مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ميدانښار وژغوري لطفآ !‎

 


 

 

 خبريالان هم چي يو ځل يي يوې خواته فکر شي بيا که دهغه ځاي به حالاتو باندي خبر هم نه وي د ورځي دوه يا دري راپوره ورباندي جوړوي .

له کلونو کلونو راهيسي دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالي کي دحزب اسلامي اوطالبانو تر منځ خونړي جکړي شوي دي او لا رواني دي مګر نه پخواني دولت کومه دحل لاره ورته پيدا کړه او نه هم اوسيني دولت .
عام خلک بيچاره په دواړو خواوو کي دزړه ويني څـ‎ښي . تيره هفته هم زبانۍ ناندري رواني وي چي بلااخره پرون په تاوتريخوالي بدلي شوي .
تيره ورځ د افضل په نامه طالب جنګيالي دسره پله په سيمه کي دوه دحزب اسلامي کسان چي هغه هم پخواني حزبيان وه مخامخ په ډزو په عام محضر کي وويشتل . چي يو نفر يي ځاي به ځاي ساه ورکړه اوبل ملګري يي شديد زخمي دي . او جنګ تر ناوخته پوري جريان درلوده . او نن سهار بيان جنګ شروع شوي ده لا تراوسه جريان لري . الله دخپل رحم وکړي .

دوه شپي مخکي هم د طالبانو له خوا په شهاب الدين سيمه کي خلک کلک وهل شوي وه او دوه ساعته پوري په روانو اوبه کي درول شوي وه . او عام خلک د طالبانو او حزب اسلامي له ډلو سخت تنګ راغلي دي چي وخت ناوخت له عامو خلکو سره بد چلند او زور ګويې کوي . د ياد ولايت زيات خلک اوس فعلآ بيکاره دي او کاري ضمينه هيچا ته نه ده مساعده او اقتصادي مشکلات اوج ته رسيدلي دي . له دولت څخه مو هيله ده چي زمونز غژ واوري .
دياد ولايت هغه چارواکي چي په دولت کي لوړ پوسټونه لري ډټولو کورنه په کابل کي دي خپلۍ ميلې او منظري يي جوړي دي
 هيڅ وکيل هيڅ لوړپوړي چارواکي يي په جريان د ديارلسو کالو کي هيڅ کومه خبره هم ونکړه او نه يي په کيسه کي شول .
دتاليبانو ديوۍ اعلامي په صادرولو باندي چي نور به خلک مونږ ته ججه راکوي . خلک ډير په تشويش او فکر کي دي . نو له مرکزي حکومت څخه مو دا غوښتنه ده چي دنوموړي ولايت مرکز سيمي چي ډير يي امنيت خراب دي او حالت بيخي بيخونده دي لطفآ ددغو خلکو دژوند لپاره دژوند کولو ضمينه برابره کړي .
په يو کيلو متري دولايت کي نه امنيت شته نه دولت شته نو پاتي خو ولسوالي دي.
يوه مياشت مخکي د کرکيټ په لوبه کي يو کس چي جالي يي بۀ مخ کش کړي وه د لوبي په منځ کي يو ځوان وويشت او بل زخمي شو . نفر يي معلوم نشول . په همغو شپو ورځو کي د شاه بخيلو په نامه کلي کي دوه طالب قمندانان چي يو کس يي له بلي قري را وستلي وه په دي اندازه وهلي او ټکولي وه چي په خپلو پښو تللي نشواي . په دي تور چي ګواکي ته جاسوس يي .
هره ورځ ويشتل ويشتل دي مړي دي امنيت خراب دي اقتصادي مشکلات زيات دي کار نشته . نو عام خلک څنګه وکړي دولت مکلف دي چي ددغو خلک فرياد واوري او دحل کومه لاره ورته پيدا کړي .
دا خبريالانو څخه مو غوښتنه ده چي ددي ولايت په مطبوعاتو ځان خبر کړي . او راپورونه يي نشر کړي لطفآ


 معلم شهيده اکرمي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery