مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هغه نظریی چي د ۲۱ پیړئ تمدنی هویت ګواښي

قاضی نجیب الله جامع

بسم الله الرحمن الرحیم

پر ننی نړی کښې او د یو اوږده تاریخی معقول سنت څخه پر پیروی، هوښیار ملتونه او دهغوی زیرک، په کارپوهه او ژمن دولتونه او رهبران یي کوښښ کوی، تل داسی څه خپلو وروستیو نسلونو ته پر میراث پریږدی چی نه یوازی د هغوی د ژوند امنیت او ثبات پری ټینګ وی، بلکي کوښښ کوی یو اوږد تاریخ له ژر بدلیدونکیو پیښو او د زمانې له عجایبو ډکو ناخوالو څخه پر یوه معلوم نظم، عزت او هیبت ساتلی پاتی شی، هغه راز چه د سترو دولتونو او پر اصطلاح متمدینو ملتونو د یو اوږد پړاو، سیاسی قدرت، نړیوال مشروعیت او ثابتی بقاه سبب شوی دی.
پر هغه څه چی پر دی بحث کښي او د ننی نړی د تر ټولو ځواکمن لورئ یي پرسر غور کوی او دهغوی پر وجود، معنی او مفهوم سره خپل پیچلی سیاستونه ټاکی، د څو پیړیو تګلاری ورته هیڅ ګڼی او خپل هـر څه بس پر همدی تر فرضیه او ممکناتو پاتی  خیالی متصورې نظریي او لیدلوری پوری تړلی ساتی، هغه بل څه نه بلکی همدا پر یوه کلمه کښی محدوده تیوری دی.
پر لویدیځ کښی د ټولو او پر څانګړی ډول هغوی چی لکه د متحده ایالاتو د تجدید غوښتني او زبر ځواکی سیاستونه لټوی او یا دیخوا پر شرقی بلاک  کښی پخوانی شوروی اتحاد او ننی روسیې، پر شان دوی د نظامی ځواک اقتصادی بساینی او ټولنیز ثبات ترڅنګ پر خپلو فکری خونو او علمی څیړنیزو مراکزو پانګونه کوی او دهغوی افکار د خپل بهرنی سیاست او لرلیدونکیو اندونو پر شکل کښی د یو اوږدمهاله او څو اړخیزه سمیزی او نړیوال نیونی استراتژیو پر شکل کښی پلی کوی د همدی نظریاتی تیوریو محصول او پایله بللی کیږی.
د همدې اساسو فکری او نظریاتی تیوریو له لړی څخه یی  درې (۳) زمونږ او زمونږ پر شاه وخواه چاپیریالی طبیعت کښي ډیر تاثیر لرونکی دی،  داسی چی یو پر بل پسی به پری غور وکړو او وبه ښیو چی فکری ماهیت یی څه دی.
۱- ترګواښ وړاندی شتون نظریه :
لدی لړڅخه یوه هم د امریکا د وخت دفاع وزیر کولن پاول نظریې تیوریک لیدلوری دئ، هغه پر ۲۰۰۱ میلادی کال کښی چی د سپټمبرد میاشتي پلان شوی ډارمي ته په اونیو ورځی پاتی وې چي د امریکا د بهرنی سیاست او نظامی، امنیتی او دفاعی سیاستونو ته د پراختیا اړوند خپله دا نظریه وړاندی کړه کوم چي بیا وروسته د( تر ګواښ وړاندی شتون) پر تیوری مشهوره شوه، هغه چی د چارور شنونکي او د نړیوال سیاست ارزونکي  همدا او د تمدونونو د ټکر نظریه د امریکا د معاصرې تګلارې ورڅخه اغیزمني ګڼی، هغه چی د ټرویزم پر وړاندی پر اسلامی نړئ د غرب روانه لوبه او بل لوري ته په شرقی اسیا، منځنی ختیځ او لږ وړاندی شرقی اروپا پر پُولو او د جزایرو پر څپې وهونکی سیمو کښی د نړیوال جغرافیایی سیاست د نویو طرحی کړای شوی نقشو او کرغیړنو موخو ته د رسیدو پر ارمان رامنځته کیږی.
کولن پاول او د هغه پر رهبری د امریکا په دفاع وزارت کښی چی پنټاګون هم ورته ویل کیږی، د سپټمیر له پیښی مخکښی د امریکا له سراسر څخه راټول شویو سیاسی شناندو، جغرافیایی محقیقینو، د نړیوال زبیښاک او ښکیلاک پر برخه کښی د (سی، ای، ایی) متخصیص کادرونو او ورسره پر څنګ کښی د ډیموکراټ او جمهوری غوښتونکی ګوندونو یو معلوم شمیر هغه سناټورانوچی تل یی د امریکا د ملی امنیت او ثبات د ګټو نامشروع پولی د تمدنی ټکر ترڅنګ اقتصادی او سیاسی ناکراري بللي، پردی موضوع کښیناستل او د دفاع وزارت د محقیقینو پر ستر مناظروی تالار کښی یی تر توندو او تیزو بحثونو وروسته بلاخره پردی سره یوه خوله او سلا شول، چی د وزیر کولن پاول نظریه د امنیت او سیاست د برخی د دکتورینو پر ذوق چی(تر ګواښ وړاندی شتون) دي سمه راغله او هغه یی د امریکا د ځواک غوښتنی زبرځواکی او یا داچی د دوی پر موجودیت کښی بل موږک زمرئ نشی لکه له اقتصادی اړخه چین او سیاسی اړخه روسیه او داچی د تمدونونو د ټکر د نظریې د تریخ حقیقت رابرسیره کیدو نښو او نښانو څخه سترګی نشی پټیدای یعنی سیاسی اسلام د دواړو د مخنیوی او ټکولو پر موخه د وزیر پاول  نظریه معقوله او د ورځی د حقیقت سره مستنده وبلله، هغه چی د افغانستان په ځیر هیواد یرغل، پر سهیلی کوریا کښي د وسلوالو ځواکونو او نظامی پرمختللی سلاوي د جاپان پر ګډون ځای پرځای کول او ورسره پر سیمه کښی پر اقتصادی نوښتونو لکه د هند او جاپان بی دریغه او له توقع پورته لوړه ول، دا شان ددغو هیوادونو او دهغوي پر شا اوخوا سیمو کښي دکورنیو ستونزو او حساسو کړکیچونو ته لمن ووهلی شوه، ترڅو د وزیر پاول د نظریی د تشریعی او څو پړاویزه اهدافو د ترلاسه کولو بهیر پرته له ګواښونو تکمیل کړای شی، کوم چي د پاول د تفسیر پر بنسټ د دی نظریي د ملاتړ او جدی عظم ښودلو شعار دی، نوموړئ  وایی ( مونږ باید مخکښی لدینه چی نور زمونږ د کور تر دیوالونو را ورسیږی او مونږ پرخپلومستقیمواو غیری مستقیمو قدرتونو وګواښی، مونږ لاړشو او دهغوی د دروازو ترڅنګ په لویو ټکو ولیکو چی داد دنړی د ترټولو ستر زبر ځواکه یعنی متحده ایالاتونو برخه او پټي دی.
اوس څیړنی ښیی چی دا نظریه د روسیې د سوریې جګړې ته په را کاږلو، د داعش رامنځته کول، په تایوان کښی د ازادی غوښتونکی خوڅښتونو ملاتړ، دافغانستان پر اشغال او د مرکزی اسیا د ناامنه کولو سره نږدی ۸۰٪ فیصده عملی شوی، او په دی اړوند هره ورځ څارګریز جوړښتونه او پالیسی جوړونکی دوکتورین کار او څارنه کوی.
۲- د تمدونونو د ټکر نظریه :
دا نظریه وروسته له هغه د پام وړ وبلل شوه، کله چی دسړی جګړې پر پایته رسیدو د وخت سیاسی شناندو هغه د ایډیالوژیکو جګړو پای وبلل، او حتا د سامویل هانټینګټون (Samuel P. Huntington) شاګرد ښاغلی فرانسیس فوکویاما (Francis Fukuyama) لدی سره جوخت د تاریخ پای او وروستی انسان نظریه (The End of History and the Last Man) مطرح کړله، ولی هانټینګټون چی یو ستر او تجربه لرونکی تیوریسن دی نه یوازي دا یی د ایډیالوژیکی جګړو پای ونه شمیرل بلکه لکه د برژینسکی (Zbigniew Brzezinski) پر شان یی یو ۷ پړاویزه پر تمدنی او څو اړخیزه جغرافیایی او نژادی هویت ولاړ لړلیک یی وړاندی کړل، او دهغه په تشریح کښی یی د سړی جګړې پای د نوی تمدنی ټکر پر جګړه  تعبیر او تحلیل کړل، هغه وایی دابه د معاصرې نړی د ټکر غالب وروستی نړیوال ایډیالوژیکی جګړو پر ډول د تقابل پړاو وی.
پر دی نظریه کښی دښکیلو لوریو لکه د غربی، اسلامی،  کنفوسیوسی، هندو، اسلاو، ارتډوکس، لاتینی امریکا آو پر وروستی لړ کښی دویشلی افریقایی هویت، تحلیلی ارزونه، د دې تریخ ولی پر ریښتینی حقیقت ولاړ پایلی دا ښودنه کوی چی د ۲۱ پیړی هویتی ثبات تر هری بلی نظریې زیات له ګواښ سره مخامخ کړي.
او دا پرځانګړی ډول وروسته له هغه چی د ̕ ̕ ترګواښ وړاندی شتون ̔ ̔  نظریه پایلې پر شرقی اسیا کښی پر بریالی کیدو شوی، او بل لورته  خبره هلته ډیره درنه او کړکیچنه شوه کله چی غرب او پر څانګړی ډول امریکا عملا د اسلامی ویښتیا له هویت پاله او بیا تجدید غوښتونکی یعنی سیاسی اسلام څخه د ویری پر ډول پر دی نظریه باور وکړل، او د سړی جګړی لاه یوه لسیزه نه وه پوره شوی چی د اسلامی خاورو د ښکیلاک او پر یو او بل نومونو د آزادی غوښتونکیو  خوځښتونو پر ټکولو، دهغوی د سیاسی او فکری قیادتونو پر ځورونی او ګواښلو سره، چی پایله یی له غرب او د دوی له تمدنی هویت چی لیبرال سکولره ډموکراسی ده پر نفرت او په لوی لاس دښمنی تمامه شوه.
اوس که څه هم لویدیځ دولتونه پردی اړوند د مخالفت دریځ لری، او تل یی پر اسلامی خاورو کښی مصنوعی تروریزم له اسلام سره پر جګړه نه عنوانوی، مګر تاریخی شواهد لکه اته صلیبی جګړی او څارګریز پټ سندونه، لدینه اخواه د ټولو معاصرو جګړو میدان یعنی اسلامی خاوری او د دی ډرامه ییز ټروریزم اوږدیدل، بل لورته د غربی شنونکیو له شک او تناقضه ډکی خبرې هم د اثباتوی چی که هرڅومره هم پردې اړوند د نقد قلم پورته کړای شی، ولی معاصر حقایق د دی پر خلاف دی، او دا پرټوله کښی د ۲۱ پیړی لپاره د یو دوامداره ستړی کونکی داسی ګواښ ښودنه کوی چی نه یوازی د سونو میلیونو انسانانو هویت ګواښی بلکه خبره د وینو او ستری تباهی هم دی.
۳- د ارواسیا (Eurasia) پالنی نظریه :
په واقعیت کښی د دې نظریه جوړښتی پښتی دهغه تاریخی بهیر پایله دی کوم چی په روسیه کښی د شوروی اتحاد پر رانسکوریدو او وروسته له هغه د لینن  تبعید شوی مخالفین راوګرزیدل زور یی واخیست. یعنی کله چی پر ۱۹۱۷ میلادی کښی یوه امپراطوری نسکوره شوه، او پر ۱۹۹۱ میلادی کښی  بله، دلته د تاریخی پلوه د ۷۴ کالو ترمنځ د دوه ځواکمنو واکمنیو راچپه کیدل، که څه هم د لینن د تبعید شویو مخالفینو لپاره د آزادی دلمر څرک وو، مګر ددغه حرکتونو فکری برخی یعنی ارتوډوکس کلیسا اوپوځی محافلو ته دمنلو وړ نه وو.
نو هغه وو چی د پوټین پر راتګ سره د روسیې سیاسی او امنیتی دکتورین د کلیسا، پوځ او کرملین پر یو ګډ دری اړخیزه واحد فکری مثلث کښی راټول شول، او د مسکو له پسرلی نومی چاپیریالی ټولنیز حالت څخه پر ګټنی یی د یو ګډ تاریخی او تجدید غوښتنی پر سیاست ولاړ د یو ټولشموله ملتپالنی روحیې پر سر سلاه کیدلو غور وشو، کوم هویت چی د الکسانډر ګلیویچ دوګین (Aleksandr Gelyevich Dugin)  پر شان فیلسوف، سیاستوال او ملت پاله مفکر ورته د خپل ژوند ټول کارونه وقف کړی وو.
ددی نظریې د تیوریک لیدلوري پر ژورې مطالعې سړی دی پایلي ته رسیږی چی دوی له اسیا، اروپا او پر ټوله کښی غرب څخه پر یو معلوم تضاد، د داسی هویت پر لټه کښی دی، چی نه یوازی پر وسیله یی وکوالی شی، شلیدلی کورنی اړیکی تعریفې کړي، بلکي پر لویه کچه یی موخه داده چی باید د نسکور شوی شوروی اتحاد تاریخی، سیاسی او جغرافیایی میراث هم راژوندی کړی.
هغه خیال چی پر اړوند یی تراوسه وړ عملی ګامونه هم پورته شوی، لکه د پوتین چرخیدونکی واک ته رسیدل، د ملت پالنی د احساساتو او افکارو زور اخیستنه، دا ډول د پوځ، کلیسا او کرملین ترمنځ د جوړجاړیز مثلث ټینګښت او په لویه کچه د ارواسیا (Eurasia) د ټولنی جوړیدل یی له عملی او چټکو ګامونو څخه ښکاره مثال دی، چی د روسیې امپراطوری د بیا احیا پر موخه ورته هلی ځلي کیږی.
اوس که له تاریخی بهیر او وجودی فلسفې راتیر شو، او د دی سیاسی هویته نظریه د ګواښ بنسټیز ټکی تر کتنی او مطالعی لاندی ونیول شی، وبه ګورو چی دا نظریه به له یوی خواه پر شرقی اسیا کښی له لویدیځ سره دشانګهای پر محور اقتصادی او امنیتی تعامولونه له ګواښ سره مخ کړی، بلکي د سوریې پر کورنی جګړه کښی د روسیې جنایتکارنه مداخله او د مرکزی اسیا د هیوادونو د متمرکزو جمهوریتونو څخه ملاتړ چی د یو تاریخی ټولنیز اسلامی هویت مخه یې ډب کړی ده.

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery