مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa-etisalat
دخپریدو نیټه : 2015-02-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د خان عبدالولي خان دنهم تلېن په یاد

نصیر ستوری

 

یا به یو کیږو ګنی ورکیږو
پښتون ( افغان/پټان/روهیله/سلیمانی ) د منځنۍآسیا یو زړور، پیاوړی ، لرغونی او امن خوښی  ملت /قام دی، د پښتنو تاریخ ،ژبه ، کولتور، میړانه او پښتونولي د نړۍ په ولسونو کې هرچا ته څرګند او مالوم دي.

د پښتنو ټاټوبی په منځنۍ اسیا کې د خپل جغرافیاوي سټراټيجيک ارزښت له امله د خپل کړکیښ (تاریخ) په بیلابیلو وختونو کې د ښکیلاکي ، زبیښاکي او یرغلګرو ځواکونو د جګړو ډګر ګرځیدلی دی. 

پښتانه د پیړیو،پیړیو راهیسي د انقلابونو، بدلونونو،جګړو  او جنګونو سره لاس په ګریوان دی.  د پښتنو میړنیو قامي، ولسي او سیاسي مشرانو د تاریخ په اوږدو کې په خپل خپل وخت کې د تیري کوونکوپه کلکه مقابله کړی ده، چې په دې لړ کې دخان عبدالولي خان نوم د شلمې پیړۍ د سیاسي قامي مبارزینو په سر کې ځای لري.

د پښتنو د سترسیاسي مشر،د بې تاوه پاڅون (د عدم تشددد) د قامي ازادي بخښونکي غورځنګ بنسټ ایښودونکي او د هند د نیمې وچې دازادۍ دلارې د نه ستړیکیدونکي مبارز 

باچا خان بابا مبارز ځوي ارواښاد خان عبدالولي خان د ۱۹۱۷ ع کال د جنورۍ د میاشتې په یولسمه (۱۱ مه) نېټه د پنځه نۍ (پنجشنبې/زیارت) په ورځ دې نړۍ ته سترګي وغړولې،له ورکوټیوالي راایسي ئې د خپلې خاورې، ژبې،ولس او قوم سره مینه لرله،چې په همدی بنسټ ئې خپل سياسي ژوند  د دیارلس (۱۳)کلنۍ  په عمرکې د خپل پلارفخرافغان باچا خان  باباتر مشرۍ لاندې  چې موخه (هدف) ئې د هند دنیشنل  کانګرس ګوند په ملګرتيا دهندوستان له نيمې وچې څخه د انګريزی  ښکېلاک له مېنځه وړل وو، پیل کړ او د باچاخان بابا په پل ئې پل کیښود .

کله چې باچاخان بابا په ۱۹۳۰ ع کال کې د انګریزانو له خوا ونیول شو، نوخان عبدالولي خان د پښتنو د يو زړور او پیاوړي لارښود او مشر  په بڼه  د انګريزي  ښکېلاک پر ضد په عملي مبارزه لاس پورې کړاوپه  خپل پلرني ټاټوبي چارسده کې به ئې وړو، وړو غونډو او جلسوته ويناوې کولې، مقصدئې دا ؤ چې یو خوا ټول هندوستان او له بلې خوا په ځانګړي توګه دا خپل در په در، تس ونس پښتون، سوکاله،ازاد، اباد،د خپل اختیار لرونکی  او د خوارۍ بدبختۍ نه خلاص کړي او لکه د یو بابا اولاد ئې یو موټی او یو وجود جوړ کړې. په همدې  موخه ئې خپله مبارزه ډیره په میړانه مخ په وړاندې بوتله ، پدې لاره کې ئې ډیرې قربانۍ ورکړې،ډیرې ستونزې ئې وګاللې او جیلونه ئې تیرکړل.

دپاکستان د جوړیدو وروسته ملي رهبر خان عبدالولي خان  خپل سياسي ژوند  کې د " لر او بر يوپښتون یو افغان" «لا به یو کیږو ګنې  ورکیږو » او اوبه په ډانګ نه بیلیږی  خبره کوله او ویل به ئې چې کله په لر پښتون څه تکلیف راغلی دی، نو هغوۍ بر وطن ته کډه کړی ده ،که په بر پښتون څه تکلیف راغلی دی نو هغوۍ لر وطن ته کډه کړی ده.

ده  به ویل چی ډیورنډ هغه کرښه ده چې کاپر او سامراج پیرنګي د پښتنو په وجود راښکلې ده ، قام ئې د قام نه، قبیله ئې د قبیلي نه ،خاندان ئې د خاندان نه، اوورور ئې د ورور نه جدا کړی دی اوددې قبائیلي علاقو دا تقسیم او ویش د پیرنګیانو او د افغانستان د حکومت تر منځه شوی دی او یوه معاهده دواړو حکومتونو لاسلیک کړیده چې هغه د ګندومک د معاهدې په نامه یادیږي او د همدغه معاهدې په بنا دا د ډیورنډ کرښه راښکلی شوې ده ،چې نن د افغانستان او پاکستان تر منځه هم په هغه شکل او صورت کې موجوده ده، لکه څنګه چې پیرنګي په ۱۸۹۳ ع کال کې راښکلې وه.

اګر چې د افغانستان بیلابیلو حکومتونو په هغې په خپل خپل وخت کې اعتراض (نیوکې) کړي دي، چې دا معاهده پیرنګي د سردار یعقوب خان سره په داسې وخت کې دستخط (لاسلیک)  کړیده چې د هغه پلار امیر شیر علي خان کابل نه وتلی ؤ او سردار یعقوب خان چې پلار قید کړی ؤ، پیرنګیانو راوویست او دی ئې د کابل په تخت کښینولو، نو دا معاهده ئې ورسره لاسلیک کړه نو په بین الاقوامی (بین المللی)قانون کې دې ته تریټی اڼدر ډوریس وائي او ددې څه قانوني(ائیني) حیثیت څوک نه تسلیموي (نه مني) او دا ځنځیر خو پیرنګي لګولی دی او هغه قوت خو تللی دی او که دا لر اوبر پښتانه سره یو شي نو دې کې څه بدیت .دی 

دغه راز له جرمني څخه خپریدونکې مجلې « ولس غږ» سره په یوه مرکه کې ئې ویلي:٬٬ چې مونږ تر خپلې وسې پورې قامي او ملي مبارزه کړې ده او کؤو ئې، خو د سیمه ایز سیاسي جوړښت له کبله نیمګړې ده، د تورخم زنځیر به هغه وخت شلول کیږي چې د دواړو خواوو پرې زور راوړل شي نو په منځ به دوه شي او دیوې خوانه نه کیږي٬٬. 

خو له بده مرغه د برې پښتونخوا (افغانستان) واکدارانو نه غوښتل چې دا تس ونس پښتانه سره یو ځل بیا یو ځای شي او د خپل واک او اختیار خاوندان شي چې دا د ارواښاد خان عبدالولي خان له خبرو څخه چې دښاغلي روان فرهادي سره ئې کړي دي په ډاکه څرکندیږي.

دی  له انګلستان څخه کابل ته راځي او ښاغلی روان فرهادي ورڅخه هیله کوي چې د هغه سره وویني.  

»رهبر تحریک خان عبدالولي خان  وائي: د کابل په ښار کې دپښتونستان د جشن دستوره وه، زه هم ددغه ټنګ ټکور او اتڼونو تماشې له تللی وم ، روان فرهادي چې د وزارت خارجه یو بل غړی کرزی هم ورسره ؤ ما ته وویل: ښه دی چې کابل ته راغلی ئې زما خو تاسره یوڅوډیرې ضروروي خبري دی. 

ښاغلی فرهادي ور ته وائي،چې ولي خانه تا خو اوس د پښتنو او پښتونستان سیاست پریښود او ټول پاکستان سیاست ته دې مخه کړه(د روان فرهادي صیب اشاره دې ته وه چې دغه وخت کې خان عبدالولي خان د ټول پاکستان د نیشنل عوامي پارټئ صدر ټاکل شوی ؤ)، نو دی  د ښاغلي روان فرهادی څخه پوښتنه کوي چې تاسې دا پښتونستان څه شي ته وائ؟، ارواښاد خان عبدالولي خان دا پوښتنه د افغانستان له باچا محمدظاهر شاه  څخه هم کړیوه او هغه ورته ویلې ؤ چې د صدراعظم هاشم خان میوندوال سره خبره وکړه خو هغه هم څه پوره خبره ورته نه وه کړی.

ښاغلي  روان فرهادي ورته ویلي ؤ، چې د ا نعره خو د ښکته نه ستاسو له اړخه راغلې ده او ځواب خو به ئې ته ورکوې .

ولي خان بابا ځواب ورکوي او وائې چې فرهادي صیب د ښکته نه خو دوه قسمه پښتونستان راغلی دی یو د ریفرنډوم د وخت ازاد او خودمختاره (خپلواک)  مملکت پښتونستان او بل صرف د نوم د بدلولو مطالبه، چې زمونږ د سوبې (ولایت) نوم بدل شي چې د نوم نه پته لګي چې دلته هم پښتانه اوسیږي او د فرهادي صیب نه تپوس کوي، چې دا تاسو چې دا څوکاله په مخه دپښتونستان اواز پورته کړی دی او دادی نن هم په ټول افغانستان کې د پښتونستان جشن نمانځلی شي، نو دا تاسو د کوم پښتونستان ذکر کوئ،  د ازاد خودمختاره پښتونستان او که د پاکستان دننه د نامې پښتونستان؟.

تاسو لا تر اوسه دا فیصله نده کړې؟ او نه مو دا خبره سپېنه کړې ده چې تاسو څه غواړئ؟ او د څه په وجه مو پاکستان سره تعلقات خراب کړی دی؟. 

هندوستان او روس چې ستاسو ددې موقف تائید کوي نو هغوۍ ته تاسو ددې خبرې وضاحت نه دی کړی؟ نو بیا ورته وائي چې د حل لارې ئې درې دي

لومړی: افغانستان دې راپاڅي او پاکستان ته دې ووائي چې زما نه خو داسیمي پیرنګي په زور نیولي وې، چې هغه نشته نو زه دا خپلې سیمي په سوله غواړم او که نه نو زور استعمالوم 

تاسو به د هغې مخې شئ او مونږ به ددې مخې شو او د ډیورنډ دا پلیته کرښه به ورانه کړو،

نو فرهادي صیب ورته ویلې چې د موجوده بین المللي او ملي حالاتو په رڼا کې دا امکان نه لري.

دوهم: د چتراله نه تر وزیرستانه پورې دې دافغانستان حکومت دقبائیلي علاقو پښتنوسره په پټه مرسته وکړي او هلته به مونږ پورته شو. فرهادي صیب وائي چې دا امکان نه لري.

درییم : بیا چې زه قبائیلي ورونو ته مخه کړم چې ګوره مونږ او تاسي د ازادۍ د نعمت نه محروم یو ، راځئ چې سره یو لاس شو او خپل حق لاس ته راوړو، نو قبائیلو به فیصله کړي وي يا نه، خو بیابه هم فرهادي صیب د خیبر نه سر راپورته کړي، چې ولي خانه دا امکان نه لري. نو مطلب دا چې نه را سره مرسته کوئ نه قبائیل پریږدئ او بیا چې زه د کور دننه ملګري پیدا کوم په هغې هم نا راضه ئې، نو داسي مالومیږي چې تاسو هم زمونږپه غلامۍ خوشاله ئې.

نو دا به ډیره د منافقت خبره ښکاریده چې د افغانستان حکومت به په راډیو کې د بابړې د شهیدانو په روح مشاعرې کولې او دې خوا به ئې د بابړې د شهیدانو قاتل قیوم خان سره مرسته کوله، چې ایلکشن (ټولټاکنې) وګټي او خدائي خدمتګار ناکام کړي.«

لدې څخه دا په ډاګه څرګندیږي، چې د افغانستان د وخت واکدارانو د پښتونستان لفظ نه یوازې د پښتنو د ویش د ټینګولو او د پښتنو د قامي وحدت په ضد ؤ ، بلکې په قام پرسته  او ملت پاله  پښتنو، ولسي مشرانو او ملکانو به تورونه لګول کیدل چې دا د پاکستان سره لاس لري او پاکستانی دی او پدی نامه به ځورورل کیده نو لدې څخه ښکاره او جوته ده، چې د پښتنو د قامي وحدت د بشپړتیا او د باچا خان باباد عدم تشدد د قامي ازادي بخښونکي غورځنګ تر ټولو غټ پټ (مخفي) دښمن د افغانستان شاهي نظام ؤ او دا ځکه چې دغه واکدارانو د پښتنو په قامي وحدت (یووالي) کې خپل زوال لیده.

 


ملي رهبرخان عبدالولي خان د اصولو کلک پابند، پر پښتو او پښتونولۍ مین ،جمهوریت غوښتونکی اوخپلو سياسي موخو ته وفادار  پښتون سياستوال ؤ، پاکستاني واکمنو لکه سکندر مرزا، ايوب خان او جنرال ضياء الحق  په وار وار ورته ددولتي (سرکاري) لوړوڅوکيو(کرسیو/مقامونو)  وړاندېزونه  کړې وو، خو هغه دا وړاندېزونه رد کړي دي او د کرسۍ (څوکۍ/چوکۍ/مقام) په بدل کې ئې خپل اصول نه دي مات کړي .

رهبرتحریک خان عبدالولي خان نه یوازې د پښتنو ستر لارښود او رهبر ؤ، بلکه د منطقې او نړۍ په کچه یو منل شوی پښتون مبارز سیاست وال  سره سره  لوې عالم ، لیکوال ، نقاد او تاریخ پوهـ ؤ، پخپله د علم او پوهي یوه غني خزانه وه، ګڼ شمیر لیکنې ئې کړي دي.  « ریښتیا ریښتیا دي» او« باچاخان او خدائي خدمتګاري - په څلورو ټوکوکې» پنډ پنډ ارزښتناک کتابونه، چې د حقیقت او د عدم تشدد زیرمه ده، پښتون قام په وړاندي  دي. که پښتانه دغه کتابونه ولولي نو د هغه سازشونو او توطئیو نه به خبر شي، کوم چې د پښتون ملت پر خلاف پښتون دښمنه عناصرو او قوتونو د عدم تشدددقامي ازادي بخښونکي غورځنګ پر ضد وخت په وخت کړي دي .

دغه راز  دی يو ډېر ښه فصیح او مدلل وينا وال وو چې خپلې خبرې او ویناوي  به ئې په پښتو متلونو او طنز و مزاح کې هم رانغښتې. دجیل څخه ئې خپلوانو او ملګرو ته  خپل ټول لیکونه (خطونه) په اسانه پښتو ژبه لیکلي دي، چې په حقیقت کې سیاسي او تاریخي ارزښت لري ارواښادډاکتر شیر زمان طائزی د«د جهانزیب نیاز د ژوند سوغات»د کتاب  په سریزه کې وائې چې خان عبدالولي خان د پښتنو تاریخ، شعر او ادب سره ډیره مینه لرله او عجیبه خو داده چې خپله ځان شاعر او ادیب نه ګڼي خو چې کوم ځای تنقید کوي  په ډاډه زړه ئې کوي او په ډیره ښه انداز کې ئې ډیرې پېچلې مسئلې د بحث لاندې نیولې او خپلې ستوماني ئې پرې ایستلي دي.

پدې لړ کې خان عبدالولي خان پروفیسر جهانزیب نیاز ته په یو لیک کې لیکلې دي:  د ادریس پاچا صیب « ګیلې وسوسې» مې اووی، اصل کې ډیر وخت وشو چې ما د شاعرۍ څه کتاب وغیره نه دی لوستلی، یو خو داده چې اول به راله خلیق صیب ټول نوي کتابونه رالیږل خو اوس هغه هم راته شا کړې شان ده، او نه خط او نه کتابت رالیږي. او بله دا چې زه هم په فلسفه او نورو مضمونونو او په نورو معاشي او معاشرتي مطالعو کې بوخت ؤم او چې څومره به مې ددغه اړخه دې خپلو شاعرانو ته کتل نو څه رو رو مې هم هغه نظریه جوړیده کومه چې قران د شاعرانو په هکله بیان کړې ده. د دوۍ دې اخلاقي او عملي جمود څه مایوسه کړی شان وم، او که چا څه سر ړقوو، نو هغه خو لا د لیلا د زلفو په ځنګل کې ښکیل پراته ؤ، نو د باچا صیب «ګیلې وسوسې» هم داسې وخت کې راغلې ، چې کوم مې درته بیان کړل، یو خو زما ورسره شوق نه ؤ او بل هډود شعر هغه خوند مې د خولې نه وتی ؤ، او دا مې ډیر په ویره ویره شروع کړو،ما وی واپسی ځواب به ضرور غواړی او ددې نه مې زړه چوي.  بدقسمتي داده چې زمونږ ملک کې څوک چاته ریښتیا ویلی نه شي.

ادب او فن خو داسې یو شی دی چې دا په نکته چینئ (تنقید/نیوکه) خړوب کیږي او هغه اصلي جوهر ئې پرې راڅرګندیږي، خو ما یوځل داشان د سید رسول رسا دکتاب «د بیدیا ګلونه» لوستلو نه پس خلیق صیب ته ولیکل چې دې ته د «بیدیا ګلونه» ویل خو ناروا دي . ما ویل چې د نیمو نه زیات پکې پردي ګلونه او را پټي کړې سترګي دي او هغه هم په داسې بده رنګه چې هر څوک پرې پوهیږي او پیژني ئې، چې د کوم باغ نه ئې راغلا کړي دي. خیر خبر شوم چې سید رسول رسا په دغه ډیر زیات خفه شو او په ځای ددې چې زما هغه تنقید او ښودنې په هغه کې داسې څه جذبه پیداکړي وائی، چې هغه د خپل کمال د جوهر دغه دانې ددغې بوسو ګونډي مال نه وباسي ، هغه اپوټه ماڼیجن شو.

سید رسول رسا ما په یو نظم پیژندلی ؤ چې کوم هغه د خوشال بابا په قبر لیکلی ؤاود هغه داسې یو څو نور نظمونه دي، چې په ملغلرو به ئې بدل نکړي، مګر په دغه کتاب کې ئې داسې څه راټول کړي دي چي دلمدو سره ئې وچ هم سیزلي دي.

لکه څنګه چې ستر باچا خان بابا د پښتون قوم د ابادۍ او سوکالۍ لپاره 37 کاله جیل تیر کړو همداشان ملي رهبرخان عبدالولي خان هم د خپل ژوند 16 کاله عمر د پښتون قام د سوکالۍ او پر مختګ لپاره دانګریزانو او دپاکستان په بیلابیلو جیلونو کې تیر کړي دي.

دی په لومړی ځل  په ١٩٤٢ کال کې  د کانګرس ګوند د " انګرېزانو هند څخه ووځئ " تر شعار  لاندې په مبارزه بوخت ؤ ،چې د انګريزانو له خوا بندي شواود پاکستان د جوړويدو سره سم  ئې خپله قامي مبارزه نوره هم ګړندۍ کړه او په زرګونو سیاسي مبارزین ئې وروزل .

د پاکستان تر جوړېدو يو کال وروسته بیا بندي شو او په ١٩٥٤ ع کال کې خوشي شو او له دې وروسته ئې د بلوڅیانو، سنديانو او د هغه وخت ختيځ پاکستان چې اوس بنګله دېش دى، له کېڼ اړخو سياستوالانو سره په ګډه نېشنل عوامي ګوند (نیپ) جوړ کړ، چې سياسي مرام يې په پاکستان کې د پوځي حکومت له مېنځه وړل، نوي ټاکنې، بې پرې او بې پلوه  بهرنۍ تګلاره او سیکولردولت را مېنځته کول وو. 

نوموړي په ١٩٧٠ ع کال کې د پاکستان په لومړنۍ ټولټاکنو کې د قامي اوسوبايي اسمبلۍ غړى وټاکل شو او په قامي اسمبلۍ کې د ذوالفقار علي بوټو د حکومت پر ضد د اپوزیشن  يو پياوړى مشر وو.

په ١٩٧٥ ع کال کې د ده په ګوند (نیشنل عوامي پارټۍ - نیپ) ذوالفقار علي بوټو د دولت ضد فعاليتونو له امله بنديز ولګاوه اود حېدر اباد سازش کېس په پلمه د خپلو ملګرو سره  یو ځای د حيدراباد جیل ته واچول شو او په ١٩٧٧ ع کال کې د بوټو د حکومت پر ضد د جنرال ضياءالحق پوځي کودتا وروسته دى د حېدر اباد سازش کېس څخه خوشې کړل شو.

رهبر تحریک خان عبدالولي خان  د پاکستان جوړېدل د انګرېزانو کار باله چې ، راتلونکى کې  ئې د شوروي اتحاد پر ضد وکاروي ،همدا وجه وه چې د سړې جګړې پر مهال نوموړي د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنۍ تګلارې سخت مخالفت کاوۀ،  نو ځکه به پاکستاني واکمنو د هندوستان، روسىې او افغانستان د جاسوس تورونه ورباندې لګول اود مذهبي ګوندونو له خوا د کفر له فتواو سره مخامخ وو . 

ده د افغانستان جګړه د لويو ځواکونو شوروى اتحاد او امريکا او غرب جګړه بلله چې قرباني يې افغانان/ پښتانه  ورکوي. هم د دې سياسي فکر له امله د ده سياسي مخالفينو به ده ته د پاکستان غدار ويل ، خو د ده دريځ دا وو چې دى د خپلې قامپرستۍ ، ملت پالنې  او مسلمانۍ اسناد له هېچا نه غواړي.

ښاغلي خان عبدالولي خان  په ١٩٩٠ ع کال کې هغه وخت د عوامي نیشنل ګوند (ای این پي) صدارت پریښود، کله چې ئې دولسي جرګې (قامي اسمبلۍ) چوکۍ په خپل مخالف مولانا حسن جان باندې وبايلله او په دې دليل له پارلماني سياست څخه ګوښه  شو چې ولس په ما باندې باور و نه کړ او زه نور ځان د دوۍ استازى نه شم بللى.

دی  يو لر ليد سياستوال ؤ  دراتلونکي په اړه زياتره وړاند وينې ئې سمې ثابتېدې، چې مور بی بی مېرمن نسيم ولي خان په  بره پښتونخوا (افغانستان) کې د ظاهر شاه پر ضد په  ١٩٧٣ ع کال کی دسردار محمد داؤدخان کودتاه د يوې بېلګې په توګه يادوي او وائي «: چې د کودتا سمدستي وروسته ولي خان خپل پلار باچا خان بابا ته وويل چې سردار محمد داؤد خان نن د افغانستان د خاتمې ګام واخېست. ده دليل ورکړ چې افغان يوه قبايلي ټولنه ده او قبيلوي جګړه به په يو داسې بدلون واوړي چې حل به ئې په افغانستان کې د يو بهرني ځواک مداخله وي او باچا خان بابا  ته ئې وويل چې دغه بهرنى ځواک له شوروى اتحاد پرته بل نه شي کېداى. هلته به دومره تشدد، زور او زیاتی  وشي چې د افغانستان لوېشت لوېشت مځکه به د وطن د بچيانو په وينو خړوبه شي». دمور بي بي  په وينا نن هغه څه وشول چې ده ئې په ١٩٧٣ ع کال کې وړاند وينه کړې وه.

ده به ویل چې مونږ د بارودو(باروتو) په ډیرۍ  ناست یو او چې کله هم دا بارودي ډیرۍ وچاوده، نوټول نقصان به زمونږه وي. 

ده به داخبره کوله چې افغانستان ته د جهاد لپاره کوم عرب، ازبک، تاجک، او نور و ملکونو مجاهدین چې دلته راغلي دي نو د روسیانو د وتلو سره به دوۍ بې روزګاره شي، ځکه ددوۍ خو د جنګ ټرینینګ شوی دی ، نو چې جنګ بس شي خپلو ملکونو ته خو هم واپس نه شي تللې ، نو دوۍ به یقیننا دلته ځان ته مصروفیات ګوري او دا جهاد به دوۍ  دلته شروع کوي، چې درهبر تحریک خان عبدالولي خان دا وړاندوینه صحیح ثابته شوه. او نن ټول نقصان د پښتنو کیږي، د هرې خوا نه په بیلابیلو نومونودپښتنو عام وژنه په ډېره بې رحمۍ روانه ده.

دا نن چې په پښتنواو د پښتنو په خاوره څه روان دي، نوموړي  کلونه کلونه وړاندې وخت پر وخت خپل قوم ددې خطرونو نه خبر کړی ؤ او د خان عبدالولی خا ن بابا دا تاریخي ناره چې « لا به یو کیږو ګني ورکیږو» یو تاریخي ضروروت دی. پښتانه باید دا ناره چې « اوس به یو کیږو ګني ورکیږو» په عمل کې پلې کړي. چې نور لدې بدبختیو د پښتون دا لوې ملت وژغورل شي.

 


ملي رهبر خان عبدالولي خان باندې څلور وژونکې حملې چې دوه پرې په ملاکنډ، دریمه پرې په ګوجرانوله او څلورمه پرې د پینډۍ په لیاقت باغ کې شوي دي، خود نیکه مرغه په کې ژوندى پاتې شوى وو .

 


ده په خپل سياسي ژوند کې دويم نړېوال جنګ، دهند له نيمې وچې څخه د انگريزانو وتل، د هند څخه دپاکستان هېواد را مېنځ ته کېدل، د پاکستان ماتېدل او د بنګله دیش جوړیدل، سړه جګړه، د افغانستان اوږده جګړه، افغانستان څخه د شوروي پوځونو وتل، د شوروي اتحاد ماتېدل نه يوازې په خپلو سترګو ليدلي ؤ، بلکه په ډېرو پېښو کې خپله هم يو مهم کردار ادا کړی دی ، ځکه خو نوموړي څو کاله وړاندې يوۀ خبريال ته په يوه مرکه کې وويل " څه به درته ووايم دې سترګو څه څه نه دي ليدلي؟

درهبر تحریک خان عبدالولي خان دمړېنې نه وروسته په سياست کې دده ونډه د یو زړور او په ځان متکي سیاسي مبارز په توګه  ټولو منلې ده او قدر يې کړی دی، که هغه نه پُخلا کېدونکې سياسي رقيبان او يا هم د رهبر تحریک  سیاسي دُښمنان دي

ارواښاد خان عبدالولى خان په پېښور کې  د۲۰۰۶ ع کال د جنوري په  ٢۶ مه  نیټه  د پنځه نۍ (پنجشنبې/زیارت) په ورځ د ۸۹ کالو په عمر د خپلې ورپېښې ناروغۍ له امه  لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې او جنازه ئې دپښتونخوا  دچارسدې په ولي باغ کې خاورو ته وسپارل شوه .

د ارواښاد خان عبدالولي خان دسړیتوب (شخصیت) ډیر اړخونه دي، پکار داده چې دعلومو اکاډمي او پښتو ټولنه دده دسړیتوب (شخصیت) اړخونه وڅیړي او دده کارنامې پښتنې ټولنې ته ئې وړاندې کړي.

که څه هم  دی په جسماني ډول له مونږ نه جداشوی دی، خو د هغه لار ښونې زمونږ د لارې مشال دی او زمونږ په ذهنونو کې تل ژوندی دی. روح دې ښاد وي

په درناوی

 


اخستونځی: 

ـ باچا خان او خدائي خدمتګاري ۱، ۲ او ۳ ټوک  لیکوال : خان عبدالولي خان ، پېښور چاپ

ـ ولس غږ مجله ، جرمني چاپ۲ 

ـ پښتون مجله، پېښور ۳ 

۴ ـ ویکیپیډیا

ـ ژبساپوهنه،، لیکوال کبیر ستوری، پېښور چاپ ۵

۶ ـ د خان عبدالولي خان خطونه د جهانزیب نیاز د ژوند سوغات

mainport spozmai radio aicts
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery