دخپریدو نیټه : 2015-01-29 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
د کندهار او زابل ولايتونو ولايتي شوراګانو خپل دفترونه وتړل .
اداره
د كندهار او زابل ولايتونو دولايتي شورا غړو د ولسي جرګې د هغه پريکړي په غبرګون کې ، چې ولايتي شوراګاني نور د نظارت حق نه لري خپل دفترونه وتړل .
د دواړو ولايتونو دشورا غړو نن پنجشنبه دكندهار د ولايتي شورا په انګړ کې داحتجاج په ډول راغونډ سوي وه او دپارلمان هغه پريكړه يي وغندله ، چې دولايتي شوراګانو څخه يي دنظارت حق اخيستى دى اويوازي يي د يوه مشورتي ټيم په نامه نومولي دي
دغه كسان وايي پارلمان پدي كار سره وښوده ، چې د ځان لپاره د فسادلاره برابروي اودولس غوښتنو ته درناوى نه لري ترڅوټولي چاري په خپل سر دولس له مشورى پرته ترسره كړي .
د کندهار د ولايتي شورا په استازيتوب د دې شورا غړي حاجي اغالالي دستګيري او د زابل د ولايتي شورا په استازيتوب د دې شورا غړي محمدهاشم ګراني وويل ، چې د ولايتي شوراغړي هم دخلكو استازي دي او د خلكو لپاره كار كوي نوبايد د نظارت حق وركړل سي .
د کندهار او زابل ولايتونو د ولايتي شوراګانو غړو پريکړه وکړه ، كه چيري ولسمشر دغه مسوبه توشيح كړي نو دوی به دولايتي شوراګانو دروازى وتړي او له خپلو دندو به استعفاوي وكړي .
دوی ولسمشر څخه غواړي چي دغه مسوبه توشيح نه كړي . خو ولسي جرګې ويلي چې ولايتي شورا ګانو ته د نظارت حق وركول له اساسي قانون سره په ټكر كې دى .