مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-10   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د رنګونو اروایي اړخونه!

benawa afghanistan
سرچینه : زباړن: حسیب الرحمن نورمل
د انسان خوی او غوښتنې ډير کله په هغه څه کې راڅرګندېږي چې د هغه په چاپېریال کې دي او د انسان له ژوند سره اړیکه لري، ارواپوهانو د انسان د پېژندلو لپاره پر رنګونو هم څېړنه کړې ده، دا څېړنه کېدای شي سل سلنه سمه نه وي خو تر یوه برېده سمه او پر ځای برېښي. ښايي رنګونه نه یوازې دا چې ستاسې ځېنې خوینه ښيي، د ځينو رنګونو لیدل تاسې ته آرام او سکون درکوي، ښايي وخت او اړتیا ته په کتو ځينې رنګونو ستاسې حالت بدل کړي، ليدلي به مو وي چې ډير کله له ځينو رنګونو سره د ستړیا احساس کوئ، له ځینو رنګونو سره آرام نه لرئ ښايي تر اوسه مو نه وي پامچې ولې مو ځېنې رنګونه خوښېږي او ولې مو له ځېنو رنګونو نفرت کېږي یا دا چې ستاسې ملګري کومې ځانګړنې لري کولی شئ هغه له دې و پېژنئ چې کوم رنګونه یې خوښېږي. د رنګونو په اړه نور معلومات په دې ژباړه کې: ۱: سور رنګ دې رنګ ته د مینې رنګ هم ویل کیږي، د دې رنګ خوښوونکي له ژوند سره مینه لري دوی ډير جدي او سرکشه دي، خو به عین حال کې بیا زړور او با جرئته دي، په خپلو کارونو کې بيړه کوي د نور په باره کې ژر قضاوت کوي همدا سبب دي چې دوي ژر خپل ملګري او دوستان له لاسه ورکوي. د ځینو خلک سره پرته له کوم لامله شخړه کوي. سور رنګ خوښوونکي دوې لویې نیمګړتیاوې لري یو دا چې ځان غوښتونکي دي او بل تر ډیره پرځان کنټرول نه لري. ۲: غنم رنګ د دغه رنګ مینوال په مینه کې تندي کوي، نور ښه درکوي له شاوخوا خلکو سره ښه چلند کوي، دا خلک د ناکامیو او ستونزو پر وړاندې کلک مقامت لري، دوي تر نورو صبر لرونکي کسان دي، تقریبا په نړۍ ۶۵ سلنه خلک دا رنګ خوښوي. ۳: آبي رنګ دې رنګ ته د سولې او ارامۍ رنګ هم وايي، دا رنګ په نړۍ کې ډير مینوال لري، د دې رنګ مینوال په بشپره توګه د خپل ځان او احساساتو کنټرول په لاس کې لري، دوی په ټولنه کې ډیر ارامه دي له خلکو سره ښه چلند کوي، قناعت کوونکي او صبر لرونکي دي، د آبي رنګ خوښوونکي د نورو له ناپوهۍ ځورېږي تل له پوهو او هوښیار کسان سره مینه کوي او غواړي چې ترڅنګ یې وي. د آبي رنګ د مینوالو تر ټولو ښه خاصیت دا دی چې دوی خپل کارونه د یو مهالوېش او د اصولو له مخې پر مخ بیایي. ۴: ارغواني رنګ د ارغواني رنګ خوښوونکي جذاب او لږ مغروره خلک دي له هرچا سره ناسته او خبرې کول نه خوښوي، ددې درنګ مینوال تل هڅه کوي چې خلک یې خوښ کړي او تر ډيره یې پام ځان ته وي. ۵: قهويي رنګ د دې رنګ خوښوونکي تر ډېره پاک او مقدس دی، ذهني آرامي لري لږ تصمیم نیسي او ژر یې عملي کوي، د قهويي رنګ مینوال د باور او اعتماد وړ کسان دي هغوی د خلکو د رازونو او د پیسو په ساتلو کې ځانګړی مهارت لري خو د مینې په باره کې بدبین او تند دي. ۶: خړ رنګ د خړ رنګ مینوال له ژونده ډيره راضي وي، کوم ځوانان چې دا رنګ خوښوي هغوی ځان په سپین ږیرو شماري، د دې رنګ خوښوونکي تر ډېره له ساده ګۍ سره مینه لري، مغرور او شوخ کسان نه خوښوي دوی د دې رنګ ډير مینوال سپین ږیري دي. ۷: نارنجي رنګ د دې رنګ خوښوونکي تر ډيره په خپل نفس باور نه لري، دوی له خلکو سره نرم چلند کوي، دوی تر ډېره زړه سواندي دي له همدې امله ژر دوکه کیږي او تېروزي. دوی په ملګرۍ او دوستۍ کې صادقه دي که څوک د دې رنګ له مینوال سره واده وکړي نو راتلونکی به یې له خوښیو ډک وي ځکه دوی رښتني او زړه سواندي دي. ۸: شین (زرغون) رنګ دا د طبیعت د ښکلا رنګ دی، دا رنګ په نړۍ یې ډير مینوال لري د دې رنګ خوښوونکي ښه ژوند لري، ډيری صفات یې د نارنجي رنګ له مینوالو سره ورته والی لري، هغوی له خلکو سره ټینګې اړیکې ساتي هغوی شوخ ذوق لري او دوی ډير مینه ناک او ژمن دي. ۹: تور رنګ د دې رنګ خوښوونکي له اطرافیانو سره مینه لري، له خلکو سره مرسته کول خوښوي، د خلکو نېوکې او نظریات په آسانۍ مني همدا راز د دې رنګ مینوال ډیر خفه او غمجن وي له یوازیتوب سره مینه لري، دا رنګ ډيری خلک د وير او غم په وخت کې کاروي همدا لامل دی چې غمجن خلک له تور رنګ سره ډیره مینه لري دوی تر ډېره له خپل ژوند نه ناراضه وي او راتلونکې ته هیله من نه ښکاري. ۱۰: سپین رنګ سپین رنګ جامې په دوو ځایونو کې ډيرې کارېږي په ودونو کې ناوې او په مرګ مړو ته ور اغوستل کیږي، ځکه دغه رنګ خلکو ته ډېر پاک او ښکلی ښکاري. د دې رنګ خوښوونکي عالي او لوړ ذوقونه لري دار نګ له هرشي سره تناسب لري، سپین رنګ په نړۍ کې تقریبا ۷۰ سلنه مینوال لري. ۱۱:ژېړ رنګ ژېړ یو جذاب رنګ دي. ددې رنګ خوښوونکي تر ډيره په مینه کې پاتې وي هغوي چې کله په مینه کې ماتې وخوري نو له دې رنګ سره یې منیه ډېرېږي. دغه رنګ ته ځېنې خلک د جدايي رنګ هم وايي، ددې رنګ مینوال ډير سخي او زړه سواندي دي او په ټولنه کې تر نورو ډیر عاجز دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery