مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ګلبدین حکمتیار ته

محمد هلال سمسور

 

حکمتیار صاحب د افغانستان وضیعت داسې څاري ته به وایې چې په کابل کې ناست دی او هر څه دده تر مخ تېرېږي. په تحلیلونو کې تر ځان پرته نور پر هر چا د ملامتۍ  بارونه اچوي. حکمتیار هره ورځ په خلکو د مجاهدینو په نامه غږ کوي چې را پاڅئ، متحد شئ او حکومت را وپرځوئ. ښاغلی حکمتیار صاحب له تاسې څخه یو څو پوښتنې لرو هیله ده چې له ځان سره فکر پرې وکړې.
- شا او خوا څلوېښت کاله وشول، چې د افغانستان غمیزه روانه ده، د کابل حکومت څو ځله د مختلفو فکري څپو ترمنځ تبادله شو او ته ددې ټولو صحنو شاهد وې. د هر چا تېروتنې او اشتباهات درته د آینې غوندې ښکارې آخر تا یو ځل خپل ګرېوانه سر ټیټ کړه او یوه ورځ مو له ځان سره حساب وکړئ، چې دافغانستان د یو مهم ګوند د مشر په توګه خو والله یو څو تېروتنې لرم! د دې غم ځپلي ولس پر وړاندې ستا وجدان تا ته څه حکم کوي.؟
- که وایې چې تا هېڅ تېروتنه نه ده کړې نو بیا شورای نظار، نور مجاهدین، طالبان او کمونېستان هم مه ملامتوئ ځکه هغوی هم په [خپل فکر] هېڅ تېروتنه نه ده کړې! هغوی هم تا غوندې ځانونه سپېنې ملایکې بولي!
- تاسې ټولو [کمونېستانو، مجاهدینو، طالبانو او دې حکومت] چې تېروتنه نه ده کړې نو دا ولس ولې دربدر او خاورې پر سر دی!؟
- فرض کړه، د کابل په جګړو کې ټوله ملامتي د شورای نظار، حزب وحدت او نورو پرغاړه، آخر ته یوازې پنځه، یا څلور، یا دوه سلنه ملامت نه یې؟!  که نیم فیصد هم ملامت وې تا ولې داسې وکړل!؟
- دا دری لسیزې کیږي چې ته همدغه د جګړې په ژبه خبرې کوې، دغو جګړو یوه ورځ درته ونه ویل چې له دې جګړو څخه نه جوړېږي!؟ راشه دې خاورې او دې ځورېدلي ولس ته د خدمت کولو تګلاره بدله کړه!؟
- کله طالبان د امرېکا اجنډا بولې او کله ملا عمر تر ټولو ښه قاید بولې، کله حکومت د خلقیانو او پرچمیانو بولې، ملي اردو ته د امریکایانو اجیران وايې آخر تاسې کومه پرښته یاست او دې خلکو ته مو څه وړاندې کړي، چې د بېلګې په توګه یې یاد کړې!؟
- ملي اردو او ملي پولیس سرتېري [خاین دي، پوډریان دی، شرابیان دی او هر څه دی،] که ښه دي او که بد مګر بیا هم ددې ولس سرمایه ده، ددې ولس له خاورې، جومات، مکتب، کلینیک او پوهنتون څخه دفاع کوي، ته ددې خلکو لپاره څه شی لرې چې خلکو ته یې وښیې؟! تر اوسه دې له جګړو پرته مو ولس ته څه وړاندې کړي؟ د کومې کونډې او یتیم پر سر مو لاس را کش کړئ!!!
- تاسې خو ځان هوښيار او عالم هم بولې، د ترکیې او ایران له موجوده حکومتونو او د عراق، مصر، لیبیا، تونس او سوریې له  حالاتو څخه تا څه درس واخیست؟ د هغو مسلمانانو حالات تا نه ځوروي؟! د هغوی ترخه وضیعت تا ته یوه ورځ و نه ویل چې آخر د خپل وطن لپاره داسې لاره غوره کړه چې یو څه خدمت وکړی شې؟!.
- تاسې چې په غرونو کې یاست، تاسې چې د ټوپک په شپېلۍ خبرې کوئ، تاسې چې ددې وطن لپاره هېڅ عملي پلان نه لرئ، ستا د حزب په نامه یاران چې تر ټولو غټ غله او داړه ماران دي نو بیا به خامخا غربي پلوه، شیعه پلوه، کمونستان او پرچمیان صحنې ته راځي.
- حکمتیار صاحب، تاسې ددې هېواد تر ټولو ډېر بانفوذه ګوند درلود او تاسې یې محترم مشران وئ، پر تاسې زموږ سلګونه زره کونډو، یتیمانو او بېوزلانو زړونه تړلي وو، آخر تا ولې دا ولس ونه شوای ساتلی، آخر ته ولې ورک شوې او دا ولس مو همدغه امریکایي پلوه، پرچمیانو او کمونېستانو ته پرېښود. تاسې چې څو ځله ددې ولس هیلې په سېل لاهو کړې نور له دې ولسه څه غواړې!؟
- حکمتیار صاحب په پای کې له تاسې څخه یوه هیله لرم هغه له خپلې څلوېښت جګړې څخه دا یو [درس] زده کړئ، چې دا ولس نور سوله غواړي، دا ولس نوره آرامي غواړي، دا ولس نور له جګړو څخه نفرت لري، ستاسې جګړو، د طالبانو جګړو او کورنیو جګړو ولس ته دا ثابته کړه، چې دا جګړې د اسلام او ددې هېواد د دفاع لپاره نه بلکې یا د ګاونډیو او نورو هېوادونو د استخباراتو د پلان مطابق څرخېږي او پایله یې ددې هېواد او ولس تباهي ده او بس.
- له تاسې چې پوره نه شوه! پرېږده چې دا ولس له خپلې بېوسۍ، بېوزلۍ، سادګۍ او کم علمۍ سره سره د ګاونډیانو او نړیوالو استخباراتو توطئو په ګرداب کې لاس او پښې ووهي، د ډېر څه په بدل کې خو کوندې لږ څه ترلاسه کړي. خو تاسې [حکمتیا او ملاعمر] په خپل اوسني کار سره هېڅکله دې بېوزله ولس ته خیر نه شی راوړلی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery