مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کرکټ لوبغاړو، پام!

نظرمحمد مطمئن

 

د کرکټ لوبغاړو د نړۍ په ځینو هیوادونو کې پرته له شکه مثبت بدلون راوستی دی، د خپلو هیوادونو د سولې او امن له پاره یې ښه نتیجه ورکړي، دا ډول د خپل هیواد دوګړو د یووالي او متحد پاتې کیدو له پاره يې هم ښه نتیجه ورکړې.

د کرکټ لوبډلو ځینو هیوادونو ته اقتصادي ګټه هم کړي چې موږ پکې د هند نوم یادولای شو، چې د نړیوالو کرکټ لوبو له امله د سيلانیانو څخه ډیرې زیاتې پیسې ترلاسه کوي، له دي ها خوا د کرکټ نړیواله اداره هم ورسره ډیرې زیاتې اقتصادي مرستې کوي.

که زموږ افغان کرکټ لوبډله هم په خپل فکر او ازاد ډول سره د هیواد د امن او سولې له پاره دا ډول د افغانانو د یووالي له پاره کار وکړي یقینا چې نتیجه به ورکړي.

که هغوی زموږ نوی نسل او ځوانان ازادۍ، خپلواکۍ او سولې ته وهڅوي، دا ډول د بهرنیانو شتون چې د جګړې لامل دی له چارواکو غوښتنه وکړي چې پردۍ لښکرې او پوځیان زموږ د ساتلو پر ځای زموږ ولسونه وژني.

څو کاله وړاندې د افغان فوټبال ملي لوبډلې په زړه پورې لوبه وکړه، افغانانو یې دروند هرکلی وکړ، ځینو د ولسي جرګې میرمنو غړو د افغاني او اسلامي کلتور پر خلاف د فوټبال ځوانان په غیږ کې ټینګ ونیول.

څه وشول، د فوټبال ځینې مشهورې څیرې د افغان پولیسو په لیکو کې د دندې او کار کولو اعلان وکړ،  نه چا په دنده کې ولید او نه يې په پولیسو کې دنده تر سره کړه، يواځي نمایشي اعلان وو، پیسې او امتیازات یې واخیستل ممکن اوس به هغه ځوانان چې د پولیسو سره يې سنګرونو ته د تللو خبره کړي وه په اروپا او یا هم کوم بهرني هیواد کې ژوند کوي.

د کرکټ ملي لوبډله ډیر زیات مینه وال لري،  د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې د دوی ګډون عادي خبره هم نه ده، د هر افغان زړه ته يې لاره موندلي ده.

تیره میلادي میاشت (اکټوبر) کې  چې افغان کرکټ لوبډلې د زیمبابوی هیواد د کرکټ دايمي لومړۍ درجه غړي هیواد د کرکټ لوبډلې ته په پنځوس او شل وریزه لوبو کې ماتې ورکړه، افغان ماشوم هم د دوی دغه اتلولۍ ته سلام کوي.

څه وشول، افغان ځوانانو او مینه والو يې په ډول او اټنونو درناوی وکړ، پر ویاړ یې غونډې جوړې شوې. مګر  د دوی له همدې محبوبیت څخه اوس ناسمه ګټه خپل چاروکې سیاستوال او اشخاص پورته کوي.

د ملي لوبډلې غړې دا منلای شي چې پر دوی به څوک برید وکړي؟ آیا اړتیا شته چې ددوی ساتنه دي په ټانکونو او دولتي وسلو سره وشي؟ دوی خو د ولس له منځ څخه رازیږیدلې کسان دي، داچې څوک به وايې د کرکټ، فوټبال او والیبال پر لوبغاړو په ځینو ولایتونو کې برید وشو، چې څیړنه يې وشي د همدې موخو له پاره شوې تر څو د لوبو او لوبغاړو له وژلو څخه هم ناسمه سیاسي ګټه پورته شي.

ماته د بوکس یو قهرمان چې د هلمند ولایت اوسیدونکی دی، نږدي یو نیم کال وړاندي وویل چې کله د لوبې اتل شو، د ده په ویاړ په یو ښکلې هوټل کې پروګرام جوړ شو، هلته ښځینه سندرغاړي راغوښتل شوې وي، مګر څه وشول، هغه قهرمان همدي پروګرام ته ورنغی، او ویل يې چې بېلابېل ټولنیز عوامل وو چې زه يې په همدې سندریز پروګرام کې له ګډون څخه منع کولم.

افغانان خو مینه لري چې د کرکټ لوبډلې دهر لوبغاړي خبرې واوري، نو ځکه خو د لوبو په وخت کې د ټلویزونو ښیښو ته ناست وي، دا ډول مینه لري چې د دوی د درناوي غونډې او مراسم د ټلویزوین د لاري په ژوندۍ بڼه وګوري، خو داچې د دوی په ویاړ له جوړو شوو غونډو څخه نوره استفاده کیږي دا بیا هغه څه دي چې ممکن په راتلونکې کې د همدې لوبغاړو شخصیت تر سوال لاندي راوستل شي.

ما خو په عسکونو کې ډیر ځله لیدلي چې د کرکټ ملي لوبډلې ځوانان په نړیوالو لوبو کې د لمانځه وخت کې ټول په ګډه یوځای په جمع سره لمونځ کوي، یو تن مخکې شي امامت کوي او نور پسي د مقتديانو په صف کې نیت تړي، نو بیا څه وشول چې کله هیواد ته راستانه شي، هغه هرڅه يې هیر شي.

د انساني نفس غوښتنې خو ډیرې دي، او هر انسان نفس لري، زموږ هم ډیر شیان زړه غواړي خو کلتور او دود راته اجازه نه راکوي چې هغه وکړو. مثلا د پرتوګ پرځای لنګ وهل سنت کار دی، خو کوم افغان به داکار وکړي؟

مثلا مخکې له کوزدې د هلک له خوا د انتخاب شوې نجلي مخ، د لاسونو يواځي پنجه او تر بجلکو پښې لیدل، دهغې سره دهغې د کورنۍ د غړو مخکې خبرې کول دا په اسلام کې جواز لري خو کوم کلیوال پښتون به خپلې لور او هغه ځوان چې د ده  له لور سره د واده هوډ لري دا اجازه ورکړي چې لوريې وويني؟ زما هدف ښاري ځوانان او نجوني نه دي، او زموږ د ټولنې اکثریت وګړي لا هم کلیوالي ژوند لري.

ځینې خبرې شته چې  د کرکټ د ملي لوبډلې پر ویاړ جوړ شوو مجلسونو کې تر سترګو شول، چې زموږ له کلتور او ارزښتونو سره په ټکر کي وي، که کوم عام افغان هغه کار وکړي خلک به ورته متوجه نه وي، ولي که ملي قهرمانان داکار کوي پر خلکو سمه نه تماميږي.

زه خو ډیر خفه شوم چې پر پښتو ملنډي ووهل شوې، یوه مشهوره میرمن چې پر خپله خوله يې اقرار کړی چې ځينو فاسدو کسانو ورسره ناسم چلند کړی، هغه له حامد حسن څخه ګیله کوي چې د دې سم درناوی يې ونه کړ، د دې سلام ته یې ځواب ونه وایه. او تر ټولو بده داچې د پروګرام چلوونکي ته وایې چې ماته د حامد حسن پښتو خبرې پر دري وژباړه، دا هر څه په ژوندۍ بڼه خلک ګوري، له کوم چا څخه چې غوښتنه کوي چې د پښتو ژباړه دري ته وکړي هغه هم عاجز وي چې دوه درې جملي پښتو خبري وکړي، باور او یقین لرم چې هغه میرمن د حامد حسن پر خبرو پوهیدله خو د تعصب له امله او داچې حامد حسن ته سپکاوی وکړي هغې د حسن د خبرو د ژباړې غوښتنه وکړه. حامد حسن هم چوپ ولاړ وو. کومه جامه چې هغې میرمنې کړي وه ټولو د کرکټ ملي لوبډلې ته د شرم ځای دی چې ورته ناست و، نور به بیا موږ پر دوی څه ډول باور وکړو چې د لوبې په وخت کې پر جمع لمونځ او دلته بیا د نیمه بربنډو میرمنو (تنګې جامې لکه نیمه بربنډې جامي) سندرو  او خبرو ته چکچکې کوي، داسي نه چې کومه ورځ د ستاره افغان مبتذل پروګرام کې د لوبډلې کوم غړی راڅرګند شي.

زه خبله هم د ځینو دوستانو ودونو ته ځم، هلته ساز او سندري وي، واده وي، یوځای غلی ناست یم، ډیری دوستان نیوکه هم کوي، مګر ځينې ملګري وي چې د هغوی خوشالي کي باید ګډون وشي، حامد حسن او کرکټ لوبډله هم چا نه ده منع کړي چې د سندرو په پروګرام کې ګډون وکړي، خو دا چې د دوي په ویاړ د دوی له شخصیت څخه د افغانی کلتور خلاف ګټه اخیستل کيږي دا مسئله پیچلي کيږي، کولای یې شوای چې ځینې نارینه  او درنې میرمني سندرغاړو ته د دوی په پروګرام کې ځای ورکول شوی وای، البته که د پروګرام جوړوونکو له پاره همدا ډیره مهمه وای.

دلته په ټلویزونو کې یو بل ناسالم رقابت هم روان دی، پښتو ژبې ټلویزونونه هڅه کوي چې دري ژبې میرمني سندرغاړي ور وبلي او پښتو سندره يې له خولي واوري، دا ډول بیا دري ژبي ټلویزونونه کوشش کوي پښتو ژبې میرمني سندرغاړي وهڅوي چې دري سندرې ووايې.

هڅه دي نه کيږي چې د کرکټ افغان ملي لوبډله دي د دغسي ناسالمو رقابتونو ښکار شي.

د واکسین مسئله ده، دلته خو زموږ په هیواد کې له هر څیز نه سیاسي ګټه پورته کيږي، تیر کال د ننګرهار شینوارو ولسوالي او زابل ځینو ولسواليو کې مخالفو وسلوالو د واکسن د سم تطبیق له پاره دواکسین نړيوالي ادارې ته ځینې شرطونه کيښودل، چې يو پکې پر موټر سایکلو د ګرځیدو بندیز لیري کول و، په اطرافو کې موټر سایکل يواځي طالب نه کاروي، عام ولس يې هم کاروي، او له تیرو څو کلونو څخه موږ د واکسین پر خلاف د کومې بدي پیښې شاهدان هم نه یو، که شوي هم ده د سیاستوالو د خپلمنځي تربګني له امله به وي، بیا کومه اړتیا ده چې د کرکټ لوبډله په دغسي مسایلو کې لاسوهنه کوي، آیا اوس دهمدې وخت دی؟ او حتی په ځینو سېمو کې خو ملایان د واکسین خلاف خبري کوي، کله چې د واکسین له پاره کرکټ لوبډله کمپاین کوي، حتمې ده چې هغه ملایان او خلک چې د واکسین پر اوسني شکل نیوکه لري هغوی به پر لوبډله هم نیوکې پېل کړي.

بل دا چې پخواني ولسمشر کرزي اوسني ولسمشر غني او دادی د علماوو شورا مشر قیام الدین بلیغ د واکسین له پاره همدا کار کړی، خلک يې هڅولي دي.

که واکسین هغه حالت ته ورسيږي چې مخالف ونه لري او د سیاسي ګټو له پاره ونه کارول شي بیا به موږ په ګټه د ملي لوبډلي نه غوښتنه وکړو چې اوس نو ستاسي وخت دي چې خلک وهڅوئ.

سوله ډیره مهمه ده، زموږ ماشومان، میرمني، هیوادوال د سولې د نه  شتون له امله هره ورځ وژل کيږي، ژوبل کيږي او ځوريږي، باید هر مسؤلیت منونکي افغان ورته کار وکړي، او زموږ ولس پر موږ هر یوه حق لري چې د سولې له پاره هلې ځلي وکړو.

آیا د کرکټ ملي لوبډله پر دي پوهیږي هغه څوک چې د سولې کولو ډیرې نارې وهي هغوی د سولې مخالف دی، آیا دوی پر دوی پوهیږي چا چې همدا  د دوی په وجود او شتون کې د سولې پروګرام پر مخ وړی هغوی تر بل هر چا د سولې ډیر مخالف دي؟ آیا همدې لوبډلې کله هم داسي اعلان له همدوی نه اوریدلی چې هغه دي د رښتوني سولې له پاره وي؟ آیا همدا  ځينې ادارې او رسنۍ نه دي چې د سولې پر ځای د جګړې اعلانونه خپروي؟ آیا دوی نه دی چې مقابل لوری چې دوی ورسره د سولې درواغجه ډارمه مخکې وړي هغوی ته ترهګر، د هیواد دښمنان، هغوی ووژنئ او بېلابېل نومونه ورته کاروي.

کله چې څوک سوله نه غواړي او یواځي درواغجنه دعوه لري، بیا ولي زموږ دکرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ددغې دروغجني ډرامي لوبغاړي شي.

که د کرکټ ملي لوبډله په یواځي ډول د سولې غوښتنه وړاندي کړي او رښتونې سولې له پاره خبره وکړي نو تر ډیره به خلک پرې باور وکړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery