مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کندهار ولایت ښونیز نظام ژور فساد ګواښلی دی!

محمد سلطان (شریفي)

 

لکه څرنګه چي ما پخپلو لیکنو کي د کندهار ولایت د معارف او ښونیز نظام د پراخ فساد په اړه مخکي هم ولس ته خبرداری ورکړی ؤ، چي په همدې ولایت کي تش په نوم د ښوونې اوروزنې سکتور پخپله د قانون او معارف د محافظینو د پراخ اداري فساد له وجهي د لويو ننګونو سره مخامخ سوی، چي ان په کندهار کي يې د ځوانانو څغي د معارف د مسؤلینو پر ناغېړیو، لاپروايې او ادارې فساد باندي تر ټولنیزو رسنویو هم را ورسولې.

د کندهار ولایت د پوهني بهیر، چي هلته به یو استاد او معلم ته د معنوي پلار او شاګردانو ته د اولادو مینه ورکول کېدل، هم په څورلس کلن فاسید نظام کي د همدې مسؤلینو لخوا د فساد تر مستقیم یرغل لاندي راغلی او د دولتي چارواکو لخوا د ښوونې د سکتور په برخه کې د اړتيا وړ سرچينې او تخصيص ورکولو ته په کافې اندازه د لچسپې نده ښودل سوې. ځکه خو مو تر اوسه د پوهني سکتور د کلونو راهیسي د مفسیدینو د شکنجو له لاسه کړيږي.

زه باید په زغرده ووایم، چی که څه هم د پوهني او ښونیز نظام د پراخ فساد په وړاندي د کندهاري ځوانانو یوالی یو څه پڅ او ډېر ناوخته پیل سو، لاکن بیا هم د یو فاسید نظام په وړاندي د عام ولس غبرګون هر وخت د هر کلي وړ بللای سم.

که څه هم ما په وار وار دا ذکر کړی، چي کندهار ولایت ته د والیانو تګ راتګ صرف نمایشي بڼه لري او حاکیمي اقتصادي مافیا د تېرو څورلسو کلونو راهیسي د والیانو او کلیدي چارواکو څخه صرف د کمېشن کارانو په توګه کار اخستی دی، نه ولس ته د یو خدمتګار او خوا خوږی همکار په توګه.

البته، دا په لوی کندهار کي زموږ د ښونیز نظام د چارواکو لپاره ډيره د شرم وړ خبره ده، چي ان د غزني ولایت د جاغوري ولسوالي تر څلوېښتو زیاتي لېسې پرانستلي دي، او د غزني ولایت یوه ولسوالي هر کال د لوی کندهار تر څلورو ولایاتو زیات فاریغین لري.

له بده مرغه د کندهار پخواني فاسید والي توریالی ویسا مرکزي دولت ته صرف د کندهار ولایت د شاګردانو شمېر (۳۵۰۰۰۰) درې لکه پنځوس زره تنه ښولی ؤ، دا پداسی حال کي چي د کندهار د شاګزدانو اوسنی شمېر تر (۱۰۰۰۰۰) یو لکو پوری هم نه رسیږي. دا پدې معني چي توریالي ویسا د (۱۰۰۰۰۰) یو لکو شاګردانو پر ځای د مرکزی دولت څخه د (۳۵۰۰۰۰) درو لکو پنځوسو زرو شاګردانو بودیجه اخستل. چي په هغو کي د شاکردانو د نوي مکاتبو د ساختمانی پیسې، د کتابونو. میز، چوکیو، معالمانو معاشونو او د مکاتبو د ضرورت وړ توکو لپاره په سلهاو ملیونه ډالر را وتلي دي.

اوس نو که چیری د توریالي ویسا له قوله صرف د کندهار ولایت په تعلمي نصاب کي زموږ د شاګردانو شمېر ۳۵۰۰۰۰ درې نیم لکو کسانو ته رسېدلای، نو بیا ولي د لوی کندهار په څلورو ولایاتو کي د کانکور د امتحانو لپاره زموږ د شاګردانو شمېر تر (۲۰۰۰) دوه زرو کسانو کم وو. چي ان د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د فازیغانو شمېر هم د لوی کندهار د څلورو ولایاتو تر فاریغانو ډېر دی.

زموږ د پخواني معلوماتو له مخي چي د کندهار د معروف ، بولدک ، ښورابک ، نېښ ، میانشین ، رګیستان، غورک خاکرزیز، تخته پل او شاولي کوټ ولسوالیو کي یو مکتب هم وجود نلري، لاکن د مکاتبو د ساختمانی، کتابونو، میزونو، چوکیو، د معلمانو د معاشونو او د مکاتبو د ضرورت وړو توکو لپاره دا څورلس کاله په سلهاو ملیونه ډالر وتلي او د چارواکوجېبونو ته لوېدلي دي.

د افسوس ځای خو دا دی، چی موږ په کندهار کي د تېرو ځورلسو کلونو راهیسي، په پورتنیو ذکر سوو ولسوالیو کي یو فاریغ شاګرد هم ندرلود.

نو ایا موږ په هیواد کي طالب د خیانت په تور محکوم کړو، که د پوهني په سکوتور کي فاسید چارواکي؟

ځکه زما په اند زه شخصآ تر مخامخ دوښمن، د دوست او خدمتګار تر عنوان لاندي په دولتي اداره کي د لستوڼي د مارانو او د ملت د دوښمن او خاین څخه ډېر بېریږم.

په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery