورې د افغانانو د خود ارادیت ، مسلم حق او حسابي خبرو ته غاړه نه ږدي۰ راځې دا راسره ومني چې پورته ټولې یادی ډلې ټپلې په مطلق اقلیت کې قرار لري او په ولس کې يې خپل اعتبار هم له لاسه ورکړي، او له ټولنې څخه تجرید سوي۰
 د ملت د غوڅ اکثریت په ملاتړ د دریم الترنتیف په نه موجودې کې پورته یادې ډلې ټپلې د پردیوپه مرسته، په ټوپک، زرو او زور تکیه لري او د پردیو هیوادونو د سیاسي ګټو او اغراضو لپاره د ټول ملت په سرنوشت لوبې کوي او دا لوبه حتی تر نن ورځې پورې روانه دي۰
 د ګران هیواد د تاریخ په استناد کله چې په کابل کې یو بیسواده سړی د حبیب الله کلکاني چې د سقاو په زوي او لار وهلو او غلا باندي شهرت درلود د غاري امان الله خان د سلطنت پر ضد لاس په بلوا پورې کړ۰ محمدظاهر شاه په هغه وخت کې په پاریس کې د سفارت چارې پریښودلې او ځان یې د هیواد سویلي (جنوبي) برخی پکتیا ته راورسوو۰ په پکتیا کې يې د کلي
 تورې خونې، مستې او جواري تر هغه وخته پورې وزغمل ، تر څو کابل ته راورسید او د سلطنت تاج او تخت یې تر لاسه کړل۰
 ګڼ شمیر ولس دولسمشر اشرف غنی مشرتابه ته سترګې په لاره دي، دا ومني چې ولسمشر بې کسه او د ډیرو مکارو او پلیتو کړیو په منځ کې راګیر او محاصره دي، نو راځې په دې تیر عمر او داسې بیړني وخت کې د دیني فریضې، ملي وجیبې او تاریخي رسالت د تر سره کولو په غرض او یوازې د خپل هیواد او ولس د نیکمرغي په خاطر په لوی او توانا الله (ج) توکل وکړو او میدان ته راووځو او له ولسمشر غنی څخه ملاتړ وکړو۰ دا هم راسره ومني چې، د ولسمشر اشرف غنی مخالفین بدنامه ډلې دی چې په تولنه کې ریشې نه لري، د هغو څپ وهل او تجریدول دروند او مشکل کار نه دي۰ زموږ لویه ستونزه د ملي قیادت نشتوالي وو، اوس هغه قیادت رامنځ ته سوي۰ د یوه ډله ایزه غورځنګ لپاره دا ډیره د ارزښت وړ نه دی، چې میدان او ډګر باید د میړنیو او جنګیالیو ډک وي، لوی لښکر نه دی په کار ، سل میړني مبارزین چې یوازې په الله (ج) او ملي ارمانونو ته معتهده او په خپل ځان او نهایي بریالیتوب باندې باور ولري په کار دی او بس!
ګرانو وروڼو! راځې د تاریخ له ملامتی او ګرمی څخه ځانونه وژغورو او خپل تاریخي رسالت تر سره کرو او د هیواد په دغو حساسو تاریخي شیبو کې د افغانستان د ستونزې هر اړخیزه حساسیت ته ځیر او د واحد افغانستان او افغان مسلمان ولس د سلامتیا لپاره د سلیم عقل ، سلین قضاوت، او سیاسي پوهې په رڼا کې د ټولنې او ملي ګټو پر بنا په نیغه لار حرکت وکړو۰ له ولسمشر اشرف غنی سره بې له ځنډه همکاره او همیاره سوو۰ د ولسمشر اشرف غنی سیاسي رقیبانو له وجود څخه افغانیت، سیاسي هوښیارې، سلیم عقل او منطق او وطن دوستي کډه بار کړي او د اوسنیو دربدره بیړنیو حالاتو کې چې هیواد د ژوند او مرګ له سوال سره مخامخ دي نه سلیم قضاوت مني او هم حسابي خبري۰ هغوي یوازې د واک او قدرت د انحصار په فکر کې دي او بس۰ که چیرته موږ له ولسمشر څخه ملاتړ ونه کړو نو د واحد افغانستان د سولې، امنیت، نیکمرغۍ، ثبات او مصونیت ماڼۍ ورانه او په هیواد کې به د وینو لښتې همداسې بهیږي۰ و ما علینا الالبلاغ

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery